بسم الله الرحمن الرحيم
(یصح التوکیل بالنکاح) کما فی ا لشامی
جناب عالی القدر د دعوت نیوز چلوونکي ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته امابعد:
(۱سوال) د پیغلی لپا ره نِکاح پلارڅه وخت نیول پکارده ؟ آیا له چاسره د دی د ولی دتزویج له هوکړی نه مخکی : چی وکیل یی چاسره دتزویج هوکړه وکړی او که د دی د ولی له هوکړی نه پس : چی د دی دنکاح د تړلوپه وخت کی د نارینه و په مجلس کی د دی پرځای د مهرتعین اوقبوللیت وکړی :
(۲سوال) پیغله به وکیل له محارموڅخه نسی اوکه له غیری محارمو ؟
(۳سوال) که پیغله وکیل له غیر محارموڅخه ونسی آیا د دی ستراوپرده ترینه واجب ده او که نه ؟
(۴سوال) وکیل تر څمره وخته پوی واکدارپا تی کیدای شی ؟
(۵سوال) پیغله که وکیل له محارموڅخه ونسی ترتیب پکی ساقط ده که ملحوظ ؟
(۶سوال) دولی په موجودیت کی وکیل ته څه ضرورت ده ؟
لطفًا دهر سوال جواب مدلل او جلا جلا ولیکی چی موضوع ډیره جدی ده
عبدالحق حنفی له بلخ باستان نه
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی ځواب :
د نکاح په عقد کې د دواړو سړي او ښځې لخوا د وکيل ټاکل جايز دي په شرط ددې چې دواړه (هلک او نجلی) به عاقل ، بالغ او آزاد وي ، يو د نکاح وعده ده او بل د نکاح تړل (عقد نکاح ) يا ايجاب او قبول دی ، وکالت به په عقد نکاح کې وي او يا که د مهر اجازت ورکړ شوی وي .
لأن النبی صلی الله عليه وسلم : وكل عمرو بن أمية , وأبا رافع , في قبول النكاح له (أخرجه البيهقي في السنن ( 7 / 139 )
يصح التوكيل بعقد الزواج من الرجل والمرأة إذا كان كل منهما كامل الأهلية أي بالغاً عاقلاً حراً؛ لأن للمرأة عندهم أن تزوج نفسها، فلها أن توكل غيرها في العقد؛ عملاً بالقاعدة الفقهية القائلة: كل ما جاز للإنسان أن يباشره من التصرفات بنفسه، جاز له أن يوكل غيره فيه، إذا كان التصرف يقبل النيابة.
(فقه الاسلامي وادلته ،فتح القدير: 427/2-433، تبيين الحقائق: 132/2-135).
دوهم ځواب :
د احناف رحمهم الله په نزد د وکيل نيول له ولي يا محارمو پرته جايز دی مګر د جمهورو :حنابله ، مالکيه او شافعيه رحمهم الله په نزد د ښځې د پاره د ولي پرته د وکيل نيول جايز نه دي مګر د ولي لپاره جايز دی چې وکيل ونيسي .
ويرى الجمهور غيرالحنفية: أنه لا يصح للمرأة توكيل غير وليها في الزواج؛ لأنها لا تملك إبرام العقد بنفسها، فلا تملك توكيل غيرها فيه. فيجوز التوكيل مطلقاً ومقيداً، فالمقيد: التوكيل في تزويج رجل بعينه. والمطلق: التوكيل في تزويج من يرضاه أو من يشاء (فقه الاسلامي وادلته ) .
دريم ځواب :
د اوس د پاره ځواب پيدا نشو .
څلورم ځواب :
وکيل يوازې د عقد يا مهر لپاره د عقد په وخت کې صلاحيت لري د هغه پرته یې موده ختمه او په بل څه کې هيڅ صلاحيت نه لري .
دور الوكيل ـ كما بينا سابقا ـ محدود بالعقد،فلذلك لا علاقة له بما يترتب عن العقد من مهر وغيره إلا إذا وكل بذلك (المبسوط:19/117) .
پنځم ځواب :
په وکيل کې د ولي په څير ترتيب نشته .
شپږم ځواب:
جواز دی څه خاص شروط نشته ، لکه : جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم چې د قربانۍ لپاره علي رضی الله عنه وکيل وټاکلو .
جاء في فتاوی الهندية : ۵۶۴/۵ :
وَيَجُوزُ التَّوْكِيلُ بِالْبِيَاعَاتِ وَالأَشْرِبَةِ وَالإِجَارَاتِ وَالنِّكَاحِ وَالطَّلاقِ وَالْعَتَاقِ وَالْخُلْعِ وَالصُّلْحِ وَالإِعَارَةِ وَالاسْتِعَارَةِ وَالْهِبَةِ وَالصَّدَقَةِ وَالإِيدَاعِ وَقَبْضِ الْحُقُوقِ وَالْخُصُومَاتِ وَتَقَاضِي الدُّيُونِ وَالرَّهْنِ وَالارْتِهَانِ كَذَا فِي الذَّخِيرَةِ .جَبَلٍ حِينَ بَعَثَهُ إِلَى الْيَمَنِ : ” أَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ .
او ځنې فقهاؤ بیا ددې حديث :« وكل عمرو بن أمية , وأبا رافع , في قبول النكاح له »
په اړه وايي : چې دې ته ضرورت ؤ ځکه چې ځای لرې و او د سفر امکان نه وو .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله خیراً!
*******************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website