۱- د ايمان او عقيدې ضعف
۲- د اولاد په تربيه کې د والدينو غفلت .
۳- شيطاني خپرونې ( زياتره هغه تلويزيونونه ، راډيوګانې ، انترنټ پاڼې ، سريال او فلمونه چې اصلي هدف يې د ټولنې او په خاصه ټوګه ځوانانو انحراف دی ) .
۴- شرعي علم ته توجه نه کول ، او د ګناهونو د خطرناکو پايلو څخه غفلت .
۵- د بدو او فاسقو کسانو ملګري .
۶- په ټولنه کې د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ترک کول .
۷- د فاسقانو او کافرانو سره په لباس ، ګفتار او ګردار کې مشابهت کول .
۸- د صبر او ثبات ترک او د راحت او آسانۍ غوښتنه او د شهواني خيالونو پالل.
۹- اوږده اميدونه او د مرګ څخه غفلت .
۱۰- د اسلام دوښمنو پر وړاندې يوازې په نظامي هڅو اکتفاء کول او د غزوه فکري ترک کول .
۱۱- په بې کاری او بې مسئولتی کې خپل وخت تيرول .
۱۲- د ښځو تبرج او بې حجابي په کوڅو او بازارونو کې .
۱۳- د نارينه او ښځو ، نجونو او ځوانانو اختلاط او کډون په علمي ، کاري او عامه ځايونو کې .
۱۴- د لمانځه ترک کول يا په صحي توګه لمونځ نه ادا کول ځکه چې لمونځ سړی له بدو کارونو څخه ساتي .
۱۵- د والدين سره بد سلوک .
۱۶- مخدراتو ته لاس اچول لکه : شراب ، چرس ، پوډر او نور …
۱۷- زيات ناز او نعمت .
- و السلام عليکم