د نوروز تعریف، تاریخ او لمانځل یې د اسلام له نظره!

نوراحمد شاکر

دا چې لله الحمد موږ مسلمانان یو او په یوه سوچه اسلامي ټولنه کې مو زیږنده شوي، لوی شوي یو او اوسو؛ نو خامخایي ده چې د اسلام قوانین پر ځان لازم وګرځوو، قران، سنت او د حقاني علماوؤ اقوال د لارې مشال جوړ کړو او د دوی په پیروي کې د ژوند چارې ترسره کړو.

زموږ لپاره بایده دي چې د اسلام اوصولو ته غاړه کیدو اعراض ترې ونه کړو، د کوم څه کولو یې چې ویلي، وه یې کړو او له کوم څه چې یې منعه کړي یو ځان ترې وساتو.

اوس راځو دې خبرې ته چې ایا د نوروز ورځ لمانځلو ته اسلام اجازه ورکوي او کنه؟

خو مخکې له دې چې د نوروز په حلت او حرمت وغږیږو، د نوروز په تعریف او تاریخ لږه رڼا اچوو.

د نوروز تعریف:
نوروز د فارسي کلمه ده چې د نوی ورځې په معنا دی ځکه الطحاوی علی مراقي الفلاح لیکي: و اصله نوروز و معناه الیوم الجدید، فنو بمعنی الجدید و روز بمعنی الیوم. [الطحاوی علی مراقي الفلاح جـ ۱ صـ ۴۲۶] ژباړه: دنوروز اصل نوروز دی د نوي ورځ په معنا دی يعني داچي “نو” د نوي په معنا دی او “روز” دورځي په معنا دی.
د ځينو مؤرخينو له انده نوموړي كلمه د نوبهار څخه را اوښتي ده، يعنې په لومړيو كي نوبهار وو د وخت په تیریدو سره په نوروز باندې بدل شو.

نوبهار:
دغه لفظ په لومړيو کې د هغه اتشكدې نوم وو، چي د زردشت او ذوالقرنين تر مړينې وروسته (۵۸۳) كاله تر ميلاد وړاندې په بلخ کې جوړه شوه او په نوبهار باندې ونومول شوه، بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځې لپار نوم كېښودل شو، چې دوى به د دغه اتشكدې د پيل د ورځي د درنښت په موخه لمانځله، د اور عبادت به يې پكې كاوه او اختر به يې ورته وايه.
يا په بل عبارت دوى دغه ورځې ته پدې موخه ارزښت وركاوه او لمانځله يې چي د اور د عبادت لومړۍ ورځ وه.

د نوروز تاريخ:
د نوروز د تاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي: نوروز د اور عبادت كونكو او مجوسيانو ۴۸۳ كاله تر ميلاد وړاندې پيل كړي چې هر كال به په اذربايجان، ايران اوبلخ کې د اور د عبادت كونكو لخوا لمانځل کیده. [الملل والنحل جـ ۱ صـ ۲۳۸]

خو کله چې ۲۶۰ كاله تر ميلاد وړاندې د هندوستان يو بودايي پاچا امپراطور اشوک پر افغانستان باندې يرغل وكړ او تر خپل ګورت لاندې يې راوست؛ نو نوبهار اتشكده يې بنده كړه او متوليان يې ووژل.

بيا نوموړي پاچا په لسګونو لوى او كوچني بتان په دغه اتشكده كې ودرول چي تر (۶۵۲ ـ م) پورې چي د (۳۲هـ) سره سمون خوري همداسې د بودايانو عبادت ځاى و.

كه څه هم اشوک پاچا دغه اتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيانو د پاچا څخه په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو او پټو اتشكدو كې لمانځله او د اختر خوشالي به يې كوله.

خو كله چي په (۳۲ هـ ) كال کې په بلخ کې د اسلام سپېڅلى دين وځلېد، يعنې د حضرت عثمان (رض)  په خلافت کې د احنف بن قيس تميمي (رض)  په لاس باندې بلخ فتحه شو او د اسلام پياوړى مركز يې ترې جوړ كړ؛ نو نوموړي بت خانه يې خپله په هغه مسلمان شوو بودايانو ماته كړه چې  نوي د اسلام د مبين دين په خوند پوه شوي وه، د اسلام د دغه ځلا سره په حق پوهیدونكي افغاني ملت ټولو باطلو دينونو ته په رښتياني ډول سره شا وروه ګرځوله او د اسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه، د نوروز ټولې لمانځنې يې تر شا كړې، بلکې كومې ورځې چې اسلام سپېڅلي ورته ښودلي وې هم هغه يې لمانځلې ان تردې چې د (۳۲هـ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پورې په ټول افغانستان کې د نوروز ورځ نه چا پیژندله او نه يې لمانځه. [الملل والنحل جـ ۱ صـ ۲۳۸]

خو كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي داهل تشيعو نوموتي متعصب معزالدولة ديلمي واک ته ورسېد، يو خو يې د حسن او حسين د مياشتې لسمه يعنې د حسنينو د شهادت په ورځ د تورو كالو اغوستل، د بازار بندیدل او د مارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل، چې په اړه یې تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي لیلکي چي: ديلمي خطيبانو ته امر وكړ، چې پر معاوية، حضرت ابوبكر الصدیق (رض)، حضرت عمر (رض)  او حضرت عثمان(رض) باندې په خطبه کې لعنت ووايي (العياذبالله) او بل يې د اكار وكړ چې يوه ودانۍ يې دعراق په نجف ښار کې د حضرت علي(رض)  د مزار په نامه او يوه ودانۍ يې په بلخ كي دده مبارک د زيارت په نامه جوړه كړه؛ خو دا تشه موهومي ودانۍ ده، يعنې دا چې نه دلته د علي(رض)  مزار شته او نه د بل چا مړى دلته دفن دی، دا يوازې قبر ته ورته خالي قبر ودان دی نور هيڅ دلته نشته.

همدا ډول نوموړي متعصب واكمن يو بل كار دا وكړ چې د نوبهار ورځ يې په نوروز بدله كړه او د دغه ورځې لمانځل يې بيا را ژوندي كړل، په زيارت کې يې د جنډې پورته كیدل دود كړل او دا خبره يې مشهوره كړله چې که كوم ړوند سړى په دغه مراسمو کې ګډون وكړي؛ نو بنا به شي؛ خو بالاخرة د دغې ورځې لمانځنه عامه شوه او په ټولو حكومتونو كې پر خپل ځاى پاتې شوه ان تر دې چي د افغانستان د ملي ورځو څخه وګرځول شوه.

خو کله چې طالبان د ګران افغانستان په خاروه واکمن شول؛  نو د طالبانو د واكمنۍ پر مهال پر دې ورځ بانديز ولګیده او منعه اعلان شوه؛ خو كله چې د طالبانو حكومت سقوط وكړ؛ نو دکابل د نوي ادارې په را منځته كیدو سره د نوروز ورځ بيا خورا عامه شوه او تر ننه ډيرى خلکو لمانځله.

د اسلام له نظره یې لمانځل:

د اسلام له نظره نورزو لمانځل قطعا حرام دي.

كوم وخت چې د اسلام سپیڅلى دين وځلید؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسې دوې ورځې وليدې چي يوه د نوروز په نامه وه او بله د مهرجان په نامه وه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه ورځو د لمانځلو څخه خلک منعه كړه او دوى ته يې وفرمايل: الله (ج) د دغه ورځو په بدل کې تاسو ته تر دغه غوره ورځې دركړي، چې يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د كوچني اختر ورځ ده، ځکه په يوه حديث کې راځي: عن انس(رض)  قال: قدم رسول الله(ص) المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال: ما هذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر . [رواه ابوداؤد کذا في المشکوة جـ ١صـ ١٢٦] ژباړه : انس رض فرمايي: رسول الله (ص) چې مدينې ته تشريف راوړ د مدينې خلكو په دوو ورځو کې خوشالۍ کولې، رسول الله (ص) ورته وفرمايل: دا کومې دوې ورځې دي؟ دوى ورته وويل: موږ د جاهليت (کفر) په وخت کې په دغه ورځو کې خوشالۍ کولې رسول الله ورته وفرمايل: الله (ج) دغه ورځې په دوو داسې ورځو سره دربدلې کړي چې تر دغه ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د کوچني اختر ورځ ده.

دپورتني حديث په تشريح کي اشعة اللمعات ليکي: دغه ورځې چې د مدينې خلكو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه او بله د مهرجان ورځ وه. [اشعة اللمعات علی المشکوة جـ ١ صـ ٦٤٣]

همدا ډول ملا علي قاري (رح) د دغه دوو ورځو په تعين کې فرمايي: وهما يوم النيروز والمهرجان .[مرقاة جـ ٣ صـ ٥٤٣] ژباړه: هغه دوې ورځې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړي دي يوه د نوروز ورځ ده او بله د مهرجان ورځ ده.

نوروز لمانځل نه يوازې دا چې په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکې دټولو اهل السنة والجماعة د علماوو پرې اتفاق دی چي د دغه ورځې لمانځل د کفارو دود دی او د کفارو دود را ژوندي كول ناجائز او حرام دي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟