د ورځې ۱۰۰ کيلومتره سفر او بيرته کور راتللو سره قصر کيدای شي ؟

اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته محترامه
سوال‎ ‎: مونږ هره ورځ 100 کيلو متره ميزل کوو غرمه ځو او د شپې په 1 بجه بيرته رازو ايا مونږ به لمونځ مسافرانه کوو مننه

سخی محمد کتوازی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قصر يعنې مسافرانه لمانځه د پاره دوه شرطونه دي :

اول د سفر مسافه : کله چې د سفر موقيعت له خپل اقامت ځای څخه ۷۸ کلو متره يا زيات وي .

دوهم د سفر موده : کله چې مسافر د سفر نيت له نمې مياشتې يا پنځلسو ورځو کم وي .

کله چې دغه دوه شرطونه مينځ ته راشي مسافر به مسافرانه لمونځ کوي هغه که هر څومره وخت وي .

«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

همدارنګه د چا چې د سفر نيت له پنځلسو ورځو کم وي او د سفر فاصله موجوده وي هغه که هر څومره وخت تيروي د سفر لمونځ به ادا کوي :

«أو ينوي اقامة نصف شهر بموضع صالح لها فيقصر ان نوي الاقامة في اقل منه أي في نصف شهر».

و في الرد:

«(قوله: في اقل منه) ظاهره و لو ساعة واحدة». (رد المحتار: 1/581 ط)

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *