د بدن ټول پوستکی په ځانګړي ډول د مخ پوستکی ډېر نازک او زیانمنونکی دی. د مخ پوستکی د بدن نورو غړو پۀ څېر اوبو او معدني موادو ته اړتیا لري، خو د کال په بېلابېلو موسمونو کې د مخ پوستکی په لوړه کچه اوبه او معدني مواد له لاسه ورکوي او د مخ د ګونځېدلو او تورېدلو لامل ګرځي. نو د دې لپاره چې زموږ مخ زیان ونه ویني، ګونځې او یا تور نه شي نو اړینه ده چې د خپل مخ پوستکي څخه په سمه توګه ساتنه وکړو او د هغو خوړو څخه ګټه واخلو چې زموږ د مخ پوستکي ته ګټه رسوي. دا یوه ښکاره خبره ده چې اوبه د مخ د پوستکي هر ډول وچ والی او ګونځې ليرې کوي د دې ترڅنګ مېوې او سابه هم د مخ پوستکي ته ډېره ګټه لري او د مخ پوستکی روڼ او تازه کوي.
په نننۍ لیکنه کې غواړم د هغو مېوو او سبو په اړه مالومات درکړم چې اوبه څښاک یې پوستکي ته ګټه رسوي، د لیکنې تر پایه راسره پاتې شئ!
۱ – د کېلې، ګیلاس او کوپرې جوس
کله چې انسان خولې کوي، د هغه بدن په ډېره کچه اوبه او ځینې نور مواد لکه سودیم، منیزیوم، کلسیم او پوټاشيم له لاسه ورکوي، او هغه کس له ډېرو روغتیایي ستونزو، لکه د زړه ناروغۍ او نورو ناروغیو سره مخېږي، په همدې وخت کې د بدن پوستکی هم خپل تازوالی له لاسه ورکوي، نو که غواړئ چې د خپل وجود له لاسه تللي مواد او اوبه بېرته ترلاسه کړئ نو د کوپرې، کېلې او ګیلاسو شربت وڅښئ.
کوپره په طبیعي بڼه یوه انرژي بښونکې مېوه او د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده او کولای شي، ستاسو د بدن له لاسه تللې اوبه او پوتاشیم بېرته راوګرځوي.
د دې ترڅنګ کیله هغه مېوه ده چې نه یواځې پوټاشیم بلکې په کافي کچه منیزیوم هم لري او کولای شي غړو لپاره ښه انرژي برابره کړي. د کوپرې او کېلې سربېره ګیلاس میوه هم د انټي اکسیدنټ غوره سرچینه ده او ستاسو بدن ته ډېره ګټه رسوي. هڅه وکړئ چې له دغو دریو میوو څخه جوس جوړ کړئ، او د یوه ښایسته پوستکي درلودلو لپاره یې وڅښئ.
۲ – د مڼې اوبه
د مڼې اوبه تاسو سره مرسته کوي چې یو ښه او تازه پوستکی ولرئ. دا چې مڼه د انتي اکسیډنټ غوره سرچینه ده، د پوستکي هر ډول زیان رسوونکي مواد له منځه وړي او تاسو سره مرسته کوي چې پوستکی مو ځوان پاتې شي.
د مڼې خوړل د پوستکي هر ډول ګونځې، تور رنګه دانې و خالونه او نورې ستونزې چې د سن د زیاتوالي له امله رامنځ ته کېږي له منځه وړي. مڼه د وینې جریان ډېروي