مود لمانځل په لاندې دلائلو بدعت دی
اول – د مولود لمانځل له جناب رسول الله صلی الله عليه څخه عملاً ، قولاً او تقريراً نه دی ثابت شوی او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ لپاره قدوه او امام دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ]([1]) .
ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .
او الله سبحانه وتعالی فرمايي : [لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ …] ([2]).
ژباړه: یقینًا چې تاسو لپاره د الله په رسول كې ډېره ښه بېلګه او اقتدا ده.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردّ» ([3])
دوهم – د مود لمانځل له خلفاء راشدينو او صحابه کرامو څخه نه دي ثابت شوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : عليكم بسنتي و سنة الخلفاء الراشدين المهدين من بعدي ([4])
دريم – د مود لمانځل اهل بدعت رواج کړی دي چې لومړي رواج کوونکي يې فاطميون ، عبيدون دي کوم چې په شپږم هجري قرن يې رواج کړی او هغه يې په درواغو بی بی فاطمه رضی الله عنها منسوب کړی دی، چې هيڅ حقيقت نلري([5])
څلورم – د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت د هغه اتباع ده نه دا چې په ټول کال د هغه يوه ورځ مولود لمانځي او بيا د محبت ادعا کوي ، محبت خو د هغه متابعت کول دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ..] (آل عمران :۳۱) .
ژباړه : (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ.
مفتي اعظم احناف کفايت الله رحمه الله په کفايت المفتي کې ليکي :
د ميلاد نبي د مجالسو مروج شکل چې د شپي قيام کوي نعتونه وايي ، او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د پيدايښ ياد کوي بدعت دی ځکه داسې مجلس جوړول او دا ډول د شپې قيام نه د صحابو په زمانه کې وو، نه د تابعينو او نه هم د تبع تابعينو په وخت کې ددې هيڅ وجود نه وو او نه هم په شريعت کې ددې څه ثبوت شته «ان عمل المولود بدعة لم يقل و لم يفله رسول الله صلی الله عليه وسلم و الخفاء ، و الائمه»کذا في الشرعية ص ۱۶۴ ).([6])
فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :
ميلاد نبي بدعت دی او هغه خلک چې وايي مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت بيانوو آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امت باندې صرف دغه حق دی چې په ټول کال کې د هغه صرف يو ورځ هغه هم نماشي ذکر يا د درواغو او رښتيا رسالو په بيانولو وشي او بس ، ای افسوس د مسلمانانو فرض خو دا دي چې ټوله ورځ يي رسول الله صلی الله عليه وسلم په ياد وي ځکه مسلمان ته خو ټوله ورځ د قرانکريم او سنتو احکام او ارشادات متوجه دي ، په عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقو کې د هغوی صلی الله عليه وسلم ارشادات عملي کول دي ([7]) .
همدارنګه فتاوي علماء البدالحرام ليکي :
جشن ميلاد بدعت دی ځکه چې په خيرالقرون کې ددې هيڅ ثبوت نشته
ځنې علماء وايي دا جشن د لومړي ځل د پاره په څلورم قرن کې د اهل تشيع فاطمي ډلې لخوا مينځ ته راغی چې ځنو د دين څخه نا خبرو اهل
سنت د هغوی تقليد وکړ او وروسته دغه بدعت په خلکو کې خپور شو .
په اسلامي مسئولينو دا واجب ده چې ددې ډول بدعاتو مخه ونيسي او پرېنږدي چې څوک ددې ډول مجالسو او جشنونو د پاره دعوت کړي او دا د ټولو مسلمانانو وظيفه ده تر څو د بدعت پر وړاندې مبارزه وکړي او
هغه څه چې د اسلامې شريعت خلاف دي له مينځه يوسي([8]) .
و جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :
إقامة احتفال بمناسبة مولده صلى الله عليه وسلم لا يجوز لكونه بدعة محدثة لم يفعلها رسول الله صلى الله عليه وسلم ولا خلفاؤه الراشدون ، ولا غيرهم من العلماء في القرون الثلاثة المفضلة .([9])
([1]) – سوره الحشر :۷ .
([2]) – الاحزاب : ۲۱ .
([3]) – رواه البخاری و مسلم .
([4]) – رواه أبو داود والترمذي وقال: حديث حسن صحيح.
– نور السنة / سعيد بن علي بن وهف القحطاني( [5])
([6]) – کفايت المفتي ۱ / ۱۷۲
([7]) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۷۷
([8]) – فتاوي علماء البدالحرام – مجموع فتاوی و مقالات متنوعة (۴/۸۱).
([9]) – فتاوى اللجنة الدائمة ” ( ۲ / ۳ ) .