د نړۍ تر ټولو ګڼ‌‌نفوسه کورنۍ؛ د ۱۰۲ اولادونو پلار

شاید تاسو هم لیدلي یا اورېدلي وي چې داسې کورنۍ شته چې ګڼ ماشومان لري، او د هغوی شمېر له ۱۰ یا ۱۵ څخه ډېر وي. خو آیا اټکل کولای شئ چې د نړۍ تر ټولو د ډېرو ماشومانو درلودونکې کورنۍ څو غړي لري؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید د افریقا هیواد یوګنډا ته لاړ شو، چیرې چې یو ۶۸ کلن سړی، چې موسی نومیږي، د ۱۰۲ اولادونو پلار دی. دغه سړی د ۱۹۷۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ له خپلو ۱۲ میرمنو څخه دومره ماشومان پیدا کړي دي. د ده د اولادونو عمرونه اوس د ۱۱ او ۵۳ کلونو ترمنځ دي.

دا سړی، چې ۵۷۸ لمسیان هم لري، له مالي ستونزو سره مخامخ دی.

په ګڼ‌اولاده کورنیو کې یو بل د پام وړ ریکارډ په یوې روسۍ ښځې پورې اړه لري چې په اتلسمه پېړۍ کې د ۶۹ ماشومانو مور شوه. د دې ښځې ډېری ماشومان دوه‌ګوني، درې‌ګوني یا څلورګوني وو. دې ښځې، چې ۸۰ کاله یې ژوند وکړ، په ټولیز ډول د خپل ژوند ۱۸ کاله د حمل یا په نس کې د ماشوم لرلو په حالت کې تېر کړل. د دې ښځې میړه له هغې څخه له طلاق وروسته بیا واده وکړ او نور ۱۸ ماشومان یې وزېږول.

نن سبا په فرانسه کې تر ټولو ګڼ‌اولاده کورنۍ ۱۳ ماشومان لري. د هسپانیا تر ټولو ګڼ‌اولاده کورنۍ بیا ۱۸ ماشومان لري. په ګورجستان کې یوه ځوانه مور شته چې د ۲۳ کلونو په عمر کې ۲۱ ماشومان لري. دغه ځوانه ښځه او د هغې میړه هیله لري چې د ۱۰۰ ماشومانو ریکارډ ته ورسیږي. البته دوی د ګڼ‌اولاده کورنیو په پرتله د ریکارډ جوړولو لپاره یو څه تقلب کړی، ځکه دغه ۲۳ کلنه ښځه ځینې ماشومان د اجاره‌رحم له لارې پیدا کړي دي.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟