د پخوانيو سرکشه امتونو د عواقبو بيان

د پخوانيو سرکشه امتونو د عقوبت بيان او د هغه څخه عبرت اخيستل لکه :

۱- د نوح عليه السلام قوم چې الله تعالی غرق کړو .

۲- د هود عليه السلام قوم عاديان چې الله تعالی په باد سره هلاک کړل .

۳- د صالح عليه السلام قوم ثموديان چې الله تعالی په تندر سره هلاک کړل زړونه يې وچاودل .

۴- د لوط عليه السلام قوم الله تعالی په سخت عذاب سره هلاک کړل ، ملائکې پر خپلو وزرونو کې تر آسمان پورې پرته کړل او پر بل مخ يې پر ځمکه و غورځول او د پاسه په ګاڼو وويشل شول .

۵- د شعيب عليه السلام قوم هلاک شوی .

۶- فرعون او لښکر يې په بحر کې غرق شوي .

۷- قارون په ځمکه کې خسف شوی دی .

آخروي عذاب :

[وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ][1] .

ژباړه : او چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه له حدونو يې تيری وکړ ، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى.

[وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا][2] .

ژباړه: او هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي، نو بېشكه د ده لپاره د جهنم اور دى، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي.

 

[1] سوره النسآء :۱۴ .

[2] – سوره الجن :۲۳ .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.