که چیرې مور اوپلار پخپل اولاد باندې بد نوم کیږدي په کومو شرایطو کې اولاد ته روا ده چې په خپل ځان باندې ښه او غوره نوم کیږدي البته په اسلامي شرایطو کې او تخلص داسلام له نظره څنګه ده یعنې روا ده او که نه؟
مننه – خاليد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
نوم بدلول او دهغې پر ځای بل ښه نوم ايښودل جايز دي نبی کريم صلی الله عليه وسلم د څو صحابه کرامو نومونه بدل کړل او ښه نومونه يې ايښودی .
وکان رسول الله صلی الله عليه وسلم يغير الاسم القبيح الی الحسن جاء رجل يسمی احرم فسماه زرعة وجاء اخر اسمه المضطجع فسماه المنبعث وکانت لعمر بنت تسمی عاصية فیسماها جميلة (،کفايت المفتي، ردالمختار ۴۱۸/۶ ) .
د داسې نومونو ايښودل جواز نه لري چې هغه شرکي معنی ولري لکه عبدالنبي عبدالرسول ،عبد محمد ، نبی بخش ،حسن بخش او نور داسې نومونه چې د کافرانو او مشرکانو وي د هغه ايښودل حرام دي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم