د آن لاین اسلامی لارښود درنو چلوونکو او محترم مولوی صاحب ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم، الله پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی ستر زیار اجرونه او ثوابونه په دنیا او اختر کښی درکړی.
محترم مولوی صاحب زما یوه پوښتنه ده چی مثلا څو ورونه دی او پلار یی هم ژوندی دی او هر ورور ځانته کار کوی په مختفلو بخشونو کښی او پلار یی بیکاره دی او د پلار ګټلی هم نده ورته پاته شوی هر یو چی کار کوی خپلی پیسی د ځان سره ساتی یو د بل په کار کار نه سره لری او ویش یی هم ندی کړی او بیا پلار مړ سو همدارنګه ژوند جریان لری هر یو ځانته پیسی ګټی رسمی ویش یی هم ندی کړی یو لږ پیسی لری او بل ډیری پیسی لری او یواو بل خپل د پیسو مقدار هم نورته نه وایی خو کله چی سودا کورته راوړی پیسی سره اندازه وی هریو خپله ونډه پیسی د خپل کور د سودا لپاره ورکوی، یو ورورهر رقم میوی خوری او بل
بیا په هفته کښی میوه لیدلی لاهم نده او د ویش په اړه یی خبری ندی کړی، اوس که ځای د ویش راسی هر یو به خپلی ټولی پيسی میدان ته کوی او که نور حق نه پکښی لری او ما داسی اوریدلی دی چی د پلار ګټلی پیسی نه وی ورته پاته سوی یو ورور د بل ورور په پیسو کښی حق نلری، نوزه اوس نه پوهیږم چی یو ډیری پیسی کټلی دی اوبل لږ او یو ډیرمصرف شخصی کوی او بل لږ چی ځای د ویش راسی ټولی پیسی چی هریو لری میدان ته کوی به یی ، او که ویش سویدی بیخی ویش ته ضرورت نشته، هیله لرم چی سوال می ښه په وضاحت سره راته حل کړی ډیره مهربانی به موی.
په درنښت
زبیر احمد
فراه ولایت
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د زامنو ګټه هغه وخت د پلار ملک کڼل کيږي چې دواړه په يو کسب او صنعت کې او زامن د پلار سره په خوړلو او څکلو کې شريک وي ، په دې صورت وروڼه شريک بلل کيږي .
فتاوی دارالعلوم ديوبند د شامي په حواله ليکي :
و قد صرح الشامی به الشرکة الفاسدة ص ۴۸۳ ج ۳ حيث قال عن الخيرية فی الزوج و ابنها اجتمعا فی دار واحد کل منها يکتسب علاحدة و يجمعان کسبها و لايعلم التفاوت و التساوی و لا التميز فاجاب بانه بينها علی السوية ثم قال الاب و الابن يکتسبان فی صنعة واحدة و لم يکن لهما شیء فی الکسب کله للاب .
مګر که کسب يې جلا جلا وي بيا يوازې د پلار په ملک کې شريک دي او نور هر يو د خپل ګټلي ملک مالکان بلل کيږي.
درالحکام ليکي :
په دريو شرطو د زامنو کسب د پلار ملک ګڼل کيږي : ۱- چې زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار کوي ، ۲- د کار بار د پاره لومړې سرمايه او مال د پلار وي ۳- اولاد د پلار عيال وي د نفقي مصارف پلار تر سره کوي :
و يوجد ثلاثة شروط لاجل اعتبار الولد معيناً لابيه 1-اتحاد الصنعة ٢- فقدان الاموال سابقاً، اذا كان للاب اموال سابقة كسبها و لم يكن معلوم للابن اموال بأن ورث من مورثه اموالاً معلومة فيعد الابن في عيال الاب ٣- ان يكون الابنفي عيال ابيه».(دررالحكام شرح مجلة لعلي حيدر:3/421)
و الله سبحانه وتعالی اعلم