د يهوديانو موقف د اسلام پر وړاندې

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت څخه مخکې به يهوديانو  د نوي پيغمبر د راتګ خبر او نښانې بيانولې مګر کله چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث شو دا چې له بني اسرائيلو څخه نه وو نو دوی يې پر وړاندې د کنې او حسد لاره اختيار کړه .

که نه دوی پيغمبر عليه السلام داسې پيژندلو لکه خپل اولادونه .

لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ…][1] .

يو ځل د بني قريظه د قوم مشر کعب بن اسد يهوديانو ته وويل : په دې حال کې چې ( د پيغمبر پر وړاندې د جنګ او مخالفت ) په حال کې يو ( نو ښه به دا وي چې )که په محمد ايمان راوړو . په الله قسم چې تاسې ټولو ته ښه څرګنده ده چې دا همغه کس دی کوم چې دده په اړه د تاسې په کتاب کې زيرې ورکړ شوی دی مګر د هغه د نه منلو وجه زمونږ حسادت دی ځکه چې دا پيغمبر د بنی اسرائيلو د نسل څخه نه دی .


[1] – سوره الانعام :۲۰ .

***********************************************************************************************************************
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.