مولوي عبدالهادي (مجاهد) د افغانستان پر سياسي، اجتماعي، فکري او فرهنګي وضعيت ژور نظر لري او کتابونه يې د ځوان نسل د فکري روزنې او ذهن سازۍ لپاره خورا مهم او کټور مفاهيم لري چې ځوانان د معاصر اسلامي فکر له موضوعاتو سره اشنا کوي او د اسلام او مسلمانانو په خلاف د کفارو له توطيو او د سيسو یې خبروي.
د کتاب پر اهميت دوو پياوړو افغان ليکوالو هر يوه ليکوال او سياسي شناندي محترم مولوي عبدالرحيم (ثاقب) او ځوان مفکر او ليکوال استاذ لطف الله (خيرخوا) مهمې تبصرې هم ليکلې دي چې په هغو کې يې د مولوي مجاهد پر فکر او د هغه د کتاب پر موضوعاتو رڼا اچولې ده.
د يادولو ده چې د مولوي عبدالهادي مجاهد مخکنی کتاب (فکري پوهنه) چې په دري ژبه کې د (دانستنيهای از فکر اسلامی در جنگ فکری با غرب) په نامه څو کاله مخکې چاپ شوی وو هم په افغانستان کې په پراخ ډول نشر او استقبال شو.
مولوي عبدالهادي مجاهد حفظه الله تعالی د افغانستان د تېرې يوې نيمې لسيزې د وضعيت اړه په عربي ژبه يو بل مهم کتاب (الاحتلال الأمريکي و حقيقة الصراع في أفغانستان) يعنې (په افغانستان کې د امريکا اشغال او د جګړې حقيقت) هم ليکلی چې په راتلونکي کې به چاپ شي.
د کتاب مينه وال او د کتاب پلورنځيو مسؤلين کولای شي چې د کتابونو د ترلاسه کولو له پاره د واټس اپ په لاندې شميره اړيکه ونيسي.
0093783313169