د نوکانو خوړل؛ یو ناوړه عادت چې روغتیا ته زیان رسوي

د نوکانو خوړل د پوهانو په وینا یو ناسم عادت ګڼل کیږي چې هم نوکانو ته زیان رسوي هم غاښونو ته او هم یې له کبله بدن ته باکتریاوې داخلیږي، پوهان ددې عادت نه د خلاصون لپاره ځانګړې مشورې ورکوي.
په نړۍ کې شاوخوا ۳۰سلنه خلک د نوکانو خوړلو په عادت اخته دي، په دغه عادت هغه کسان ډیر اخته کیږي چې تر فشار لاندې وي، خپګان پرې غالب وي او یا هم د کمترۍ احساس کوي، په دې سره د نوکانو جوړښت خرابیږي او د انفیکشن ګواښ ورسره زیاتیږي.
پوهان وایي چې د نوکانو تر شا ګڼ شمېر باکتریاوې شتون لري، که څوک د نوکانو خوړلو عادت لري باید ژر تر ژره دې له دې څخه ځان وژغوري ځکه چې دا پر روغتیا ژور اغیز لري.
د نوکانو خوړلو عادت سره انسان کې د زکام او ټوخي امکان زیاتیږي او د بدن دفاعي قوت اغیزمن کیږي چې له کبله یې بدن د باکتریاو پر وړاندې مقاومت نشي کولای.
د غاښونو عمومي اکادمۍ د وینا سره سم د نوکانو عادت نه دا چې غاښونه او ورۍ ته زیان رسوي بلکې په دې سره د هاضمې سیستم هم اغیزمن کیږي.
دغه عادت لرونکو کسانو کې د ګوتو انفیکشن ګواښ هم زیاتیږي ځکه چې په غاښونو او نوکانو کې شته باکتریاوې مستقیما خیټې ته کوزیږي چې د معدې، خیټې درد او داسې نورې ناروغیو رامنځته کېدلو لامل ګرځي.
د روغتیا پوهانو په وینا ددې عادت څخه د خلاصون لپاره له بېلا بېلو لارو کار واخلئ، لومړۍ بشپړ عزم وکړئ، له ملګري نه مرسته وغواړئ، په مبایل د شیبې په شیبې یاداښت ولګوئ، همیشه نوکان کوچني وساتئ او ژاولې وژویئ، په دې سره به ددغې ناوړه عادت څخه وژغورل شئ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.