د ورونو او خويندو تر مينځ د ترکې ويش

يو کس وفات شوی د هغه دوه زامن او پنځه لوڼې دي د نوموړي کس څخه 63 منه ځمکه او 103500 افغانی پاتې شوی دی ، اوس دا مال څنګه تقسيم او هر کس ته خپل حق ورکړو .
احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
زامن او لونې عصبه ګرځې ، زوی د لور په نسبت دوه برخې اخلي ، لقوله سبحانه وتعالی :« يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ …..» (النسآء ۱۱ ) .
ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده .
2×2+5=9
ټولې حصې 9 کيږي
د هرې لور برخه :
63(1/9)=7
103500(1/9)=11500
د هر زوی برخه :
63(2/9)=14
103500(2/9)=23000
د هرې لور برخه : 7 منه ځمکه او 11500 افغانۍ
د هر زوی برخه : 14 منه ځمکه او 23000 افغانۍ
يادونه : د ځمکې تقسيم په محلي او رواجې من باندې دقيق نه دی ځمکه بايد په متر مربع ، بسوه او جريب سره اندازه او وويشل شي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.