د مړي په دفن کولو کې د عجلې دليل څه دی ؟

اسلأم علیکم و رحمهّ الله و برکاهّ!محترمو استادانو زما پوښتنه داده چه کله انسان مړ شی د خاورو  سپارلو په وخت کی باید عجله وشی یعنی زر زر باید خاوری پری واړول شی . ولی؟ علت یی څه دی  پدی اړه معلومات راکړی ډیره مننه.

بشارت


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مړي په دفن کې بيړه او عجله کول سنت دي .

په دليل د دغه حديث شريف : « أَسْرِعُوا بِالْجَنَازَةِ ، فَإِنْ تَكُ صَالِحَةً فَخَيْرٌ تُقَدِّمُونَهَا إِلَيْهِ ، وَإِنْ تَكُ غَيْرَ ذَلِكَ فَشَرٌّ تَضَعُونَهُ عَنْ رِقَابِكُمْ » (البخاری:۱۳۱۵) .

يعنې : جنازه تيزه انتقال کړئ ، کچېرې نيک انسان وي نو هغه خپل خير ته ژر رسول کيږي ، او که بد انسان وي په بېړه د هغه شر له خپلو اوږو څخه لرې کړئ .

صالح کس له ځانه سره وايي : قدموني ، قدموني (ما په بيړه يوسئ).

په دليل د دغه حديث شريف : أبو سيعد الخدري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:إذا وضعت الجنازة واحملها الرجال على أعناقهم فإن كانت صالحة قال: قدموني، وإن كانت غير صالحة قالت: يا ويلها أين يذهبون بها؟ يسمع صوتها كل شيء إلاَّ الإنسان ولو سمعه لصعق (البخاری).
ژباړه: کله چه جنازه (د کفن کولو نه پس) کيښودل شي او هغه نارينه په خپلو اږو وړي،که نيک سړی وي وايي:ما په پيړه يوسئ او که بد سړي وي وايي: وای وای ما چيرته وړئ دغه آواز به بغير له انسان څخه نور ټول څيزونه آروي او کچېرې انسان د غه غږ واروي بې هوشه به شي.
ددې نه پرته نور علم را ته نشته

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟