د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

الله تعالی مو له بلا او آفت څخه وساته ، يو پوښتنه لرم هغه داچه ځنې ځوانان ليدل کيږي چې په غاړه کې زنجير اچوي ددې شريعی حکم څه دی – وسلام

عبدالله له وردګو څخه

بسم الله الرحمن الرحيم

ځواب : د ښايست د پاره په غاړه کې ځنځير اچول حرام دي ځکه دا د ښځو عادت دی او له ښځو سره مشابهت دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغو سړيو لعنت ويلی چه له ښځو سره مشابهت اختياروي (لَعَنَ الرسول صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ المُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بالنِّساءِ ) [1]

کچيرې طلايي زنجير وي ګناه او حرمت يې نور هم زياتيږي ځکه د يو طرف نه د ښځې سره مشابهت او دبل طرف نه د نارينه د پاره د طلا د استعمال حرمت دی .

تر ټولو بدترين بيا هغه دی چه په هغه باندې د حيوان يا کوم پاچا يا د صليب نښان وي .

د ښځو د پاره د هغه زيوراتو اغوستل حرام دي چه په هغه باندې د انسان ، حيوان ،مرغه او يا د صليب نښان وي .

فتاوي البدالحرام – ابن عثيمين فتاوي معاصرة ص (۶۶ )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.