ښکنځل ، بداخلاقي او عبث کارونه روژې ته څه نقصان لري

 

د اسلامي لارښود علماؤ ته اسلام عليکم
ځنې خلک داسې دي چې په روژه کې نورو ته ښکنځل کوي ، په کور کې له ښځې او اولادونو سره بد سلوک کوياو په هغوی باندې يې ځمکه سره کړي وي او ځنې بيا داسې دي چې خپل وخت په عبثو سريالونو او نورو تيروي ايا د دوی روژه صحي ده ؟
عبدالله – کابل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د روژې نيول هدف يوازې دا نه دی چې سړی له خوړلو او څښلو خپله خوله بنده کړي بلکي خپل اندامونه به له حرامو عبثو کارونو ساتې او نورو ته به ضرر نه رسوي .
په روژه کې حرام او عبث کارونه ، نورو ضرر او ښکنځل د روژې ثواب او فضيلت ته نقصان رسوي ځکه د روژې هدف په مؤمن کې د تقوای قوت دی لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) البقرة/183) .
ژباړه :ای مؤمنانو ! فرض کړی شوي ده په تاسې باندې روژه لکه چغ فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چغ پخوا له تاسې څخه وو ، لپاره ددې چې تاسې ځان وساتي (پرهيزګاران شئ ) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ليس الصيام عن الطعام والشراب وإنما الصيام من اللغو والرفث (الحاکم ۱۶۰۴ او ابن خزيمه ۱۹۹۵ ) .
ژباړه : د خوراک او څښاک څخه پرهيز روژه نه ده بلکي روژه د عبثو کارونو او بدو او بې شرمه خبرو څخه ځان ساتل دي .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري)
ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی د ده د خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟