د ځوانانو ارزښت اومسؤلیتونه!

لیکنه: مولوي رحمن ګل مصباح

ناشر: دعوت نیوز.کام
ځوانان د یوه ملت تر ټولو قوي او پياوړى ځواک دى، او د یوې ټولنې لپاره د ملا د تېر حیثیت لري، ځوانان د یوې پرمختللې ټولنې ساه او روح دي، ځوانان دي چې د حالاتو په تغیر، انقلاب او تحول کې مهم رول لوبوي، ځوانان دي چې نظامونه په پښو دروي او نظامونه را پرځوي، ځوانان دي چې د ټولنې د کمزوري طبقې ( بوډاګانو، ښځینوو او ماشومانو) د امید سترګې د دوی لورې ته اوړي، همدا ځوانان دي، چې د دوښمن د ویرې لامل او د سترګو ازغي دي.
الله تعالى هم په خپل کتاب قرانکريم کې د څو ځوانانو نمونې وړاندې کړي دي، چې له دې څخه هم د ځوانانو ارزښت او اهمیت څرګندیږي؛

لومړی: ابراهيم عليه السلام تنکی ځوان وو، چې بوتان یې مات کړل او د لوی طاغوتي، شرکي او کفري نظام مقابله یې پېل کړه تر دې چې خپل پلار ته یې په خبرو کې د ګمراه خطاب وکړ!،

دوهم: اسماعيل عليه السلام چې د ځواني په مرحله کې وو، خو د لوی څښتن تعالی د رضا او د یوې لويې قربانۍ په خاطر یې چاقو ته غاړه کېښوده او خپل پلار ته یې وويل: اې زما پلاره جانه!: ما مضبوط وتړه چې زه پښې ډېرې و نټکوم!
درېیم: يوسف عليه السلام چى د ځوانۍ په درشل کې وو طبعاً پدغه وخت کې د سړي نفس او هوس ډېر زیات د خواهشاتو غوښتنه کوي، خو ده پداسې حال کې ځان له ګناه څخه وساته، چې په زندان کې بندي، بې واده، مسافر، دروازې بندې، له تهدید څخه لاندې او غوښتنه هم د ښځي له لوري شوې وه او ښځه هم د منصب او جمال څښتنه وه، دا د یوسف علیه السلام په پاکوالي دلالت کوي!
څلورم: حضرت موسى عليه السلام چې په ډېره میړاني، غیرت، شجاعت، حوصلې او پوره افتخار سره یې د یو لوی فرعوني نظام مقابله وکړه او د دوښمن له تهدیداتو څخه متأثر نشو!
او همدارنګه پنځم هغه مؤمن ځوانان چې د کفر، شرک، بت پرستی، فحشاء، فسق، فجور او اخلاقي فساد څخه د نجات په خاطر یې له یو کفري، ظالم او جابر پادشاه څخه بغاوت وکړ او له دوی څخه یې برائت اعلان کړ، او د لوی څښتن تعالی لاره یې خپله کړه، او د هغه چاپېریال په ځای چې په هغه کې مؤمنان، موحدین ځورول کیدل، زندانونو کې بندیان کیدل او د بنده بندګۍ ته مجبوریدل له ښاره او کلیو څخه لرې د اوسېدو لپاره د یو لوړ غر په څوکه یو غار غوره کړ او خپل حقیقې خالق ته یې پناه وروړه، نوموړو ځوانانو ته په قران کریم کې اصحاب کهف ویل کېږي.
د اصحاب کهف کېسه په قران کریم کې ددې لپاره یاده شوې ده، چې آینده امتونه له یادې کیسې څخه عبرت، پند او نصیحت واخلي، د اصحاب کهف کیسه هر ځوان ته دا درس ورکوي، چې ځوانان باید پرته له رب لایزال څخه بل چاته سر ټیټ نکړي، او دا کومه ازادي او خپلواکي، چې الله عزوجل ځوان ته ورکړې دا باید په غلامي بدله نکړي، او د خپل دین، هیواد او مظلوم ولس د دفاع په خاطر باید هر ځوان ډېرو زیاتو ازمایښتونو او ستونزو ته غاړه ورکړي تر څو و کولی شي خپلو سپېڅلو موخو ته ورسیږي.
بله دا چې دغه الهي ارشادات هر ځوان ته دا درس ورکوي، چې د ځوان د فداکاري، ایثار، قرباني، اخلاص او خدمت جذبه مړاوي نشي، ټول وخت باید د دین، هیواد او ولس د خدمت لپاره خپلې مټې رابډ وهي که په سنګر کې وي، که په دفتر کې وي، که په هجرت کې وې او که د ژوند په هره برخه او هر پړاو کې وي، او د مادیاتو د حاصلو له امله ځوان باید جهاد او خپل سپیڅلی دعوت مهجور نکړي.
همداسې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په احادیثو کې د هغه ځوان یادونه کړي، چې خپله ځوانې د الله تعالی په عبادت کې تېره وي!
ژباړه: ابوهریره رضی الله عنه روایت کړی چې نبی علیه السلام وفرمایل: د قیامت په ورځ به الله تعالی اووه (۷) کسان د خپل عرش د سیوري لاندې داخل کړي،… یو هغه ځوان دی چې خپله ځواني یې د الله عزوجل په عبادت کې تېره کړي وي.
[صحيح البخاري، ١٣٣/١]
همدغه ځوانان وو چې د الله تعالی د پیغمبرانو ترڅنګ ولاړ وو، د هغوی دفاع او ساتنه یې کوله، او د هغوی غږ یې تر ولسونو رسولی، او د الله تعالی په لاره کې یې له هیڅ ډول قرباني او ایثار څخه یې خپل ځانونه ندي سپمولي، د کفر، ظلم، جهالت، فساد، بد اخلاقي او استبداد په محوه کولو کې نه ستړي کیدونکې مبارزې کړي دي، او دالله عزوجل په لاره کې یې خپل سپیڅلي بدنونه نذرانه کړي او تل یې د کفر او باطل په خلاف د حق سنګرونه د وینو په تویولو ګرم ساتلي دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې د رسول صلی الله علیه وسلم نږدې ملګري هم ځوانان وو، چې د روم او کسری په شان قوي امپراطورۍ یې دړې وړې کړې او د هغوی غرور او تکبر یې له خاورو سره خاورې کړل، او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې سپېڅلی دین ورساوو.
همدغو په الله مینو ځوانانو د حق او عدالت د دفاع په لومړې کرښه کې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې، همدا وجه ده چې نن کفار او د هغوی غلامان شپه او ورځ لګیادې او کوښښ کوي چې زمونږ او تاسو دا په اسلام، جهاد او قربانۍ مین ځوانان بې لارې کړي، فکرونه یې له مغربي نظریاتو څخه ډک کړي، د افغاني کلتور د محوه کولو او د خپل غربي کلتور د رائج کولو لپاره زمونږ او تاسو ځوانانو ته د ډېرو وسائلو د استعمال له لارې څخه دعوت او بلنه ورکوي، غرب غواړي چې زمونږ او تاسو ځوانان فحشاء، فساد، او ناوړه کارونو ته سوق کړي، او له خپل سپېڅلې دین څخه یې منحرف کړي.
د مؤمنو ځوانانو د انحراف لپاره کفار ډېر وسائل او امکانات په لاس کې لري چې زمونږ او تاسو ځوانان بي لارې کړي او د خپل دین په حقانیت او سپېڅلتیا باندې یې شکمن کړي.
د تېري زمانې ځوانانو به چې کله کوم کار د شریعت خلاف ولید، د هغه په محوه کولو کې به یې ډېرې زیاتې هلې ځلې کولې تر څو به یې یا ځانونه شهیدان کړل او یا به یې هغه ناروا کار ختم کړ.
خو افسوس د نن زمانې په ځوانانو!
د نن وخت ځوانانو د اسلام تېر زرین او ښکلی تاریخ هېر کړی، خپل نومیالي ځوانان نه پیژني، په هر حالت کې د غرب تقلید کوي، د غرب ځوان ورته ښه ښکاري، د غرب په تمدن باندي فخرکوي، ډیموکراسي او سیکولریزم ورته تر ټولو ادیانو بهترین دین ښکاري، خپل صورت او سیرت دواړه دغربيانو په موډ برابروي، اسلام او مسلمانان ورته وروسته پاتې ښکاري، او د غربې کلتور د عملي کولو لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.
زمونږ ځوانان که خپل اسلامي تاریخ وګوري، ورته څرګنده به شي چې خالد ابن ولید، حسن، حسین، ضرار ابن ازر، زبیر ابن العوام، معاذ، معوذ، خبیب او عمرو ابن العاص رضوان الله تعالی علیهم اجمعین او داسې نور صحابه کرام ټول ځوانان وو او نبي علیه السلام ورباندې ویاړ کاوو، معاذ او معوذ هغه بهادر ځوانان وو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوی مغرور، کبرجن او سخت دوښمن ابو جهل علیه اللعنة باندې یې داسې ګذارونه وکړل، چې د مرګ تر پولې یې ورساوو، طارق ابن زیاد، موسی ابن نصیر هغه ځوانان وو، چې په ډېر لېږ وخت کې یې د اسلام سپېڅلی دین تر ختیځ او لویدیځ پورې ورساوو او د دوی د قرباني او غیرت له برکته په اندلس باندې څه باندې اته سوه کاله اسلامي سلطنت او حکومت قائم و، محمد ابن قاسم هغه ځوان وو چې په(۱۷) کلنۍ کې یې د مسلمانانو د لښکر مشري کوله او د یوې مسلماني خور په آه یې د هند نیمه وچه او د سند ډېره برخه یې د اسلامي سلطنت تر ولکې لاندې راوستله، معتصم بالله بیا هغه ځوان وو چې د یوې مظلومي مسلمانې خور اواز ته یې لبیک وویل او په شام کې یې له عیسایانو څخه ډېره زیاته ځمکه ازاده کړه او عیسایان یې د جهنم کندې ته ولیږل، سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله هغه ځوان وو چې د کفارو جرړي یې وباسلې او د مسلمانانو لومړنۍ قبله(بیت المقدس) د صلیبیانو له ناولو او مردارو قدمونو څخه پاکه او دغه مقدسه خاوره یې ازاده کړه او مسلمانانو ته یې ښکلی او زرین تاریخ پرېښود.
د امت مسلمه هرځوان ته ډېر زیات مسؤلیتونه ور په غاړه دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
لومړی: ځوان باید له هر څه نه وړاندې خپل رب ته منقاد او له هغه څخه وېرېدونکی وي.
دوهم: ځوان مکلف دی، چې د خپل پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو تاریخ او سیرت به په ډېر دقت، حوصلې او مینې سره مطالعه کړي او د هغوی ژوند د ځان او ټولنې د اصلاح لپاره الګو وګرځوي.
دریم: ځوان باید لومړی د خپل ځان او وروسته د ټولنې د اصلاح کوشش وکړي او د آینده نسلونو لپاره یو ښکلی او زرین تاریخ پریږدي.
څلورم: ځوان باید د خپلواکۍ راوستلو او د غلامۍ له قید څخه د ازادي لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي او د خپلواکي دبدبه او جوش ولري.
پنځم: ځوان باید د خپل هیواد، ټولنې او ولس د پرمختګ لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړي او دوى ته کار وکړي.
شپږم: ځوان باید د شیطان، خپل نفس او خواهشاتو مقابله وکړي، له بد بختۍ څخه ځان وژغوري او په نیک بختي ځان موصوف کړي.
اووم: ځوان باید د کفارو او د هغوی د غلامانو د تبلیغاتو ښکار نشي بلکې د هغوی په مقابل کې نه ستړي کیدونکې ځاني، ژبنې او قلمې مبارزه وکړي.
اتم: ځوان باید خپل هېر شوی او ځلاند اسلامي تاریخ یو ځل بیا را ژوندی کړي.
نهم: ځوان مکلف دی، چې د نوي نسل د ښوونې او روزنې لپاره به زمینه سازي کوي، ښه او سالمه روزنه به یې کوي.
لسم: ځوان باید په ټولنې کې د اتحاد، اتفاق، مینې او ورورولۍ انګیزه خپره کړي، د اختلاف، دوښمني او نفرت انګیزه ختمه کړي.
یوولسم: ځوان باید نوي نسل ته د فلمونو، ګیمونو او دې ته ورته عبثو شیانو په ځای د زده کړې، مطالعې، د هیواد د ابادۍ او جوړونې پوهاوی ورکړي تر څو مو هیواد په مادي او معنوي لحاظ جوړ او اباد شي.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟