نساكم حرث لكم فاتوحرثكم اني شتم دلته خو اني فه معني دكيف سره ديونااهله خلكو ته ويلي دي جي قبول وي اوكه دبور فروانه لري ماورته وويل كه مخي نه راتك وي اوكه شانه خو مكان به يووي ستاسو نظرغوارم مسله روشانه كي جي زه خلكو ته دليل ووايم
محمد نبی احمدزې
{3}
که چیری یو څوک په ناپامی کی خپل د کور والا سره لواطت وکړی
ایا کورولا پری طلاقیږی او که لطفا جواب راکی
و . کا
{2}
د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم پسله سلامه يو ه پوښتنه که يي تاسي جايز ګڼي کوم، هيله ده چي د اسلام په چوکات کي ددغه سوال جواب واورم او هم يي نور انډيوالونو او مسلمانانو ته چي د غربي اوامرو لاندي ژوند کوي واوره وم اوهم يي دليل ورته وړاندي کړم
پوښتنه: که يوڅوک خپل دښځي د شاه له طرفه سره نژدي والي وکړي حکم يي په اسلام کي څنګه دي؟
مننه
عبدالهادي مبارز – المان
{1}
سلام
زه یوه پوښتنه لرم
ایا د معقد له لارې خپلې میرمن سره نزدیکت څه حکم لري ؟
مننه – تريالی
زه یوه پوښتنه لرم
ایا د معقد له لارې خپلې میرمن سره نزدیکت څه حکم لري ؟
مننه – تريالی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانه وروره !
له ښځې سره د شا په طرف (مقعد ) کې کورواله کول حرام دي او د داسې عمل کونکی ملعون اولواطت کار دی .
د لواطت خطرناکې پايلې ټولو ته معلومې دی چې د لوط عليه السلام قوم چې په نوموړې عمل اخته ؤ د خدای جل جلاله لخوا د اسلامې پوهانو په اصطلاح په لومړې آسماني اټم بم وويشتل شول داسې له خاورو سره خاورې شول چې د ژوند نښانې بالکل له منځ لاړي .
په دې اړه قرآني او نبوي ارشادات :
قوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ((او هغه کسان (بريالي اوکامياب شول ) چې دوی د خپل شرمګاه ساتونکی دي ،پرته له ښځو خپلو )) (المؤمنون ) .
مطلب دا چې بغير له خپلې ښځې نه نور د شهوت پوره کول په هره شيطاني لاره چې وي حرام دي .
او د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم داسې ارشاد کوي :
:« نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .
(ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ،ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ ) .
د کښت معنی نسل دی چې د نسل ځای معلوم دی .
د ښځې سره د شاه په طرف (د فاضله موادو د خارخيدو په ځای ) کې د جماع کولو د حرمت او سختو وعيدو په باره کې هم ډیر احاديث ذکر شوی دي چې دلته مو يو څو را نقل کړل چې همدا کافي دي .
له ابوهریرهرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُنه روایت دی چې وايي : پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايل:« مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1] څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »
او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2] :
« الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »
له علی بن ابی طالب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل :
« لا تأتوا النساء في أعجازهن» أو قال «فی أدبارهن»[3] « د شاه په طرف کې له ښځو سره جماع مه کوﺉ .»
مفتي کفايت الله دهلوي (رح) ليکي که څوک له خپلې ښځې سره خلاف فطرت کار (لواطت) وکړي د تعزير مستحق ګرځي که اسلامې حکومت وي د ثبوت په صورت کې د تعزير جزا ورکول کيږی ،او نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱ ) .
که له چا څخه خدای مه کړه په ناخبری دا ستر جرم شوی وي نو کلکه توبه دې وباسي .
وبالله التوفیق و صلی الله علی نبینا محمد و آله و صحبه و سلم
فتاوي البداحرام – کفايت المفتي
[1] احمد(2/479،444)، ابوداود (2162) او نسائی په “الکبری” (9015) او آلبانی په “صحیح ابی داود” (1894) حسن بللې دی .
[2] احمد (2/344،272) او ابن ماجه (1923) او نسائی په ” الکبری” (9014،9013) او ابن ابی شیبه (16811) او آلبانی په “صحیح ابن ماجه” (1560) هغه صحيح بللې دی .
[3] احمد (1/86) او هیثمی په “مجمع” (1/243) وايي : راویان د هغه موثق دی . ن .ک تفسیر ابن کثیر (1/263) په تفسير آيت 223 بقره « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ »
ګرانه وروره ! هيله ده ددې ليک د لوستو سره سم د خپلې ځوانۍ تندی الله جل جلا له ته په ځمکه ولګوې او په رښتنې ډول ثابته کړه چې د چا بنده يې او د څه د پاره پيدا شوې يې .
الله جل جلا له دې زمونږ سره د توبې توفيق درکړي .
ګرانه وروره ! د الله تعالی درکړي نعمتونه درپه زړه کړه، چې څومره ډېر دي، دهغه چا له حال نه ځان خبر کړه، چې کله دشپې مهال ويده کېږي، نو له يو عالم خفګانونو سره ويده کېږي،
ټوله ورځ ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو له امله يې په بدن کې شيمه نه وي پاتې، هر سهار چې کله راويښيږي يا داده، چې دګرمي له امله ځوريږي،
يا دسړو له لاسه رېږدي، له ډول ډول تکليفونو او دردونو سره مخامخ وي او شاوخوا يې بچيان ترېنه يوه مړۍ ډوډۍ غواړي؛
خو ته له هر اړخه بشپړ يې، هرڅه لري، بدن دې روغ دى او يوه مړۍ روزې هم دررسېږي. نو پام کوه او له دې ووېرېږه،
چې دګناه او ناشکرۍ له امله يوه ورځ درڅخه دا ټول نعمتونه واخيستل شي.
ځنې وخت ګنهګار بندګان داسې ناهيلي شي چې دوی ګمان کوي چې زه خو نور بالکل غرق شوی يم زما لپاره کله د توبې لاره وي دوی نور له خپل رب (ج) نه شرميږي او خپل د عجز لاسونه نشي پورته کولای .
نور تفصیل دلته وه ګورې ….
زما مسلمانه وروره ! دا د شيطان دسيسې دي چې بنده نه پريږدي خپل رب ته توبه ګار شي شيطان وايي ما د بنی آدم ملا په ګناهونو ور ماته کړه خو زما ملا يې پر استغفار او توبه را ماته کړه .
زما مسلمانه وروره !
که د الله تعالی مهرباني او شفقت درک کړي ډير به وژاړی او ډير وخت به دې سترګی په اوښکو لمدې وي مناسبه به نه وي چې د خپل مهربانه پروردګار څخه ياغي شي هغې ته شا کړي او خپل سر سخت دوښمن شيطان ته دې مخه کړي .