د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟

سلام زما پوښتنه دا ده  چی د نیکټایی اچول حرام دی او که څنګه که پدی هکله ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړی په درنښت – حکيم الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نيکټايې په اړه د نړې د معاصرو فقهاؤ راجح قول دا دی چې د نيکتايي اچول د مسلمان د پاره جايز نه دي ځکه نيکټايي د کافرانو خاص نښان او لباس دی او خاص کافرانو ته مخصوص دی  ، مسلمان بايد د کافر هم مثله ځان جوړ نه کړي بلکې د کافر سره په صورت او سيرت کې فرق ولري .

نيکټايي اصلاً د کفارو خاص لباس او نښان ؤ چې وروسته په ضعيفو مسلمانانو کې رواج شو ، له بده مرغه په ننی عصر کې په مسلمانانو کې د کفارو تقليد مخ پر زياتيدو دی کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟  -البخاري!»

ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

موقع اسلام السوال و جواب لیکی :  نيکټايي  د کفارو خاص لباس او خصلت دی مسلمان  به د کفارو داسې لباس نه اغوندې چې هغه د کفارو خاص خلصت وي ، مسلمان به تر خپله وسه د هغه له اغوستلو ځان ساتي خو فرضاً که هغه ته مجبور شو نو بيا باک نه لري  ان شآء الله  )اسلام سوال وجواب ( .

الشبکة اسلامية : ليکي : په غرب کې اصلاً نيکټايي اغوستل  يو رمز دی د ميړه  اطاعت له خپلې ښځې څخه او دا لباس کافرانو ته خاص دی او ددې لباس اغوستل د کفارو سره په مشابهت يا تشبه کې دا خليږي کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي ) و من تشبه بقوم فهو منهم ( رواه  احمد و ابوداود . ) الشبکة اسلامية ( .

مسلمانانو ته مو دا پيغام دی :چې د مسلمان د پاره  مناسبه نه دی چې په اسلام باور ولري او بيا په غاړه کې د کفارو نښان واچوي .

ځنو خصوصي مکاتبو ته مو دا پيغام دی چې زمونږ معصومو اطفالو او ماشومانو ته د کفر نښان په غاړه کې مه وراچوﺉ او هغوی په دې ناولي لباس مه بدرنګوي

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.