کراچۍ — د پاکستان پوځ بيا په افغانستان کې د ترهګرو فعاليتونو خبره تکرار کړې او ترهګرۍ ته د هیڅ ډول ځای نه ورکولو یې ويلي دي.nnnپوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي، د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې پوځ او قانون نافذونکو ادارو څو ترهګر بريدونه ناکامه کړي او مهم ترهګر کمانډران یې وژلي دي.nnnويل شوي، پوځي مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې، ترهګرۍ ته ځای ورکول دې په فعاله توګه رد کړل شي ځای دې ورته ور نه کړل شي، د ترهګرۍ په مستقله توګه ختمولو دپاره قام د پوځ او قانون نافذونکو ادارو په شا ولاړ دی.nnnد پوځي بيان ترمخه، پوځ په بشام کې په چينايي وګړو ترهګر برید او بلوچستان صوبه کې د ملکي وګړو وژنې غندلې دي.nnnپه 26م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په یو ځانمرګي برید کې پينځه چینایي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي وو.nnnد دغه بريد وروسته هم پاکستان تور لګولی وو، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري.nnnپه افغانستان کې واکمنو طالبانو د چينايانو په وژنه افسوس څرګند کړی وو. ټي ټي پي په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او دعوه کوي په پاکستان کې موجود دي.nnnپوځ ويلي، د کمانډرانو غونډې ته احوال وړاندې کړل شوی چې، “ترهګرې ډلې څه ډول د افغانستان څخه فعاليتونه کوي کوم چې د سيمې او نړۍ دپاره خطره ده، د دې ترڅنګ پراکسيز د پاکستان د اقتصادي ګټو او پاکستان چین د اقتصادي راهدارۍ پرضد دي”.nnnپاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.nnnد روانې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته مشوره ورکړې، “په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ او روغه جوړه وکړئ”.nnnله دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزات وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو، “پاکستان د ترهګرۍ ډلې ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره هیڅ ډول خبرې نه کوي، مونږ د ټي ټي پي سره د خبرو هیڅ پلان نه لرو”.nnnپه ورځ اوونيزه خبري غونډه کې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو “مونږ د افغان چارواکو نه تمه لرو چې د ترهګرو ډلو او مشرانو پرضد یې اقدام وکړي، د کومو جرمونو او ترهګرو بريدونو چې دوی په پاکستان کې زمه واري منلې”.nnnپاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې بيا زياتې شوي دي.nnnد امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول 432 کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره 281 ده. او د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 92 فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.nnnپاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ترمخه د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په پورټ کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ځانمرګي بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.