لیکنه: م احسان الله حقپال
صیدنا یا هغه زندان، چې د ځمګې لاندې څو طبقې جوړ شوی ده، په دې زندان کې د زندانیانو لپاره داسې اطاقونه موجود دي چې هغه ټول په سري رمزونو سره خلاصیږ ي، هغه رمزونه به بندیانو ته نه ؤ معلوم، په دې زندان کښې داسې سري او خفیه اطاقونه جوړ شوي چې د دروازو معلومات یې هیچاته هم نه کیږي په داسې ځاینو کې یې دروازې دي چې له څو ورځو داهیسې یې مجاهدینو دروازې ندي پیداکړي، هلته مسلسل علمیات روان دي تر څو ددې زندان خفیه او سري لارې پیدا کړي، په دې زندان کې د تعذیب لپاره بیلابیلې خونې جوړې شوي دي، د بیت الملح په نوم داسې خونې دي چې هلته د بندیانو جسدونه اچول کیږي تر څو هلته خپل ژوند ته د پای ټکی کیږي او هملته یې هډوکي او اندنامونه پاتې شي، په دې زندان کې د اور خونې موجودې دي چې هلته د سوریې مسلمانانو جسدونه سوزول کیدل په دې خونې کې دوامداره اورونه بلیدل، په دې زندان کې د مسلخ البشري په نوم ځایونه موجود دي چې هلته به بندیان اعدام کیدل دا اعدام به په هفته کې یو ځل یا دوه ځله ترسره کیده هر ځل به له شلو څخه تر پنځوس کسانو پورې اعدام کیدل او مخکې له اعدام څخه به هلته تر اخیره حده پورې وهل کیدل، وروسته به یې دا جسدونه په ډلییزه توګه چیرته وړل، په دې زندان کې زنزانات (هغه وړې تنګې خونې چې بندي پکې یوازې اچول کیږي) موجودې وي او داعدام کار به ترې اخیستل کیدل، دلته به د بندیانو اعدامونه له یو دقیقې څخه تر درې دقیقو پورې وخت نیولو دا زندان له ځان سره داسې بوږنونکې کیسې لري چې لیکل، کتل او اوریدل ټول ترې عاجز دي ، په دې زندان کې له ماشومانو نیولې تر بوډاګانو او مظلومو ښځو پورې ټول د تعذیب په شکنجو شکنجه کیدل، ډیر داسې انسانان دې زندان ته یوړل شول چې بیا یې چا جسدونه هم وندي موندلي، دې زندان ته یې مسلخ البشري نوم ورکړی ؤ دلته له ژوندي انسانانو څخه پوستکي ویستل کیدل، په ډلییزه توګه مسلمانان په کې په شهادتونو رسیدل، چې کوم کس به په دې زندان کې بندي شو هغه به بیا کلونه کلونه د لمر له وړانګو محروم ؤ، په دې زندان کې د وحشتونو تورې تیارې خورې وې، چې کله الله تعالی دا زندان د مسلمانو مجاهدینو په لاس مات کړ، خلکو د وحشتونو او ظلمونو داسې سحنې ولیدې چې هیچا یې تصور هم نشو کولای، په سلګونو معصومو ښځو په دې زندان کې د تورو تمبو شاته شپې او ورځې تیرولې، داسې ښځې چې په نولس کلنی کې پیغلې بندې شوې وې اوس ده دوه دیرش کلونو په عمر کې په داسې حال کښې آزادې شوې چې بچیان ورسره دي هغه په چیغو چیغو ژاړې چې ددې ماشومانو پلاران زه نه پیژنم. (استغفرالله) دا زندان د داسې ظالمانو او جابرانو په لاس کې ؤ چې هغو په الله تعالی باندې ایمان نه درلود هلته به یې خلکو ته ویل چې: لااله الا البشار چې معبود شته مګر بشار ده، بشار داسې ظلمونه کړي چې هیڅ قلم نشي کولای هغه ولیکي، د الله تعالی په نصرت او د مجاهدینو د جهاد په برکت سره ددې زندان قلفونه او هتکړۍ ماتې شولې په زرګونو بندیان د لس، شل، دیرش حتی د څلویښت کلونو بندي خانې تیرولو څخه وروسته آزاد شول، دا بندیان د نیا له ټولو حالاتو څخه ناخبره ؤ په دې نه پوهیدل چې دا زندان اوس چا مات کړ، د الله تعالی دا نصرت مونږ ته له کومې خوا راغی.
اللهم منزل الکتاب، سریع الحساب و هزم الاحزاب اللهم اهزمهم و زلزلهم