د يهودو مذهبي عناصر

اول : د فلسطين د ځمکې وعده :

يهوديان ادعا کوي چې الله تعالی د ابراهيم د اولادې سره د فلسطين د ځمکې وعده کړې ده او دا بحث مخکې بيان شو .

دوهم : مسيح منتظره :

يهوديان باور لري چې مسيح المنتظر به را ښکاره کيږي او دا هماغه دجال دی کوم چې د دغه سترې فتنې په اړه ټولو پخوانيو امتونو خبرداری ورکړی او د هغه په اړه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته ۱۴۰۰ کاله مخکې د آخر زمان د فتنو په اړه خبرداری ورکړی دی چې د دغو فتنو څخه يوه ستره فتنه د دجال ظهور دی چې د قيامت له سترو نښانو څخه يو هم د دجال ظهور دی .

دريم : پر ټوله نړۍ باندې د واکدارۍ ادعا کول :

ملعون صهيونست ادعا کوي چې مونږ الله تعالی د بشر د واکنی لپاره غوره کړي يو

او يهوديان د دغه ادعا لپاره دا دليل نيسي چې په تورات کې راغلي چې مونږ الله تعالی د عالم د مشرۍ او واک لپاره ټاکلي يو او پر ټول عالم يې غوره ګرځولي يو او د ځمکې خلفه ګان يې ګرځولی يو نو مونږ حق لرو چې په نړۍ باندې حکومت او واک ولرو .

او د صهيونست د رد لپاره د الله تعالی په دغه قول باندې اکتفاء کوو : ” وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ” [1]

ژباړه : او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي.

بنی اسرائيل ته الله تعالی لوی فضيلت ورکړی وو مګر کله يې چې د الله تعالی د حکم څخه سر غړونه وکړه او د الله تعالی پر غبرګو شريعتونو باندې کافر شول نو په دې سبب دوی د لعنت وړ وګرځيدل ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ (المائدة :۷۸ ).

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

دعوت نیوز


[1] – سورة البقرة 1۲4

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟