د ميلمه ،مسافر،ديني عالم ،پرهيزګار،مشر،دوست او محترم شخص د راتګ او لېدل وپه وخت كې قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې
قيام :
د ميلمه ،مسافر،ديني عالم ،پرهيزګار،مشر،دوست او محترم شخص د راتګ او لېدل وپه وخت كې ورته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره پاڅېدل او درېدل د ټولنيزوادابود جملې څخه يو ښه کاردى خوپدې شرط چې دغه راتلونکي شخص واقعا د عزت او اکرام وړوي اوپه درېدل و كې ئې مبالغه او د اسلامي حدودو څخه تېرى ونه شي د درېدل وپه حال كې ورته رکوع او انحناء ونه کړي او په اوږدو ورته ولاړپاتې نه شي برسيره پردې دغه درېدل د راتلونکي د غوښتنې له امله بايدنه وي او نه د هغه د تکبر غروراو ځان غوښتنې سبب شي او که نه نوبيادغه قيام مکروه ،بدعت اومنع دى څرنګه چې دغه درېدل د راتلونکي د شخصيت او ورته د دريدونکي د کړنې د څرنګوالي او د دريدو د هدف په اعتبار توپيرکوي نو ځکه اسلامي پوهان په دې هکله دوه ډلې شوي دي :
١- ځينې پوهان د لاندنيودلايلوله کبله درېدل مستحب او حتى سنت بولي :
الف : د حضرت بى بى عايشې C څخه په يوروايت كې داسې راغلي دي :
هرکله به چې بى بى فاطمه C جناب نبي کريم 0 ته راتله نو هغه مبارک به ئې مخې ته پاڅيده او هغه به ئې ښکلوله اوپه خپل ځاى به ئې كې نوله او هرکله به چې جناب نبي کريم 0 د هغې کورته ورته نو هغې به هم ورسره همدغه ډول وضعيت کاوه [١]
ب : جناب سعدبن معاذ > ته د يارانو درېدل :
يو وخت چې حضرت سعدبن معاذ > پداسې حال كې د جناب نبي کريم 0 حضورته راغى انصاراوياران ئې ورسره ناست وو نو انصاروته ئې وفرمايل :
قوموا الى سيدکم [٢]
[خپل مشرته ودريږئ ]
ج : د حضرت ابوهريره > څخه روايت دى :
کان النبى 0 يحدثنافاذاقام قمناقياماحتى تراه دخل الى بعض ازواجه [١]
[جناب نبي کريم 0 به مونږته خبرې [لارښودنې ]کولې کله به چې پاڅيده نو مونږبه هم پاڅيدو اوترهغې پورې به ولاړ ووچې[جناب نبي کريم 0 ]به د خپلوازواجومطهراتويوکورته ننوته ]
د – خپل رضاعي ورورته د الله تعالى د استازي درېدل :
په يوروايت كې راغلي چې د جناب نبي کريم 0 رضاعي ورور راغي حضرت مبارک ورته پاڅيده او خپل مخ كې ئې كې ناوه [٢]
هـ : حضرت کعب بن مالک > ته د حضرت طلحه بن عبيدالله > درېدل :
هغه وخت چې الله تعالى د حضرت کعب بن مالک > د تبوک د غزوې نه د تخلف په هکله د هغه توبه قبوله کړه او پداسې حال كې دالله تعالى د سپيڅلي استازي حضورته راغى چې خلک ترې ګرد چاپيرناست وو نو حضرت طلحه بن عبيدالله > مخې ته ورپاڅيده مصافحه ئې ورسره وکړه او د توبي د قبليدومبارکي ئې ورکړه نويوشميرعلماوو د پورتنيودلايلوپه اساس د علم او فضل خاوندانوته پاڅېدل روا او ښه ګڼلي دي [١]
٢- ځينې نورعلماء دغه درېدل مکروه او بدعت ګڼي :
ځکه د حضرت انس > په يوروايت كې راغلي دي چې د الله تعالى د سپيڅلي استازي ياران به ده مبارک ته نه پاڅېدل ځکه چې هغوى پوهېدل چې هغه مبارک دغه کارښه نه ګڼي [٣]
همدغه راز ابوامامه > روايت کړي دى چې جناب نبي کريم 0 پداسې حال كې راووت چې په امساباندې ئې تکيه کړې وه مونږورته ودريدو وئې فرمايل داسې مه دريږئ لکه چې عجميان دريږي اويو د بل تعظيم کوي همدغه رازځينې نور روايتونه هم راغلي دي خو د لومړۍ ډلې علماء وا يې په کوم ځاى كې چې د قيام څخه منع راغلي ده
هغه داسې قيام اودرېدل دى چې پ كې مبالغه وي او د اسلامي حدود پ كې تېرى وشي د مثال په ډول په ولاړه كې رکوغ او انحناء کوي ياتر ډېروخت پورې ولاړپاتې كېږي يادغه کارد راتلونکي په غوښتنه منځته راځي او د هغه د کبراو غرور وسيله وي يادغه کار د علم او فضل د درناوى لپاره نه وي بلکه د هغه د مال او شتمنۍ او د دنيوي اعتباراو رسوخ له امله د کوم دنيوي طمعۍ او د توقع له کبله وي نه د الله تعالى د رضالپاره نوپه دغه صورت كې البته د ټولوعلماووپه نزد داسې قيام او درېدل يوناوړه او مشرکانه عمل دى چې د اسلام سپيڅلي دين ترې په ټينګه ممانعت کوي :