د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
که د کوم نارينه په مخ كې پردۍ ځوانه ښځه پرنجي وکړي نو نارينه ئې بايدورته د پرنجي ځواب ورنکړي ځکه پدغه کار كې د شراوفتنې احتمال موجود دى خوکه د کومې زړې او بوډۍ ښځې د پرنجي ځواب د نارينه لخوا ورکړشي نوکومه پروا نه لري ځکه چې فتنه پ كې نشته لکه چې د حضرت امام احمدبن حنبل رحمة الله عليه څخه روايت شوى دى چې د عابدانوڅخه يوتن ورسره ناست ؤ چې د امام ښځې پرنجي وکړ نو عابدورته يرحمک الله ووايه نو امام احمدرحمة الله عليه وويل عابدجاهل [دا عابدپدې نه پوهيږي چې د پردۍ ښځې د پرنجي ځواب ورکول تحريمي کراهيت لري [١]