د نېکمرغه مېلاد شريف په مناسبت د علماو د مباحثو او تقاريرو لنډيز!

ليکنه: مطيع الله هدايت.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نېکمرغه مېلاد شريف په اړه چې د علماو تقريرونه او بحثونه مطالعه کړل شي نو لاندې نتائج به په لاس را شي:

۱- كه چېرته د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د نېکمرغه مېلاد شريف، مولود شريف ياسيرت النبى غونډو كې لاندې ذكرشوي منكرات، بدعات او دې ته ورته نور موارد تر سره نه شي بيا جائز او د ثواب كار دی، د خير او برکت  سبب کيږي.

 ۲- که چېرته مېلاد شريف لازم ونه ګڼل شي بيا جائز او د ثواب كار دی، د خيرت او برکت  سبب کيږي.

۳- د مېلاد شريف لپاره ورځ تعين نه شي بيا جائز او د ثواب كار دی، د خير او برکت  سبب کيږي.

۴-  د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دحاضراو ناظر عقيده ونه لرل شي نو د ثواب او برکت سبب کيږي.

 ۵- د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  د تشريف راوړلوعقيده ونه لرل شي نو د خير او برکت سبب کيږي.

۶ –  اسراف اوتبذير پكې تر سره نه شي، رقص او سرود پكې رامنځ ته نه شي  نو دخير او برکت سبب کيږي.

 ۷- په ياد مجلس کې موضوعي روايات (دروغجن احاديث) اوضعيفې خبرې ونه شي  نو د خير او برکت سبب کېږي.

۸. په ځانګړي ډول درباري ملايان پكې د باطل نظام صفت ونه کړي نو د خير او برکت سبب کيږي.

تاسو به ليدلي وي چې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د نېکمرغه ميلاد په مجالسو کې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  د سيرت په ځاى ځينې درباري ملايان د خپل ظالم مشر صفتونه كوي  نو پوه شه چې:

په داسې مېلاد شريف کې په مسلمانانو د انوارو په ځای عذابونه را وريږي.

داسې مېلاد شريف د خير او برکت سبب نه بلکې دعذاب سبب کيږي.

 او د داسې مېلاد شريف لمانځل بدعت، لويه ګناه  او حرام کار دی.

د لازياتو معلوماتو لپاره د شيخ الحديث محمد ګل وهاج روداتي صيب اصلاحي پيغامونو کتاب وګوری.

نوټ: ځينې خلک په ميلاد باندې ردکوي او د  ديوبند علماو په کتابونو دليل نيسي، چې هغوی مېلاد النبي حرام ګڼي په داسې حال کې چې دديوبند علمای کرام  په هغه مېلاد شريف رد کوي چې په هند او پنجاب کې يې بريلويان، پيران او نورې باطلې ډلې لمانځي او په هغو مجالسو کې  له پورتنيو ۸ مواردو غير نور بيکاره رسومات او اعمال رامنځ ته کېږي.

په افغانستان کې چې کوم ميلاد لمانځل کېږي په هغه کې پورتني ۸ موارد په نظر  کې نيول کېږي او که پورته ۸ موارد په نظر کې ونه نيول شي او د هغې خلاف نور بدعات پکې رامنځ ته کېږي بيا نو هغه مېلاد مردود او بدعت دی د خير او ثواب سبب نه بلکې دعذاب سبب کيږي.

***************************************************************

له علماو غوښتنه:

 له هغه علماو غوښتنه چې دمسلمانانو ترمنځ د اختلاف اور بلوي:

 د مسلمانانو د اختلاف سبب مه جوړيږي په هېوادكې كفر ته ښكاره دعوت روان دى.

په هرښار اوكلې كې يهوديت، عيسويت، شيعيت مركزونه جوړ دى، د زنا، غلا، لواطت، رقاصۍ، فحاشۍ ستارې جوړې دي د هغې مخ نيوی وكړئ متفق شى او د دين په مناسبت هرمجلس ته ورشئ دكفر، الحاد، ګمراهيو، دغربي استعمار مخه ونيسي او د غربيانو په لاس جوړشوو راديوګانو او تلويزيون د لارې مسلمانان په فتنه كې مه غورځوی په افغانانو رحم وکړی افغانان د ورور ولۍ او دوستی لپاره و هڅوی.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.