عارفه ځدران
هندواڼه د اوړي د موسم لۀ مېوو څخه یوه مېوه ده، چې پۀ عام ډول د پوستکي لپاره ډېره ګټوره ګڼل کېږي، ځکه چې پۀ جوړښت کې یې پۀ ډېره اندازه اوبه وي او دغه اوبه يې زموږ پوستکی د اوبو لۀ کمښت څخه ژغوري.
هندواڼه ۹۰ سلنه اوبه لري او د غذایي توکو، معدني موادو او ویټامینونو درلودونکې مېوه ده خو د دې ټولو ګټو سربېره د پوستکي د روغتیا اوښکلا لپاره ډېره ګټور ده.
هندواڼه د کولین په نوم ماده لري چې په همدې سبب د ناروغیو مخنیوی کېږي او د پوستکي د سوخت په کمولو کې مرسته کوي. هندواڼه د ویټامین ای لرونکې ده چې د پوستکي نمي ساتي. همدغه راز ویټامین سي د کولیجن په تیارولو کې مرسته کوي او کولیجن د پوستکي لپاره ډېر ګټور وي.
هندواڼه یوه داسې مېوه ده چې په ډېره اندازه انټۍ اکساید لري او انټي پوستکي له کونځې کېدو او د ډېر عمر له اغېزو ساتي او د لمر د وړانګو له زیانونو یې ساتي.
پر پوستکي د هندواڼې ایښودل داغونه او دانې ختموي:
په هندواڼه کې ویټامین بي ۱، ویټامین بي ۶ او ویټامین ای وي. همدغه راز فایبر، بیټا کیروټین او ویټامین سي هم لري. که چېرته هندواڼه د سترګو لاندې کېښودل شي نو داغونه یې ختموي او ویټامین سي د میکروبونو مخنیوی کوي. همدغه راز د هندواڼې اوبه ویښتان له توییدو ساتي. د دې لپاره پر ویښتانو د هندواڼې اوبه ووهئ او وروسته یې ووینځئ.