د هيواد اوسنيو شرايطو ته په کتلو سره کفري هيوادونو ته تلل

سلامونه او نیکی هیلی!

پوښتنه: کفری ممالکو ته د مسلمانانو تګ او هلته خپل پاتی ژوند تیرول څه حکم لریږ البته د افغانستان اوسنی حالاتو ته په کتلو د قران او خدیث په رڼا کی ځواب راکری مننه

عايشه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا مسئله څو اړخونه لري :

اول :

اول خارجي ملکونو ته قاچاقي سفر کول چې اوس وخت کې اکثره کسان اورپايي او ځينې نورو ملکونو ته په همدې طريقه ځي .

قاچاقي سفر له قتل ، سختو سکنجو و هلو او بندي کولو سره تړلی دی او دا سفر شرعاً جايز نه دی ځکه خپل ځان په هلاکت کې اچول دي :

الله سبحانه وتعالی حکم کړی دی چې : [وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ] ژباړه: او په خپلو لاسونو سره ځانونه هلاکت ته مه اچوئ .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

لقول رسول الله صلی الله عليه وسلم : : «لا ينبغي لمؤمن أن يذل نفسه. قالوا: وما إذلاله لنفسه؟ قال: يتعرض من البلاء لما لا يطيق» (رواه الإمام أحمد والترمذي، و سلسلة صحيحية ) .

ژباړه : مؤمن لره نه ښايي (مؤمن لپاره جايز نه ده ) چې خپل ځان ذليل کړي ، صحابه کرامو وويل : د ځان ذليل کول څه دي ؟ و يې فرمايل : داسې بلاء ته ځان ورکول چې سخت وي د تحمل وړ نه وي .

او د اسلام ستره قاعده ده چې:«لا ضرر و لاضرار في الاسلام » ( په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي ) .

دوهم ، په غير مسلمو ملکونو کې په لاندې شرائط اوسيدل جايز دي :

لومړی شرط :

د کفارو په هيواد کې اوسیدونکي مسلمان به د ايمان او دين په ضرورياتو عالم وي او ايمان په ثبات او د انحرافاتو څخه په ځان ساتلو به مطمئن وي .

د کفارو او کفري عقائدو څخه به نفرت او کرکه کوونکی وي ، په زړه کې به يې د کفارو محبت او د هغوی سره د زړه تعلق نه وي ځکه چې کفار د الله تعالی ، اسلام او مسلمانانو دوښمنان دي د هغوی سره محبت د ايمان لپاره ستر خطر دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ … ] (مجادله/22).

ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .

دوهم شرط :

د کفارو په هيواد کې اوسيدونکی مسلمان به د ديني شعائرو پوره اظهار کولای شي پرته له ممانعت څخه ، لکه : د لمانځه قيام ، د روژې نيول ، اسلامي حجاب ، شرعي نکاح ، شرعي طلاق ، شرعي معاملات ، د حج ادا کول او نور کچېرې د اسلامي شعائرو قيام ممکن نه وي هجرت ورباندې واجب دی .

لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٩٧)إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ ] (النسآء :۹۷ ) .

ژباړه:کوم خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزورې او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د خذای ج ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نرينوو ، ښځو او ماشومان چې بې وسه وي.

نور نو د کفارو په هيواد کې اوسېدل د اوسيدونکي په ايماني حال او قوت پورې اړه لري چې مستحب ، جايز او حرام باندې ويشل کيږي .

مستحب : څوک چې پورته دواړه شرطونه عملي کولای شي او هلته اوسېدل يې د اسلامي دعوت ، د مسلمانانو د قوت او کثرت سبب کيږي اوسيدل مستحب دي .

جايز : څوک چې پورته دواړه شرطونه عملي کولای شي د لوړو زده کړو ، تجارت ، درملنې او خوارۍ او مزدوری لپاره اوسيدل يې جايز دی .

حرام : څوک چې پورته شرطونه نشي عملي کولای اوسيدل يې حرام دي .

من فتاوی الأسلام سوال جواب

دريم ، په اوسنيو شرائطو کې د هيواد څخه فرار دوې معناوي لري :

اول – کچېرې د کار د نه پيدا کېدو وجه وي نو په کفري هيوادونو کې مباح کار او مزدوري کول د پورته شرطونو په صورت کې باک نلري .

دوهم – کچېرې دوی دا وېره لري چې نور نو کفري ټلواله د شکست او سختي ماتې سره مخ ده ، دلته به آزاد خياله او ديموکرات او سکولار ژوند کول له ګواښ سره مخ شي نو ښه به دا وي چې مخکې له مخکې ځانونه وباسو ، دا نو سخته د افسوسه خبره ده .

او دا ستر منافقت دی څوک چې د اسلام په خاوره کې د کفر او سکولار بقاء غواړي .

او ان شاء الله چې ددې بې ننګه لنډغرو آرمان چې د کفر او سکولار د بقاء غوښتل دي له خارو سره خاورې شي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟