ابن سحاق لیکي د نبي صلی الله علیه وسلم هغه ګاونډیان چې نبي صلی الله علیه وسلم به یې د کور په منځ کې ځوراوه عبارت وو له: ابولهب،حکم بن ابي العاص بن امیه، عقبة بن ابي معیت، عدي بن حمراء او ابن الاصداء الهذلي.
په دوي کې بې له حکم بن ابي العاص څخه بل یو هم مسلمان نه شو، دوي به د څاروي پېروان يا لری هغه وخت په رسول الله صلی الله علیه وسلم اچاوه چې هغه مبارک به لمونځ کاوه، او چې کله به د نبي صلی الله علیه وسلم دیګ او کټوه بارشوه نو پرېوان به یې د پاخه دیګ په منځ کې وا چاوه نبي صلی الله علیه وسلم به د دوي غورځول شوي پرېوان دلرګي په سرکې ونیو او خپله دروازه کې به یې غږ کړ چې:
اي د عبد مناف بچیانو! ګاونډیتوب همداسې وي لکه تاسې یې چې کوي؟ بیا به یې پیروان لرې و غورځاوه.
بخاري شریف له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روایت کوي : یوه ورځ چې نبي صلی الله علیه وسلم په لمانځه ولاړوو ابوجهل او انډیوالان یې هلته ناست وو چې یوه وویل: څوک به د فلاني کلي د اوښ لري راوړي او چې محمد صلی الله علیه وسلم کله په سجده پریوزي د اوږو په منځ کې یې ورته واچوي ؟ عقبة بن ابي معیط پورته او د اوښ لري یې راوړ نبي صلی الله علیه وسلم چې کله سجدې ته ورسید نو او د اوښ لري یې په نبي صلی الله علیه وسلم د پاسه واچاوه ،ابن مسعود رضي الله عنه وایې چې ما دا صحنه لیده خو په توان کې مې څه نه وو چې د نبي صلی الله علیه وسلم ملاتړ وکړم کافرانو له خوښۍ خندل او له خندا به یو پر بل پریوتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه په سجده پرو ت وو تر څو یې مبارکه لور فاطمة الزهراء راغله ناپاکي یې د نبي صلی الله علیه وسلم له شا لرې کړه نبي صلی الله علیه وسلم سر را پورته کړ او دزړه له تاوه یې دري ځلې وویل: اي الله جل جلا له قریش ونیسه ، ناستو قریشو ته خورا سخته وبریښیده، ځکه دوي پوهیدل چې په مکه کې ښیرا او بد آزاري هرومرو قبلیږي، بیا نبي صلی الله علیه وسلم دهریوه نوم واخیست او ویې ویل: اي الله جل جلا له ابوجهل هلاک کړه ،عتبه بن ربیعه، شیبة بن ربیعه ، ولیدبن مغیرة، امیة بن خلف او عقبة بن ابي معیط هلاک کړه د اووم نوم یې هم واخیست خو زما له یاده ووت چې څوک وو.
سوګند په هغه الله جل جلا له چې د ابن مسعود ژوند یې په لاس کې دي ما ټول هغه کسان چې نبي صلی الله علیه وسلم ورته په نوم ښیرا کړې وې د بدر په ورځ په بد حال مړه ولیدل.
امیة بن خلف به همیشه مخ په مخ او یا غیاب کې نبي صلی الله علیه وسلم ته سپکې سپورې ویلې چې الله جل جلا له دا ایاتونه نازل کړل: (وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ 1 ) ژباړه: هغه څوک دهلاک شي چې مخ په مخ او یا په غیاب کې رسول ته سپکې سپورې وایې.
د امیة ورور ابۍ بن خلف او عقبة بن ابي معیط نژدې ملګري وو یوه ورځ دا چې عقبة د نبي صلی الله علیه وسلم خبرو ته غوږ نیولي وو کله چې ابئ بن خلف خبر شو هغه یې وراټه او ورته ویې ویل چې باید د نبي صلی الله علیه وسلم په مخ لاړې ور تف کړې عقبة د خپل دوست په خاطر دا بد کار وکړ.
اخنس بن شریق به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خورا زیاتې ستونزې رسولې قرآنکریم د ده نهه ناخوښه کړنې داسې په ګوته کوي: (وَلاَ تُطِعْ كُلَّ حَلاَّفٍ مَّهِينٍ 10 هَمَّازٍ مَّشَّاء بِنَمِيمٍ 11 مَنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ 12 عُتُلٍّ بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ 13 ) القلم ۱۰ -۱۳
ژباړه:دهر پریوتي قسم خور خبره مه منه ،چې سپکې سپورې وایې ، دخلکو په منځ کې خبرې وړي راوړي ، د نیکیو مخه نیسي ، خورا زیات ظالم ، په ګناهونو کې ډوب ، بې وفا او د دې ټولو له پاسه بې اصله او بې نسبه (حرامي) دی.
کله کله به ابوجهل هم د نبي صلی الله علیه وسلم د ناستې ځاي ته ورتلو قرآنکریم به یې اوریده او بیا به د سر غړونې په حال کې بیرته پاڅیده، نه به يې ایمان راوړ او نه به ویره ورسره پیدا کیده په خپلو کړنو به خوشحاله او په خپلو هڅو به یې ځان لوړ ښوده ګواکې چې ډیر لوي کار یې کړي دي د ده په هکله قرآنکریم فرمایې:
(فَلاَ صَدَّقَ وَلاَ صَلَّى 31 وَلَكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّى 32 ثُمَّ ذَهَبَ إِلَى أَهْلِهِ يَتَمَطَّى 33 أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى 34 ثُمَّ أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى 35) القیامة ۳۱ –۳۵
ژباړه:نه یې رښتیا ومنل او نه یې لمونځ وکړ ( دحق پیغام یې) درواغ وګاڼه او بې پروایې یې وکړه، بیا یې له ضد څخه ډک د کور خلکو ته ورغي ( او ځان ته یې وویل او یا د کورنۍ غړو ورته وویل دا وړ دریځ دې غوره او تاسې سره همدا ډول ښایې ، هو! همدا دریځ دې غوره او تاسې سره همدا ښایې.
ابوجهل له هغې ورځې څخه چې نبي صلی الله علیه وسلم یې یوه ورځ په حرم شریف کې په لمانځه ولید له لمانځه یې منعه کاوه ،یوه ورځ چې نبي صلی الله علیه وسلم د مقام ابراهیم سره په لمانځه ولاړ وو د ابوجهل پرې سترګې ولګیدې او ورته ویې ویل :
محمده! ما ته له دې کار څخه نه وې منع کړي؟ پام چې بیا دې په دې کار ونه وینم.
نبي صلی الله علیه وسلم هم نیغ ځواب ورکړ او ویې راټه .
ابوجهل وویل: محمده ته مې له څه څخه ډاروې سوګند په الله چې د مکې له ټولو خلکو څخه زما ملاتړ ډیر دی، الله جل جلا له یې ځواب نازل کړ: (فَلْيَدْعُ نَادِيَه 17 سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ 18) علق ۱۷ -۱۸
ژباړه: ژر دي خپل ملاتړ را وغواړي مونږ به هم د عذاب ملائکې را وغواړو.
وایې چې نبي صلی الله علیه وسلم ابوجهل له چنغړک څخه ونیو ټکان یې ورکړ او په تهدیدي لهجه یې ورته وویل: (اولی لک فاولی ثم اولی لک فاولی) همدا له تا سره مناسبه ردیځ دي هو! همدا ستا سره مناسب دریځ دي.
د الله جل جلا له دښمن یې په ځواب کې وویل: اې محمده ! سوګند په الله چې ته او ستا الله زما هیڅ نه شي کولای زه د مکې له ټولو اوسیدونکو غوره او با حیثیته سړي یم.
ابوجهل له دغو ویښوونکو خوځولو سره سره له خپلې ناپوهۍ څخه لاس وانه خیست بلکې نور هم بدبخته او وحشي شو.
یوه ورځ هغه وخت چې نبي صلی الله علیه وسلم په لمانځه ولاړ وو هڅه یې وکړه چې نبي صلی الله علیه وسلم له څټ څخه ونیسي ،ناببره خلکو ولید چې ابوجهل د دې پر ځاي چې وړاندې پل واخلي مخ په شا غورځیږي او دواړه لاسونه پر ځمکه تکیه کوي، خلکو وویل ابوالحکمه په تا څه وشول؟
ابوجهل وویل: زما او محمد ترمینځ د اور لویه کنده ده چې هرې خوا ته یې ډاروونکې لمبې پورته کیږي.
نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ما ته نژدې راغلي وي نو ملائکو به اندام اندام کړي واي.
پورته لیکنې د هغو تیریو او کړاوونو یوه برخه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به رسول کیده سره له دې چې هغه مبارک دځانګړي شخصیت خاوند ، عامو او خاصو خلکو ورته په لوړه سترګه کتل او د دې له پاسه د مکې د غوره او لوي مشر ابوطالب ملاتړ هم ورسره وو، عام مسلمانان په ځانګړي ډول بې وسې مسلمانان له خورا خطرناکو ډاروونکو او ترخو پیښو سره لاس او ګریوان وو .
د هغه ظلم او کړاوونو يو برخه چې د کفارو لخوا به صحابه کرامو رضی الله عنهم ته رسيدل :
عثمان بن عفان به د خپل تره په واسطه د خرما له پاڼو جوړ شوي پوزي کې را ونغښتل شو او بیا به لوږن اور ورته بل شو.
د مصعب بن عمیر مور چې د ځوي له اسلام را وړلو خبره شوه نو په دې نازولي او نعمتونو کې را لوي شوي زوي باندې یې خوراک بند او له کوره یې وشاړه چې بالاخره یې د ستونزو له کبله بدن د مار په شان پوستکي وغورځول .
حضرت بلال رضی الله عنه د امیة بن خلف غلام وو امیة به د بلال په غاړه کې پړي وا چاوه او کوچنیانو ته به یې په لاس ورکړ او د مکې په غرونو کې به یې تر هغه ګرځاوه چې پړي به یې په غاړه کې ننوت، امیة به په خپله هم کلک وتاړه او په دواړو لاسو به یې همسا ورته ونیوه، په تیز او ګرم لمر کې به یې کیناوه اوبه او خوراک به یې پرې بند کړل ،تر ټولو سخت عذاب یې دا وو چې په ټکنده غرمه کې به یې د مکې په شګلنه ځمکه کې تړلي وغورځاوه او لویه ډبره به یې په سینه ورته کیښوده او ورته ویل به یې چې ترهغه به دې دا حال وي چې یا مړ شې او یا په محمد صلی الله علیه وسلم باندې کافرشې او دلات او عزی غلامي ومنې.
حبشي بلال د دې ټولو ستونزو په مینځ کې د احد احد په چیغو سره خپل انکار اعلاناوه ، دا هر ورځني عذاب وو چې یوه ورځ ابوبکر صدیق رضی الله عنه په همدې ډول ولید د هغه قیمت یې ادا کړ او آزاد یې کړ.
عمار بن یاسر رضي الله عنه د بني مخزوم غلام وو، پلار او مور یې ټول مسلمانان شول، مشرکانو به د ابوجهل په مشرۍ دوي د مکې ګرمو شګو ته په ټکنده غرمه کې ویستل او په ګرمیو به سوزول.
یوه ورځ دوي ته عذاب ورکول کیده رسول الله صلي الله علیه وسلم یې له څنګه تیریده نو ورته ویې فرمایل: اي د یاسر کورنۍ صبر وکړي لوي الله جل جلا له یې په بدل کې جنت درکوي ،ظالم ابوجهل د عمار مور (بي بي سمیة) په شرمګاه کې په تيغ يا توره ووهله او شهیده یې کړه ، د اسلام په لاره کې دا لومړۍ شهیده ده ،یاسر صاحب هم د عذاب په مینځ کې شهید شو او په عمار رضي الله عنه باندې د عذابونو او ستونزو لړۍ دوامداره وه ، کله به یې په سرو شګو څملاوه ، کله به یې لویه ډبره په سینه ورته کیښوده او کله به یې هم په اوبو کې ډوب کړ او ورته به يې ویل ترهغه به دې پرې نږدو ترڅو محمد ته بد ونه وایې او یا د لات او عزی ستاینه ونه کړې چې بالاخره یې په ناخوښۍ سره د دوي خبره ومنله ، خو په ژړا د پښیمانتیا لپاره نبي صلي الله علیه وسلم ته ورغي او الله جل جلا له لاندې ایت نازل کړ: (مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ) النحل ۱۰۶
ژباړه :څوک چې په الله جل جلا له پس له ایمان څخه کافرشي (سخت عذاب به ورکړل شي) خو ( هغه معاف دي) چې کفر ته مجبور او زړه یې د اسلام په نور روښانه وي.
ابو فکیهه چې اصلي نوم یې افلح د بني عبداالدار غلام وه ، بادارانو به یې په پښه کې پړي ورته واچاوه او په ځمکه به یې کش کاوه.
خباب بن الارت د ام انمار بنت سباع الخزاعیة نومې ښځې غلام وو مشرکانو خورا ناوړه مختلف ډوله عذاب ورکاوه ، کله به یې د سر ویښتان په زور ترې وښکل، اورمیږ به یې په خورا زور پرې تاواوو او څو ځله یې په ګرمو سکروټو غورځولي او د پاسه یې پرې غټه ډبره ایښې وه چې پورته نه شي.
د بني مؤمل یوه وینځه هم مسلمانه شوه ، عمربن الخطاب چې لاتر اوسه مسلمان شوي نه وه تر هغه به یې وهله ترڅو ستړي او بیا به يې پریښوده او ویل به یې چې ستړي شوم ځکه مې پریښودې که نه مهربان شوي نه یم.
ابوبکرصدیق رضي الله عنه بیا دا وینځه هم د بلال او نورو غلامانو په شان وخیسته او آزاده یې کړه .
د مشرکانو له لوري یو ډول د عذاب دا هم وه چې ځینې صحابه به یې د اوښ او یا غوایې په خام پوستکي کې تاو کړل او ګرم لمر ته به یې واچول ، او ځینې نورو ته به یې په لوڅ بدن د اوسپنې کالي ورواغوستل او په ګرمو ډبرو به یې وروغورځول.
د عذاب کړو شوو لست خورا اوږد او دردناک دي ځکه کافران به چې دهر چا له اسلام راوړلو څخه خبر شول نو په ربړولو به یې لاس پورې کاوه.