د نړيوالتوب اعجاز

د قرآنکريم د اعجازو څخه يو دا اعجاز او خاصوالی دی چې د هر عصر او زمان کتاب دی بلکي د محدود وخت لپاره نه دی نازل شوی بلکي دا کتاب د ټولو آسماني کتابونو او رسولانو خاتم دی ، د قرآن د نزول وروسته بل کتاب او پيغمبر نه راځي د قيامت تر ورځې پورې د ټولو راتلونکو نسلونو لپاره همدا کتاب دی، الله سبحانه وتعالی د هغه د ساتنې ذمانت کړی دی: إنّا نحن نزلنا الذّكر وإنّا لهُ لحافظون (الحجر ۹).

ژباړه :يقيناً چې ذکر (قرآن) مونږ نازل کړی او مونږ به يې ساتو.

او فرمايي (لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيد ٍ) (فصلت/ ۴۱و۴۲).

ژباړه: نه ورته د مخ له لوري باطل ورتلای شي او نه د شا له لوري، دا د حکيم او ستايلي شوي ذات راليږلی کتاب دی.

قرآن د خاص عصر زمان لپاره نه بلکې د قيامت تر ورځې د هر عصر زمان او مکان د نسلونو د لارښوونې يوازنی الهي کتاب دی.

څلورم- د نړيوالتوب اعجاز :

قرآنکريم نړيوال کتاب دی او د ټولې نړۍ لپاره نازل شوی دی قرآن د شريعت په ټولو اړخونو کې لکه: عقائد، عبادات، معاملات، اخلاق، کورنۍ، ټولنه او دولت کې د ټول عالم او ټولې نړۍ لپاره يو شان پيغام لري د يو قوم، يوې ډلې او يو هيواد لپاره خاص نه دی بلکي د ټول عالم لپاره د لارښووني او پند کتاب دی.

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ] (البقره ۱۸۵).

ژباړه: (د روژې مياشت هغه (مياشت) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی، چې د خلکو د پاره هدايت دی.

[إنْ هو إلاّ ذكرٌ للعالمين] (التّكوير،۲۷)

ژباړه: قرآن پرته له دې چې د ټولو نړيوالو لپاره پند دی بل څه نه دی.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟