زما سلامون او نیکی هیلی ومنی.
زه یوه پو ښتنه لرم هغه دا چی: زمونږسره په دفتر کی یو هندو دی لکه څنگ چی تاسی یوهیږی هندوان دی بت عبادت کوی او دوی په دی خپل عبادت کی اورلگیت(ګوګړ) یاشمع سوځوی بیا ددغه ګوکړو یا شمعی کثافت راجمع کوی اوبیا په دریا یا پاکو او روانو ابو کی اچوی آیا دی یو مسلمان لپاره هغه مسلمان چی په دفتر کی یوځای ددی هندو سره کارکوی داسلام له نظره جایز یا روا دی چی دی دهغه هندو هغه دعبادت کثافات یوسی او په دریا یا روانو اوبو کی واچوی؟. محترم که چیری ددی پوښتنی ځواب دقران یا احادیثو په رڼا کی راکړی مهربانی به مو وی. مننه
محمد نذیر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول دا چې :
د هغه غير مسلم سره چې حربي ( د يرغلګرو له ډلې او جنګي کفارو ) نه وي کار کول په دې شرط جايز دی چې هغه کار او دنده به ذاتاً او آثاراً جايز وي حرام به نه وي ، ذاتاً داسې چې په هغه کې به شرعي حرمت نه وي لکه د کفر او شرک اعمال ، شراب ، سود ، غلا ، ظلم ، غصب وغيره .
او اثاراً دا چې هغه کار به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي لکه : په ټولنه کې د فحشاء خورول ، د بې دينی خورول ، د منکراتو خورول ، کافرانو ته د مسلمانانو جاسوسې کول وغيره چې دا بيا اشد موالات بلل کيږي د ايمان د زوال سبب ګرځي . او بل دا چې دغه کار او دنده به د ده دين ته ضرر او زيان نه وي .
أن يكون العمل الذي سيقوم به الأجير المسلم لمصلحة الكافر، مباحاً ومشروعاً في ذاته، وفي آثاره.
فالمباح في ذاته، كبناء دار، أو قيادة مركبة في تسويق بضاعة مباحة، أو توريد خضروات أو بيع أسماك، ونحو ذلك، فهذا جائز.
بخلاف ما لو كان هذا العمل محرماً في ذاته، كتسويق المحرمات ونقل الخمور، ورعي الخنازير وتسويق لحومها، وتصميم الدعايات لها أو لغيرها من الأمور المحرمة، كالربا وبنوكه ومعاملاته، ونحو ذلك؛ لأنَّ العمل المحرم لا يجوز للمسلم القيام به أصلاً.
وقد نص الفقهاء على أن من يفعل ذلك من المسلمين يستحق التعزير بعقوبات منها: مصادرة ما يأخذه من الكافر من أجرة أو راتب.
وأما إباحته ومشروعيته في آثاره، فكتوريد السيارات ووسائل الاتصال المشروعة، وبناء المصانع في ديار أهل الإسلام، و الأعمال الإعلامية التي تخدم الإسلام وأهله، وترجمة المسلم الأمين الحاذق للمواقع الإسلامية، والكتب الشرعية، لبعض الجامعات والمراكز العلمية الجادة في ديار الكفر، ونحو ذلك، فهذا جائز ومشروع.
بخلاف ما لو كان في هذا العمل ضرر على الإسلام أو المسلمين؛ كالعمل الإعلامي الموجه ضد الإسلام وأهله، مراسلاً كان هذا الأجير المسلم أو محرراً أو منسقاً، أو فنياً ، و مثله وأشد: العمل التجسسي ضد المسلمين بجميع صوره وأشكاله.
وهذه الأمثلة الأخيرة من أخطر الأعمال أثراً؛ لأنَّها من أعظم صور موالاة أهل الكفر وتوليهم _والعياذ بالله_، فالجرم فيها أشد، وقد تقدح في إسلام المسلم فضلاً عن إيمانه.
دوهم دا چې :
د اسلامې شريعت عمومي حکم دی چې د ګناه او منکر په کار کې به مدد او تعاون مه کوئ
قوله تعالی : « وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ»[المائده :2]
نو په دې بنا د کفر او شرک په کار کې مدد کول مطلق حرام دي او څوک چې په دې کار خوښ وي نو دا په کفر د اقرار او رضايت معنی لري چې داسې کول د ايمان د پاره سخت خطرناک دي .
ذكرها ابن القيم لأن فيها إقراراً لما هم عليه من شعائر الكفر، ورضى به لهم ، وإن كان هو لا يرضى بهذا الكفر لنفسه ، لكن يحرم على المسلم أن يرضى بشعائر الكفر أو يهنّئ بها غيره ، لأن الله تعالى لا يرضى بذلك كما قال الله تعالى : { إن تكفروا فإن الله غني عنكم ولا يرضى لعباده الكفر وإن تشكروا يرضه لكم } وقال تعالى : { اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام ديناً } ، وتهنئتهم بذلك حرام سواء كانوا مشاركين للشخص في العمل أم لا .
دريم دا چې :
الله (جل جلاله ) چې پر مسلمانانو باندې د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صالحو مؤمنانو سره مينه او محبت واجب ګرځولی او د کفارو سره بعض او د هغوی څخه بيزارې پر مؤمنانو واجب کړی ده په دې خاطر ده چې هغوی د الله جل جلا له دوښمنان دي ځکه چې د کفر او شرک اعمال تر سره کوي تفصيل دلته وګورئ نو پر مسلمان باندې چې د الله تعالی د دوښمنانو سره بعض او نفرت واجب دی هغه د کفر ، شرک او منکراتو په وجه دی .
نو د مسلمان د پاره د کفر او شرک په اعمالو کې کومک کول هيڅ جواز نه لري .
و الله سبحانه و تعالی اعلم