د پوستکي او وېښتانو لپاره د ویټامين ای کپسول حيرانونکې ګټې

د پوستکي او وېښتانو لپاره د ویټامين E کپسول حيرانونکې ګټې!

اوسمهال ډېری ميرمنې او نارينه د پوستکي او وېښتانو اړوند په يو شمېر مختلفو ستونزو لکه؛ د پوستکي وختي زړېدنه، تور داغونه، د ويښتانو د تويدو څخه کړیږي .
ويټامين E، د سر او پوستکي اړوند په ټولو موادو لکه شمپو، تېل، کريم…او نورو کې شته او همدا ويټامين مفيد مغذي مواد او “انټي اوکسيډنټس” لرونکي دي، چې د پوستکي په لا ښايسته او ځليدو کې درسره مرسته کوي.
زياتره خلک د ويټامين E د کپسول سره بلد دي، مګر د دې لپاره چې په خاص ډول ترې ګټه واخلي او له هغې څخه د ښې پايلې ترلاسه کړي او یا یې منظم وکاروي، بلد نه دي.

لومړی: ويټامين E کپسول په ډېره اندازه “انټي اوکسيډنټ” مواد لري چې د پوستکي لپاره ډېرې ګټې او همدا شان پوستکي د لمر له وړانګو څخه ساتي.
نوموړي کپسول د alpha-tocopherol مواد لري چې همدا مواد ډېر قوي انټي اوکسيډنټس دي چې زموږ د مخ لپاره ډېر مهم دي.

دوهم: پوستکی ځلانده او ښه ساتنه یې کوي.
زيات فشار، کمزوری خوارک، کم خوب… د پوستکي د غير منظم کېدو لومړي علتونه دي. همدا کپسول درسره د پوستکي په ښکلا او روڼوالي ډېره مرسته کوي.

درېيم: د مخ ګونځې او خاپونو له منځه وړلو لپاره.
څېړنو ثابته کړې ده چې د ويټامين E کپسول د التهاب ضد اغېزه لري چې د پوستکي له منځه تللي جوړښت کې ډېره مرسته کوي.

څلورم: د پوستکي د نرم ساتلو لپاره.
د مخ لپاره يو شمېر توکي لکه د لمر ضد کریم او سينګار کریمونه… په لوړه کچه ويټامين E او ويټامين C لري چې د پوستکي لپاره ښه اغېزمن او د هر ډول پوستکي لپاره غوره دي. د ويټامين E کپسول په کافي اندازه غوړ او نور روغتیایي ترکیبات لري چې په همدې اساس زموږ پوستکی نوجن/اوبلن ساتي.

ــ د مخ لپاره د ويټامين E کپسول د استعمال اغېزمنې لارې:

لومړی: له “آلوېرا” سره د ويټامين E کپسول ګډ کړئ،
د نوموړي کپسول له آلوېرا سره ګډول د پوستکي د نرم او تازه ساتلو لپاره ښه اغېزمن دي. د آلوېرا څخه ترکیب شوي کريم سره دويټامين E کپسول ګډ او پرمخ يې د دوو دقیقو لپاره وموښئ. وروسته يې د سهار لخوا په نرمو اوبو او ځانګړي صابون سره خپل مخ ومينځئ، وروسته بیا د مخ ښکلا او تازه والی ووینئ.

دوهم: د کوپرې له تيلو سره يې ګډول.
د کوپرې له تېلو سره يو کپسول د ويټامين E ګډ کړئ، وروسته يې پر مخ او غاړه وموښئ او له بې شمېره ګټو لکه، د داغونو له منځه وړل، د پوستکي ښويه‌ول، د دانو له منځه وړلو… څخه ځانونه برخمن کړئ. همدا راز د کوپرې له تېلو او د ويټامين E د کپسول له ګډولو څخه د وجود لپاره يو ځانګړی لوشن جوړ او په ټول بدن يې وموښئ.

درېيم: له شاتو او مستو سره يې ګډ کړئ.
شات او مستې دواړه د پوستکي د روغتیا او ښکلا لپاره غوره دي. لږه اندازه مستې د ويټامين E کپسول او يوه کاشوغه شات سره ګډ کړئ، وروسته يې پر غاړه او مخ د پنځو دقيقو لپاره وموښئ او بيا يې له پنځلس او شل دقيقو وروسته خپل مخ ومينځئ. دغه کړنه په اوونۍ کې درې ځله تکرار کړئ او غوره پوستکی ولرئ.

څلورم: پر پوستکي د ويټامين E کپسول نېغ کارول.
ځينې خلک پر مخ د ويټامين E کپسول مستقيمآ کاروي ښه نه ګڼي چې دا خبره هېڅ حقيقت نلري، ځکه چې د ويټامين E کپسول ډېر ضروري مغذي مواد لري چې زموږ د پوستکي لپاره اړين دي. د ويټامين E کپسول په هر ځای او هر درملتون کې په مختلفو رنګونو سره موجود دي. يو دانه د ويټامين E کپسول راوخلئ او سر يې بیاتي کړئ. د کپسوله شته مواد په ورغوي کې توی کړئ او پر مخ د پنځو دقيقو لپاره وموښئ او سهار يې بيا په نرمو اوبو سره خپل ومينځئ او نتيجه يې پخپله وګورئ.

د ويښتانو د روغتیا لپاره د ويټامين E کپسول کارول:

لومړی: د اړتيا وړ مواد:
د کوپرې تېل او د ويټامين E کپسول(Evion400mg)
کارول يې: په يوه لوښي کې څلور کاشوغې د کوپرې تيل، يو دانه د ويټامين E کپسول څيرې مواد يي د کوپرې له تيلو سره ګډ کړئ او ويښتان پرې ښه غوړ کړئ. نيم ساعت وروسته مو خپل ويښتان ومينځئ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.