لومړۍ برخه
ليکنه: محمود سعيد
پلونه د تګ، راتګ او له خنډونو څخه د تېرېدلو لپاره تر ټولو غوره، آسانه او مهم جوړښتونه دي. د پلونو جوړښت او کارونه د هر چا له فکر او ليدلوري سره توپير لري خو بايد په ياد ولرو چې د پلونو د ډيزاين او جوړونې پر مهال بايد د خلکو فکري فکتور په تخنيکي فکتور مسلط نه شي. انجينیران پلونه ډيزاينوي، جوړوي او بيا يې ساتنه او څارنه کوي.
د پله انجينیر څوک دی؟
د پلونو انجينیران باید د پلان جوړوونکو، ډيزاين او مديريت په شان د پله جوړونې له ټولو اړوندو څانګو سره په مخامخ اړيکه کې وي. ډېر مهال د پلونو د ډيزاين د ټيم مشري مهندس کوي. د پله انجينیر د مهندسۍ، سېول انجينرۍ، ودانۍ، ميکانيک او برېښنا له انجينیرانو سره په اړيکه کې وي او د پله د تګلوري له په نښه کولو وروسته د پله ډول، ښکلا او تخنيکي جزئيات کنټرولوي. همدا شان د پلونو انجينیران بايد له ډيزاين وروسته د پله د جوړښت او څارنه هم کوي او په دې توګه د عامې ساتنې او سرچينو د خونديتوب کچه لوړيږي.
د لېږدرالېږد په سيستم کې د پلونو ارزښت
پلونه د لېږدرالېږد (Transportation) په يوه سيستم کې د لاندې درې لاملونو په بنسټ کليدي دنده لري:
- پلونه د د سيستم څومرهوالي د کنټرول احتمالي نقطې دي. که د پله پلنوالی کم وي نو د ترافيکو د حجم لپاره بسنه نه کوي او په سيستم کې د ټرافيکو د پړسوب لامل کيږي. همدا شان که پلونه لوړ بارونه تحمل نشي کړای نو بايد د درنو وسيلو د تېرېدو لپاره بله لار ولټول شي او يا هم په سيستم کې بدلون راشي.
- پلونه په سيستم کې د جوړښت له مخې د لوړ قيمت لرونکي دي. د يوه متر پل د جوړولو قيمت د سرک له جوړلو څخه په ځلونو لوړ دی. د پلونو جوړول ډېرې پانګې ته اړتيا لري؛ ځکه يې بايد پلانجوړونه په ډېر غور تر سره شي.
- که چېرې پل ونړيږي؛ ښايي ټول سيستم په ټپه ودريږي. په يوه سيستم کې د يوه پله په ورانېدو ترافيک په نورو لارو وېشل کيږي او د بېځايه بيروبار او د تېلو د زيات لګښت لامل کيږي.
د همدې لاملونو له کبله پل د لېږدرالېږد په سيستم کې يو مهم جوړښت دی چې بايد د ترافيکو د راتلونکي زياتوالي، بارونو، د جوړښت قيمت، د بې خطرۍ ارزونه او د هغه د اندازو تر منځ توازن په پام کې ونيول شي.
د پلونو د نړېدو لاملونه – Bridges Destruction Factors
د پلونو د عمر تر پای ته رسېدو مخکې د پلونو د نړېدو مهم لامل هايدروليکي معيارونو ته نه پاملرنه، د جوړولو پر مهال ستونزې او له جوړېدو وروسته نه پاملرنه ده. له پله څخه د تېرېدنکي سېلاب څومره والی، د پله د جوړېدو په سيمه کې د سيند د ځمکې جوړښت، د هايدروډيناميکي جريانونو د قوو سمه لارښوونه او د سيند د خولې د تنګېدو له کبله د ځمکې او له سېلاب سره په اړيکه کې د پله د اړوندو برخو سولېدنه او ډول هغه عوامل دي چې د پله د ځای، اوږدوالي، لوړوالي او د پله د ستنو او تکيو د څرنګوالي او د هغو د هندسي ځانګړنو د ټاکلو لپاره مهم دي.
د انجينیري څېړنو له مخې د پلونو د ماتېدلو او ويجاړۍ لپاره لاندې څو ستر لاملونه په نښه شوي دي:
- د سېلابي اوبو ناسم اټکل او ارزونه (Flood Design) او د پلونو له خولو نه د کمو اوبو تېرېدلو کچه
- د پلونو ناسم ځای پر ځای کول (Layout) او د سيندونو ناسمه مطالعه
- له جوړښتيزو او جيوتکنيکي (Geotechnical) معيارونو پرته د بنسټ (تهداب) د ژوروالي ټاکنه
- د زلزلې د بارونو ناسمه مطالعه او ډيزاين
- د اوبو له کبله د سيند د بستر سولېدونه او مينځل په پام کې نه نيول
- له پله څخه د جريانونو د تېرېدو لپاره ناوړه طرحه
- د پلونو په ساتنه او څارنه کې ناغېړي
د پلونو خط اچول او ځای پر ځای کول – Layout and Placement of Bridges
د پلونو د ځای پر ځای کېدو څرنګوالی له سيندونو څخه د سړکونو يا د رېل پټليو د تېرېدلو ځانګړي حدود اوځايونه او يا هم د تګلوري له جوړښت سره تړلی دی. تر ډېره بايد هڅه وشي چې په هغو سيمو کې چې سولېدنه او يا د موادو رسوب زيات وي؛ د پله له جوړولو ډډه وشي.
د اوبو په جريان د پله د خط عمودي واقع کېدل په تکيو (Abutments) او ستنو (Piers) د ډېرو بارونو د اغېز مخنيوی کوي او همدا شان د پله د اوږدوالي په کمېدو کې مرسته کوي. د هوايي انځورونو مطالعه او د توپوګرافۍ پراخه سروې د پله د ځای پر ځای کولو لپاره د وړ ځای ټاکنې لپاره ګټور دي.
د پلونو د ډول ټاکنه – Determining of Bridge Types
د پلونو د ډول ټاکل ډېر مهال د سرک په افقي او عمودي تګلوري او يا هم د پله د فضا په څرنګوالي پورې تړلي وي. د بېلګې په ډول که چېرې تګلوری له يوې افقي منحني څخه تېريږي نو بکس ډوله ګاډونه او تختې ښه ټاکنه ده ځکه دا ډول پلونه ښکاره څېره او د تاوېدلو پر وړاندې لوړ مقاومت (Torsion Resistance) لري. همدا شان لوړ پلونه د اوږدو وايو لرونکي وي او په داسې سيمو کې جوړيږي چې له هغو څخه بېړۍ تېريږي.
د پلونو د ډول په ټاکنه د بنسټونو د خاورې مقاومت هم اغېز لري. که چېرې په اړونده سیمه کې کښېنستل (Subsidence) رامنځته کيږي نو بايد د پله د تکيو او منځنيو ستنو ډول او ورسره د وخت په پام کې نيولو سره د پله ډول وټاکل شي.
په لاندې شکلونو کې د ګاډري – کانکرېټي پلونو ځينې ډولونه ښوول شوي دي.
د پلونو د اوږدوالي ټاکل – Determining of Length for Bridges
د پلونو د اوږدوالي د ټاکلو لپاره ډېرې مطالعې، ارقامو او د بېلابېلو فکټورونو په پام کې نيول ته اړتيا ده خو په عمومي ډول د اقتصادي او جوړښتي ملاحظاتو په پام کې نيولو سره اړينه ده چې د پلونو اوږدوالی د شونتيا تر کچې کم شي. دا هم بايد په پام کې ولرو چې د سيند د اوبو د جريان هندسي شکل تل د بدلون په حال کې دی او د پله د اوږدوالي کمېدل په اړوند ځای کې د کشش د راټولېدنې، د بستر او غاړو د سولېدنې او ځمکې مينځلو لامل کيږي. دا ستونزه د سېلابونو پر مهال بحراني حالت ته رسيږي؛ ځکه نو بايد د پلونو اوږدوالی په داسې ډول وټاکو چې د پله په شاوخوا کې د سيند ټينګښت زيانمن نه شي.
په لاندې جدول کې د پلونو د بېلابيلو ډولو د وايو اوږدوالی ښوول شوی دی.