د پیاوړي مدیر او سالمې ادارې څو مهمې ځانګړنې

لیکنه او راټولنه: سیف الله (حمیدي)

ناشر: دعوت نیوز.کام

دا خو کره او واضحه خبره ده چې: ښه مدیریت د یوې ادارې د بقا او پیاوړتیا ښه ضامن کېدلی شي؛ له همدې کبله ویلی شو چې: په یوه اداره کې د ادارې مدیر خورا کلیدي او مهم نخچ لوبولی شي، چې څرنګه خپل جوړ شوی پلان تطبیق کړي. څه ډول د خپل پرسونل زړونو ته لارې وباسي؛ او له هغوی څخه په ورځیني ژوند کې ښه استفاده وکړای شي؟ څرنګه وکولی شي تر څو د هغوی وخت او غوښتنې کنټرول کړای شي؟ دا چې مدیریت یو دروند بار دی؛ نو له همدې کبله مدیر باید د پراخې سینې څښتن وي. هر کار یې باید په زیاتې توجه او خورا فکري تمرکز تر سره شي. ژر احساساتي کېدل نه تنها د مدیر پر شخصیت بدې اغیزې شیندلی شي، بلکې حتی یوه اداره فلج کولی هم شي. دا چې ویل کیږي تواضع د ادارې ښایست او ښکلا ده؛ خو بل اړخ ته یو مدیر باید په اداره کې نه دومره خوږ وي چې خلک یې وخوري؛ او نه هم دومره تریخ وي چې خلک ترېنه کرکه ولري.

البته هدف مو دادی چې: پام مو وي چې: مدیریت خورا لوی مسؤولیت دی؛ نو ځکه خو باید په خپل وخت او په سمه توګه ترسره شي. زما له نظره، مونږ ښه مدیر هغه چا ته ویلی شو، څوک چې د خپل هېواد سره د مینې په خاطر، خپل د هېواد بچیان سم روزي. دا چې مدیریت لوی بحث دی نو؛ لیکل او بحث پرې کول خورا وخت غواړي، خو دلته مو هڅه کړې ده چې په مناسب لنډيز سره د یو پیاوړي مدیر څو مهمې ځانګړنې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړو:

1 ـ پیاوړی مدیر هیڅکله هم په زیاتو کارکوونکو کې پر یو کارمند زیات کارونه نه تر سره کوي، بلکې په ټولو باندې د هغوی د توان او د بدن د ځواکمنۍ سره سم، پرې کارونه تر سره کوي؛ او دا ځکه چې: دا کار به بیا د دې لامل ګرځي چې ستاسو کارمند بیا ستاسو په لېدلو، خپل ځان له تاسو پټ او یا غلی کړي.

2- پیاوړی مدیر له خپلو کارکوونکو سره خبرې او سلا مشورې کوي؛ او دا نه ویریږي چې په دې کار سره به یې موقف ټیټ او بېکاره ښکاره شي؛ او یا به خپل ځان ورته ضعیفه ښکاره شي؛ بلکې دا د پیاوړې مدیر او سالمې ادارې د موفقیت او بریالیتوب راز په سلام مشوره او د کارونو په ترسره کولو کې له تفاهم او تشاور څخه کار اخستل دي.

3- پیاوړی مدیر هڅه کوي چې په اداره کې د خپلو کارکوونکو ترمنځ مساوات په پام کې وساتي. د خپل پرسونل سره به سلیقوي برخورد نه کوي. یعنې هدف مې دادی چې: پیاوړی مدیر هېڅکله هم داسې نه کوي چې ځینو کارمندانو ته کمه رخصتي ورکړي؛ په داسې حال کې چې ځینو نورو ته د خپل ذوق او خپلې سلیقې پر اساس زیاته رخصتي ورکوي. داسې نه کوي چې د ځینو په ناوخته راتګ باندې غوسه وکړي، خو ځینو نورو ته بیا موسکی شي او پرواګیر یې هم نه وي. لنډه دا چې:

پیاوړی مُدیر په خپل مدیریت کې هیڅکله هم شخصي رابطې نه پالي؛ ځکه چې: په دې کار سره د نورو کارکوونکو حق تلف کیږي.

4- غیر عادلانه معاشونه، رخصتیانې او کاري ساعتونه ټاکل، دا پخپله اوس ځینو ادارو ته یوه مهمه ستونزه بلل کیږي؛ او په کاري محیط کې دا ډول پالیسي ځینې وخت د کار د خنډ او ځنډ بنسټيز لامل ګرځي. ښه مدیر تل هڅه کوي تر څو له ناانډولۍ او استبداد څخه خپل ځان وژغوري.

5 – پیاوړی مُدیر په خپل مدیریت کې د خپلو کارکونکو شکایتونو ته غوږ نیسي؛ او د هغوی نظرونو ته خورا ارزښت ورکوي.

او هڅاند وي چې د هغوی شته (موجوده) ستونزې د هغوی سره په سلا مشورې او د ورورۍ او پخلاینې په پراخه چاپیریال کې ورسره حل کړي.

6- پیاوړی مُدیر په خپل مدیریت کې خپلو کارکوونکو ته صلاحیتونه د مسؤولیتونو په اساس ویشي.

7- پیاوړی مُدیر په خپل مدیریت کې خپلو کارکوونکو ته درناوی کوي. د احترام او توقیر نه په ډکو الفاظو یې رابولي؛ او هغوی ټولو ته په درنه سترګه ګوري.

8- په یوه سالمه اداره کې دا خورا مهمه خبره ده چې: یو ښه مُدیر باید د خپلو کارکوونکو ترمنځ د خپل منځي همکارۍ او همغږۍ روحیه پیاوړي کړي. دا کار په حقیقت کې ستاسو په اداره کې د کار په ښه والي باندې دلالت کوي.

9- پیاوړی مُدیر د کارکوونکو سره د هغوی په غم او ښادۍ کې خپل ځان شریک بولي. په خندا یې خوشحال او په غم باندې یې د درد احساس کوي.

10- پیاوړی مُدیر د مدیریت له بلاګانو او افتونو څخه خپل ځان ژغوري؛ لکه: له زیاتو نوو مقرریو او منفکیو څخه ډډه کوي، ژر نه په غوسه کیږي، تل پر کارکوونکو باندې نیوکې او له هغوی سره لفظي شخړې نه کوي؛ بلکې د ستونزو په حلولو کې د هغوی پوهول او په هغوی کې مُثبت بدلون راوستل ورته تر هر څه دمخه مهم وي.

11- پیاوړی مُدیر تل پر خپلو خبرو او ترسره شوو ژمنو باندې پابند او ټینګ ولاړ وي؛ او خپل ځان د خپل پرسونل لپاره د صداقت او تقوا سمبول ګرځوي.

12- پیاوړی مُدیر په خپله اداره کې زیار ویستونکی کارمندان تشويقوي؛ او د هغوی د اخلاص، بې ریا هلو ځلو او سالمې رهبري څخه د زړه له کومي مننه کوي؛ او په راتلونکي کې د هغوی د نورو بریاوو د ترسره کولو لپاره هغوی نور هم تقدیراو تشویقوي ېې.

13- پیاوړی مُدیر خپله بریا د خپل ټیم بریا اعلانوي. یعنې هر څه یوازې او یوازې د خپل ځان لاس ته راوړنه، نه بولي؛ او نه یې هم یوازې او یوازې د خپل فکري محصول مهم لامل ګڼي.

14- پیاوړی مُدیر په خپله اداره کې د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کوي، لکه: خپل کارکوونکي پر دې باندې پوهوي چې: په خپل کاري محیط کې له بې ضرورته خبرو څخه باید ډډه وشي. په ټاکلي وخت کې هر کارمند باید خپلې کاري ساحې ته راحاضر شي، د ورځینو کارونو لپاره هره ورځ چک لیست (Chick list)جوړوي. د چاي او ډوډۍ په وقفه کې زیات وخت نه تېروي. ښه مدیر خپل وخت او د نورو وخت ته په خورا درنه سترګه کوي. پر خپل تیلفون کمې خبرې کوي. د نه راتګ پر مهال خپلې ادارې ته وار دمخه خبر ورکوي؛ او همداراز خپلې ستونزې له خپلې عُلیا (لوړې) ادارې سره شریکوي.

15- پیاوړی مُدیر په خپلو کارونو کې شفافیت او نوښتګري رامنځته کوي.

16ـ : پیاوړی مُدیر په عامه کچه په ټولو کارکوونکو باندې ښه ګومان ساتي؛ او د یو لړ اوهامو او بې بنسټه خبرو د اورېدلو پر اساس، پرخپلو کارکوونکو باندې بې اعتمادي نه کوي.

-17: هیڅکله هم په جبري ډول خپلو کارکوونکو باندې اضافه کار نه تر سره کوي، اګر که کار چېرته د ثواب، او یا د وطن د آبادۍ په پاره هم وي. پام مو وي چې کارمند ته د دې احساس ورکړئ چې ترڅو ډډه ترېنه و نه کړي.

18- پیاوړی مُدیر هېڅکله هم د غوسې او خفګان پر مهال خپله فیصله نه ترسره کوي.

19- پیاوړی مُدیر د خپل پرسونل لپاره مَجازات او مَکافات ټاکي؛ او په دې باندې باور ساتي چې: پرته له سالمې ادارې او ښه فکري سمون څخه، پیاوړې اداره اصلاً پرمخ تللی نشي.

20- پیاوړی مُدیر په مجلس کې له تکراری خبرو او تکراري پوښتنو څخه ډډکه کوي، بلکې ډېرې ضروري پوښتنې او غوښتنې اول او پیل ته راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟