خپلی نیکی هیلی او احترامات محترمو اسلامی لارښودکارکونکوته وړاندی کوم الله تعالی مو تل کامیابه او خوشحاله لره- امین
زما پوښتنه:
دیو مسلمان سړی لاس لاندی غیر مسلم (هندوان-سیکان )یا داس نور
کار(مزدوری) کوی آیا دمسلمان سړی دپاره دا پیسی حلالی دی او
حرامی. په درناوی
محمد عظيم – امارات متحده عربي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه کافران چې د مسلمانانو سره جنګ نه کوي غير حربي ، ذمي وغيره وي د هغوی سره معاملات لکه : بيع ، اجاره او مزدوري ګروي و غيره جايز دي .
لقوله سبحانه وتعالی : لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8)
( الله تعالی تاسې له دې کار نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړي چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي ، يقیاً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي ) .
د غير مسلم سره د معاملاتو د جواز د پاره فقهاء کرامو لاندې شرايط بيان کړي دي :
۱- نومړی کار به ذاتاً او آثاراً جايز وي حرام به نه وي ، ذاتاً داسې چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه شراب ، سود ، غلا ، ظلم ، غصب وغيره .
او اثاراً دا چې هغه کار به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي لکه : په ټولنه کې د فحشاء خورول ، د بې دينی خورول ، د منکراتو خورول به نه وي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې به د کفارو مرسته مدد نه وي .
۲- د غير مسلم سره د مسلمان مزدورې او کار کول به د ده دين ته ضرر نه وي مثلاً د لمانځه د قضا کيدو ، يا د جماعت د منع او یا داسې چې په منکراتو حکم ور ته کوي چې ږيره وخريه وغيره .
لنډه دا چې دا کار او مزدورې به د ده دين ته ضرر نه رسوي .دی به د خپل دين شعائر لوړ ساتي او د کافر په مذهبی شعائرو ، عقيدتي امور کې به بالکل کډون نه کوي .
۳- دا کار او مزدورې به ذلیل کسب نه وي لکه : کافر ته د ډوډۍ برابرول ، د دوازې خلاصول ، د هغوی د جامو او لوښو مينځل وغیره ځکه چې الله تعالی جل جلاله مسلمان ته پر کافر باندې عزت ورکړی دی نو فقهاؤ دا ډول ذليل کسبونه مکروه بللی دي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم