حامد افغان
د زده کوونکي په بکسه کې پینسل قلم او کوچنی پینسل پاک (ممحاة) وو، د دواړو په منځ کې لنډه مرکه شوې ده چې زه یې تاسو ته په خوږه پښتو بیانوم:
پینسلپاک: څنګه یې ګرانه ملګریه؟
پینسل: زه هیڅکله ستا ملګری نه یم!
پینسلپاک: ولي؟
پینسل: زه له تا کرکه کوم.
پینسلپاک: ولي له ما کرکه کوې؟
پینسل: ځکه زه چې څه لیکم ته یې پاکوې،
پینسلپاک: زه خو یواځي ستا خطایي پاکوم،
پینسل: ته څوک یې؟
پینسلپاک: زه پینسلپاک یم او ستا خطايي پاکول زما دنده ده،
پینسل: دا خو کار نه دی!
پینسلپاک : زما کار ستا د کار په څیر ګټور دی،
پینسل: ستا کار غلط او ته مغرور یې،
پینسلپاک : ولي ؟
پینسل: ځکه زما کار لیکل او ستا کار ړنګول دي!
پینسپاک: خطايې ړنګول ستا د لیکلو اصلاح ده،
پینسل لیږ ځنډ سر ښکته کړ، وروسته یې زیاته کړه: ته رښتیا وایې ګرانه!
پینسلپاک : ته اوس هم له ما کرکه کوې؟
پینسل: نه نه! ته زما خطاوې سموې، هیڅکله له تا کرکه نه کوم
پینسلپاک: زه هیڅکله سم لیک نه ړنګوم،
پینسل: زه چې تا وینم هره ورځ کوچنی کیږې دا ولي؟
پینسلپاک: ځکه زه د هرې خطا په ړنګولو سره د خپل بدن څه برخه قرباني کوم!
پینسل په ژړغونې لهجه وویل: زه خپله هم هره ورځ د خپل بدن ټوټي قرباني کوم.. پینسلپاک پینسل ته تسلا ورکوي او زیاتوي:
ګرانه! ماوتا چې قرباني ورنه کړو نورو ته ګټه نشو رسولی.
پینسل خوشاله شو او زیاته یې کړه: زما خوږه ملګريه! ته څومره پوه او لوی یې او څومره خوږې خبرې کوې!!
پینسل اوپینسلپاک دواړه ډېر خوشاله شول، د دواړو ملګرتیا شوه او پخه شوه، دوی دواړه هر وخت او هرځای ګډ ژوند سره کوي او له یوه بل نه نه بیلیږې.
له دې خوږې مرکې موږ باید زده کړو چې څوک مو خطایي راښیي خامخا یې باید مننه وکړو، څوک مو چې سمي لاري ته برابروي هغه پر موږ د منني حق لري.