د نفاس د مودې مخکې د وينې وچه والی او درملو کارول

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

زما پوښتنه داده که دښځي دنفاس موده نه وي پوره ددي مريضي جوړه وي يا دوا استعمال کړى او مريضي يي جوړه شى داښځه روژه لمونځ او نژديکت کولاي سي که يي نه شي کولاي ستاسو دجواب په انتظار،
ستاسو دهمکاري څخه زياته مننه،

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نفاس يا زيږتون د وينې زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې مودې څه حد نشته د ښځې په عادت پورې اړه لري ، هغه که په ۲۰ ، ۲۵ ، ۳۰ ، ۳۵ ورځو کې پاکه شي غسل به کوي ، عبادت به شروع کوي . .

و النفاس هو الدم الخارج عقب الولادة او خروج اکثر الولد ، اکثره اربعون يوماً و لا حد لاقله (مراقی الفلاح ص ۷۵ ) .

د زيږتون وينه ناپکه وينه ده هغه بايد په طبعي شان ووځي ، نه دا چې د بندلو لپاره يې درمل وکارول شي ، داسې کول د سختو اضرارو سبب جوړيږي .

و بالله توفيق

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.