۱ـ اکثره خلکد ژوند کتاب لوستل پیلوي خو پرته له دې چې دوې د ژوند ژبه زده کړې وي
۲ـ د هغه کس سره چې کتاب وي یواځې نه دی
۳ـ ژوند لکه د کتاب یوه اوږده افسانه دهدا هغه کس د کامیابې ترڅنګ لولي د چا چې پام همیشه د افسانې راتلوونکي متن ته وي
۴ـ هر چا چې خپله په خپل ځان بریا ترلاسه کړد هغه لپاره پر نورو بریا ترلاسه کول، څه ستونزمن کار نه دی
۵ـ انسان د ځواک یوه پټه خزانه ده د ستونزو له منځه وړل دغه خزانه د انسان له دننه وجود څخه بهر را باسي
۶ـ د خپل حق څخه ډېر غوښتل تا خپله د خپل رېښتنې حق څخه هم محروموي
۷ـ د بد سلوک ښه ځواب ښه سلوک دی
۸ـ د ناپوهې ښه حل د ناپوه ناپوهې له منځه وړل دي
۹ـ د هر څه له لاسه ورکولو وروسته که په تا کې زغم لا هم پاتې وي نو پوه شه چې اوس تا هېڅ څه د لاسه نه دی ور کړی
۱۰ـ د هر ماښام څخه وروسته نوی سهار راځي خو هغه کس د سهار پالوونکی وي چې د سهار راتګه پورې انتظار کوي
۱۱ـ یو کس وویل چې ماښام شو بل کس وویل داسې ووایه چې سهار کېدونکی دی
۱۲ـ د لوی زړه لرونکی سړی همیشه بریالی وي او د وړوکي زړه لرونکی همیشه ناکام
۱۳ـ هر چا خپل د تېر شوي پرون بیه پرې کړې کامیاب هغه دی چې خپل نن د لاسه ور نه کړي
۱۴ـ کله چې د یو کس تېر او حال لوټ شوې وي، نو اوس مهال هم ددې راتلوونکې خوندی دی
۱۵ـ پدې نړۍ کې هېڅ لمر ولویدنه وروستۍ نه ده د هر لمر ښکته کېدنې لپاره، یو نوی لمر خاته شته پدې شرط چې انسان خپل ماښام بېرته په سهار بدلولو کې حوصله وساتي
۱۶ـ د بریالیتوب فرصت یواځې یو ځل د یو چا دروازه ټکوي
۱۷ـ د خپلې ماتې منل، د دې هوډ څرګندونه کوي چې ته یو ځل بیا زحمت باسې تر څو خپل بایلل شوې لوبه بیرته وګټې
۱۸ـ ما وخت برباد کړی وو اوس وخت خپله ما بربادوي
۱۹ـ که تاسو خپل د پیل پالنه وکړه نو تاسې پخپل پای لوبه کې هم بریالي یاستې ځکه چې د یو ښه پیل بل نوم یو ښه پای دی
۲۰ـ فرصتونه به له یوه وخت څخه بل وخت ته نقلېږي خو پام مو وي فرصتونه ختمېږي نه
۲۱ـ ستونزې د راتلوونکي به خونه کې اچول او فرصتونو څخه ګټه اخیستل پدې نړۍ کې د کامیابې اصلي راز دی
۲۲ـ ماته ځنډیدنې ته به وايي خو ناکامې ته نه وايي
۲۳ـ ناپوه وویل:
ما خپل ماضي او حال برباد کړ، پوه وویل: راتلوونکې خو برباد شوې نه دی
۲۴ـ بیړه مه کوه ځکه ته چې څومره بیړه کوی همدومره ډېر ځنډنۍ کېږي
۲۵ـ یو پوه او هوښیار له کولو نه مخکې فکر کوي او نادان له کولو نه وروسته
۲۶ـ هوښیار هغه دی چې د نورو سهوې هېرې کړي او خپلې سهوې همیشه په یاد وساتي
۲۷ـکه چیرې ته تمځای ته ځنډ رسیدلی اوسې، نو ته له ډریور څخه سر نشې ټکولای چې ولې يې ستا له اجازې پرته حرکت کړې
۲۸ـ په وړوکي کوزه کې ډېرې اوبه نه راځي، همدا ډول په وړوکي زړه سره ستره کامیابي لاسته نه راځي
۲۹ـ دیوال په یوې ډیکې غورځولې نشي، ددې هڅې مطلب یواځې دا دی: دیوال نه غورځي، خو ته خپل ځان به ژوبل کړې
۳۰ـ د کافي تیاری نشتون یو تر لاس لاندې نیول شوی اقدام له اوله څخه، ډېر سختوي
۳۱ـ تجربه هغه ده چې له نورو څخه يې زده کړې ځکه چې خپله تجربه همیشه د زیان په قیمت تر لاسه کېږي
۳۲ـ هر ستر کار یواځې هغه کس کولای شي، چې د خپلې وړوکي کار په کولو خوښ وي
۳۳ـ د نن ښکته شوي لمر څخه وروسته د راتلوونکي ورځې لمر ختل حتمي دی خو اکثره خلک د راتلوونکي ورځې پورې د لمر ختلو انتظار نه کوي
۳۴ـ تر ټولو کامیابه جګړه هغه وي چې دښمن په داسې ډول بې وسلې کړای شي چې د هغې سره د جګړې لپاره هېڅ ځواک پاتې نشي
۳۵ـ لاره یواځې د هغه کس لپاره بند وي د چا چې په لاره تلل نه زده، نرمه هوا هره ورځ همدا پیغام ور کوي
۳۶ـ هغه کسان چې په وړو څیزونو کې مشغولیږي دا یواځې ددې خبرې ثبوت دی چې دوې په خپل ژوند کې غټ کار کول نه غواړي
۳۷ـ الوتکه په هوايي ډګر کې ډېر خوندي وي خو الوتکه د هوايي ډګر لپاره جوړ شوې نه ده
۳۸ـ که ته خپل راز د خپل دښمن څخه پټول غواړې نو دا راز خپل دوست ته هېڅکله ونه وايې
۳۹ـ د ژوند راز دا دی چې یو کس دا حقیقت ومني چې د هر ګل سره یو اغزی شته او د هر اغزي سره یو ګل
۴۰ـ که یو کس د نورو له سهوو څخه زده کړه وکړي نو هیڅکله به هغه په خپلو معلوماتو کې غلط ونه خيژي
۴۱ـ کامیابي د هر هغه کس د صلاحیت نوم دی چې غیر موافق حالات په موافق حالاتو بدل کړي
۴۲ـ که ته د ګل تر لاسه کول غواړې، نو ته د اغزو څخه د خپلې لمنې د ساتنې هنر زده کړه
۴۳ـ که کوم ښکاري د کوم ځناور سیوري، ځناور وګڼي او پرې وسله وچلوي، نو د کار په پای کې ددې په برخه د خالي کارتوس څخه پرته نور څه نه وي
۴۴ـ د محرومیت په اکثرو حالاتو کې پایله داسې وي چې یو کس د هغه څه تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي چې دې ته نه ور رسیږي
۴۵ـ د خپلې بربادې سبب نور خلک ګڼل یواځې ددې خبرې ثبوت دی چې دا کس د خپل امکاناتو څخه بې خبره دی
۴۶ـ هوښیار کس هغه وخت خبرې کوي کله چې نور ویناوال غلي شوې وي
۴۷ـ د یو ځواکمن دښمن څخه د انصاف غوښتنه داسې ده لکه ډبرې ته ووايې چې د اوبو هغه چینه جاري کړه
۴۸ـ هوښیار هغه دی چې ډېر غواړي خو کله چې خبره د اخیستو وي د کمو په اخیستلو راضي شي
۴۹ـ که یو اورګاډی خراب شي، نو سړی به د سفر کولو لپاره یو بل اورګاډی ونیسي، خو اکثره خلک دا حقیقت هغه وخت هیروي، کله چې د ژوند په دوران کې یو فرصت د هغه د لاس څخه وتلې وي
۵۰ـ خلک چې څه وايي هغه نه کوي ځکه هغوې نه غواړي چې ددې قیمت پرې کړي
۵۱ـ هېڅوک د بل چا سره جګړه نه کوې هر یو کس د خپل ژوند سره په جګړه کې اخته دی
۵۲ـ هوښیار هغه دی چې د خپل حق څخه د کمو په اخیستو راضي واوسي او د نورو د حق څخه ډېرو ورکولو ته چمتو وي
۵۳ـ خپل منزل ته رسیدل، یواځې د هغه شخص په تقدیر کې وي چې په لاره د اغزو څخه ځان بچ کوي او د مخکې تګ ګامونه اخلي
۵۴ـ که چیری ته سمه لاره غوره نه کړې نو ته چې د کوم شي پالنه کوې په هغه کې به ناکامیږې
۵۵ـ د ناپوهې له کوم ګام پورته کولو څخه تر ټولو غوره دا ده چې هېڅ کوم یو ګام پورته نه کړې
۵۶ـ که دوه کسه په خپلو کې جګړه کوي نو دواړه په غلطه دي که یو له دوې څخه په سمه وای نو هغه د جګړې له ځایه پاڅېده نو بیا جګړه پخپله ختمېده
۵۷ـ کله کله پوهیدنه ددې نوم وي چې انسان ووايې: زه هېڅ نه پوهېږم
۵۸ـ انسان به د خپلې سهوې قیمت په خپله پرې کوي خو انسان د سهوې له کولو وروسته پدې هڅه کې وي چې کوم بل کس ددې له لورې د سهوې قیمت پرې کړي
۵۹ـ کوم څه چې دې د لاسه ور کړی، هېر يې کړه ترڅو کوم څه چې پاتې دي، هغه تر لاسه کړې
۶۰ـ د بزدلی ښودلو څخه وروسته غلی کېدلو نه بهتره دا ده چې سړی بزدلي ښکاره کړي، پرته له دې چې غلې شي
۶۱ ـ ته په یوه شیبه کې د ځان لپاره یو خیالي محل جوړولې شې خو په حقیقي راتلوونکي کې یو محل له اوږدو هڅو نه پرته په دې نړۍ کې امکان نه لري
۶۲ـ د ژوند ستونزې د حکیمانه او ښو تدبیرونو له لارې حلېږي نه د نیوکو، چغو او کوکارو له لارې
۶۳ـ بدبختې همیشه له هغې دروازې څخه دننه راځي کوم چې مونږ د هغې لپاره له اوله خلاصه پریښې وي
۶۴ـ که هنډوانه د چوړکی سره ټکر وکړ نود ځان وژنې یو عمل دی نه کوم مجاهدانه ګام
۶۵ـ خلک یواځې په دې پوهېږي چې سترګې څه وايي خو هوښیار سړی هغه دی چې پدې هم پوه شي چې سترګې څه ویل نه غواړي
۶۶ـ پطرول او اوبه دواړه په ظاهره یو ډول دي خو پطرول د اور لمبو ته پراختیا ور کوي او اوبه د اور لمبې له منځه وړي
۶۷ـ هوښیار کس د هر شي امید د خپل ځان څخه کوي او ناپوه کسد هر شي امید له نورو
۶۸ـ په هغه ستونزه کې چې ته خپله غلطې ومنې، له منځه تلې شي ددې لپاره چې پر نورو د غلطې منلو هڅه وکړې د وخت داسې ضایع کول دي، چې په دې مرتکب کېدل کوم نادان کولای شي
۶۹ـ په ځینو حالاتو کې داسې یو عمل کول په کار وي چې یو کس هېڅ عمل ونه کړي
۷۰ـ کوم کس چې یو شی په خواریو تر لاسه کړې وي ته هغه د هیله کولو پواسطه لاسته راوړلې نشې
۷۱ـ که ته څه ویل نه غواړې نو خاموشه اوسه ځکه چې غلی پاتې کېدل همدومره غټ کار دی څومره چې ویل ستر کار دی
۷۲ـ محرومیت ستا لپاره د پرمختګ یو پوړ دی خو که دا ستا په وجود کې پټ شوي قوتونه را ښکاره او ثابت کړي
۷۳ـ د کولو والا همیشه خپل کار نن ورځ کوي او د نه کولو والا همیشه خپل کار سبا ورځ ته پرېږدي
۷۴ـ خوشبويي دې ته اړتیا نه لري چې هغه دې خپل موجودیت په اعلان کولو سره ثابت کړي
۷۵ـ د فرصتونو د استعمالولو نوم قیادت دیاو د فرصتونو د بربادولو نوم حماقت
۷۷ـ دا نړۍ د سیالې نړی ده که ته له نورو څخه مخکښ لاړ نشوې نو نور له تا څخه مخکې ځي
۷۸ـ فساد یواځې په ښو تدبیرونو له منځه وړل کېږي نه د فساد ختمولو په غوښتنو باندې
۷۹ـ د غچ اخیستلو څخه مخکې فکر وکړه د غچ څخه هم غچ اخیستل کېږي
۸۰ـ چیرته په لاره چې بریک لګول کېږي، هلته موټر چټک کول خپل منزل لورې ته د رسولو پر ځای د هدیرې په لورې د ګاډي تاوول دي
۸۱ـ هوښیار کس هغه دی چې هغه څیزونو سره په امن او پرده کې وي، کوم چې دې کس هغه بدل نه کړې شو
۸۲ـ د تېږو ویشتوونکو سره جګړه مه کوه بلکې خپل ځان دومره اوچت کړه چې د تېږې ویشتوونکې تېږه هغه ځایه پورې ونه رسیږي
۸۳ـ که ته دنیا کېبریالی کېدل غواړې نو لمړی د ناکامې د لمانځلو حوصله پیدا کړه
۸۴ـ د الله تعالی په دنیا کې هېڅ څه ناممکن نه دي، یواځې دا ناممکن دی چې ممکن شیان د ناممکن طریقو پواسطه د حاصل کولو هڅې وشي
۸۵ـ که لرګی مات شي نو دوه ټوټې کېږي خو د ژوندي شیانو لپاره د ماتې سوال نه پيدا کېږي یو ژوندی امیب چې کله هم دوه ټوټې شوې نو د هغه څخه دوه ژوندي امیبونو جوړ شوي
۸۵ـ د یو کس یا ډلې د کامیابې راز یواځې په دې کې دی چې ډېر جذباتي فرصتونو پروخت غوره عقلي پرېکړه وکړې شي
۸۶ـ سوال:غټ کبان تر کومه پورې واړه کبان خوري
ځواب: ترڅو پورې واړه کبان پخپله خپل ځانونه دومره غټ نه کړي چې هغه د غټو کبانو په نس کې ځای نشي
۸۶ـ ستونزه یو داسې عذر دی کوم چې تاریخ هغه هیڅکله نه قبلوي
۸۷ـ ته خپل د سهوې قیمت له نورو څخه وصول کولای نشې او په ژوند کې ترټولو ډېر تریخ حقیقت همدا دی
۸۸ـ له ستونزو مه ویریږه ځکه چې همدا ستونزې دي چې په اصل کې له انسانه انسان جوړوي
۸۹ـ د یو کس د پرمختګ پوړې د هغه زحمت دی خو ډېرې خلک د نورو بربادي د خپل پرمختګ تر ټولو نژدې پوړې په ډول پیژني
۹۰ـ د خبرو د هیرولو عادت خپل کړئ د هرې خبرې یاد ساتل د خپل ذهن څخه د کباړ خانې جوړول دي
۹۱ـ د پورته تګ لپاره همیشه لویدل په کار دي خلک د ولویدلو لپاره تیار نه دي د همدې لپاره اکثره خلک پاللونکي نه جوړیږي
۹۲ـ د خپل مصیبت پړه په نورو اچولو څخه د کرکې او مایوسې ذهنیتونه رامنځته کېږي او خپله د مصیبت پړه په خپل ځان اخیستلو څخه د عمل کول او مخکې تلل
۹۳ـ زغمل بزدلي نه دیزغمل د ژوند یو اصل دی
۹۴ـ اکثره خلک پخپله خپل ځان سل په سلو کې نه استعمالوي همدا وجه ده چې اکثره خلک خپل موخې کې سل په سلو کې بریالي نه وي
۹۵ـ حقوق یواځې د فرض په ادا کولو سره تر لاسه کېږي نه چې د حقوق په نوم لفظي چغو پورته کولو څخه
۹۶ـ د بریالیتوب راز دا دی چېیو کس خپل د ناکامې راز وپيژني
۹۷ـ ژوند د ازموینې لړۍ ده دلته له لس ځلو کولو نه وروسته یوولسم ځل ماتیدنې نوم بریالیتوب دی
۹۸ـ د ناکامې اسباب همیشه د سړي په خپل دننه وجود کې وي خو اکثره د دوې د نورو په وجود کې د هڅو په لټه کې وي
۹۹ـ ته پخپله خپل ځان بدل کړه ستا قسمت خپله پخپله بدلیږي
۱۰۰ـ د نورو له شره ته خپل ځان خوندي ساتی خو تر ټولو غوره دا ده چې یو کس د خپل شر څخه نور خلک خوندي وساتي
۱۰۱ـ له نورو څخه شکایات کول په اکثرو حالتو کې یواځې د خپل نااهلي اعتراف کول دي
۱۰۲ـ کله کله د ظلم ماتولو لپاره، ماتول د ظلم ماتول نه وي بلکه یو بل ظلم د دوو ظلمونو کولو په معنا وي
۱۰۳ـ عام خلک د خپل ځان په غټولو ژوند کوي مومن هغه دی چې د خداې تعالې په ستروالي کې ژوند غوره کړي
۱۰۴ـ د یو کس بي صبري د دې د دښمن تر ټولو لویه وسله ده تر ټولو ستر نادان هغه دی چې د خپل لورې څخه دښمن ته دا وسله برابر کړي
۱۰۵ـ د ښه مزاج غوره نښه دا ده چې یو کس د بد مزاج زغم وکولای شي
۱۰۶ـ په دې نړۍ کې د ژوند کولو یواځې تدبیر دا دی چې هر کس د ځان سره یو پراخه قبرستان ولري چې په هغه کې
د خلکو غلطیانې دفن کوي او پر مخ ځي
۱۰۷ـ د ټولو کامیابېو تر ټولو غټ راز صبر دی او د ټولو ناکامیو تر ټولو غټ راز بې صبري ده
۱۰۸ـ په ټولنیز ژوند کې تر ټولو کم ارزښته کلیمه ‘’زه ’’ ده او تر ټولو ارزښتمنه کلیمه ‘’تا یا تاسې’’
۱۰۹ـ په جذباتو کې مغلوبول د عمل کولو پایله، همیشه ناکامي وی او د جذباتو په قابو کولو سره عمل کولو پایله، همیشه کامیابي
۱۱۰ـ تر ټولو غلط پالوونکی کس هغه دی چې د هغه سره د ویلو لپاره دا نه وي چې ما غلطې کړې
۱۱۱ـ د دښمن بښل د غچ اخیستلو تر ټولو بریالې طریقه ده که څه هم ډېر کم خلک دي چې د بریا دا راز پیژني
۱۱۲ـ هغه کسان چې ماته ومني، هغوې ګټلې ده کوم خلک چې په شا تګ باندې راضي وي هغوې بیاځل مخکې صف کې ځای نیسي
۱۱۳ـ له نورو شکایت کول یواځې ددې خبرې اعلان دی چې دا کس د ژوند په دوران کې د نورو څخه وروسته پاتی دی
۱۱۴ـ په معاملو کې مشوره وکړئ مشوره کول تاسو له ستر زیان څخه خوندي ساتي
۱۱۵ـ ژوندي خلک خپل سهوې پيژني او مړه خلک یواځې د نورو سهوې پيژني
۱۱۶ـ جګړه نه کول تر ټولو بریالې جګړه ده خو ډېر کم خلک دي چې د جګړې دا ډول پيژنې
۱۱۷ـ د یو مخالف انسان په دننه کې همیشه یو بریالی انسان پټ وي د دې پټ شوي انسان په پالنه کې کوشش وکړه نو بیا به ستا له کوم کس څخه شکایت نه کېږي
۱۱۸ـ لوړ مقام همیشه د خپل ځان لوړولو سره لاسته راځي نه د چغو او جنډو په پورته کولو سره
۱۱۹ـ ښه قسمت د هر کس دروازه ټکوي او پوښتنه کوي ایا پوهه او عقل ستا د کور دننه وجود لري؟
۱۲۰ـ ګل په خپل خاموشه ژبه دا اعلان کوي چې د انسانانو ترمنځ ګل شه او اوسیږه
۱۲۱ـ کینه او حسد نیکي داسې له منځه وړي لکه څنګه چې اور لرګی
۱۲۲ـ رښتینولي د انسان په ژوند کې د اصولو تابع دی او دروغ د انسان ژوند کې د ګټو تابع
۱۲۳ـ له مرګه وروسته په جنت کې اوسیدلو لپاره له مرګه مخکې جنت کې اوسیدل په کار دي
۱۲۴ـ د ستر کار قیمت دا دی چې پخپله ځان وړوکی کړې، اکثره خلک د خپل ځان په وړوکی کولو نه راضي کېږي، د همدې لپاره اکثره خلک کوم غټ کار هم نشي تر سره کولای
۱۲۵ـ له کومې غلطې وروسته سرکشي مه کوئ، ځکه چې الله په دربار کې غلطې د بښنې وړ دی خو سرکشي د بښنې وړ ندی
۱۲۶ـ کینه او حسد چې کله د انسان په وجود کې دننه شي نو له انسانه عقل بهر کوي
۱۲۷ـ مذهب دا دی چې لمړې له الله څخه وویرېږئ او د نورو لپاره هغه څه خوښ کړې چې د ځان لپاره يې خوښوئ
۱۲۸ـ د نورو سره د جګړې نه کولو لپاره د خپل ځان سره جګړه کول پکار ده
۱۲۹ـ ووالی څه دی د اختلافاتو باوجود په یووالي کې پاتې کېدل
۱۳۰ـ د نورو لپاره د بدو غوښتنه یو داسې زهر دی، د کوم چې نیمايي برخه یو کس خپله خوړلو ته مجبورېږي
۱۳۱ـ د نورو بي عزته ګڼل همیشه په یو داسې قیمت وي چې سړی خپله خپل ځان د الله تعالی په نظر کې بي عزته کړي
۱۳۲ـ خلک د ژوند په فکرونو کې ژوند کوي، پداسې حال کې چې دوې د مرګ په فکرونو کې ژوند کول غواړي
۱۳۳ـ د یو کس د بې عیبې تر ټولو غټه پيژندنه دا ده چې هغه په نورو کې د عیبو د پيدا کولو هڅه نه کوي
۱۳۴ـ د یو کس ستاینه کول غټ جرم دی او ددې څخه هم غټ جرم دا دی چې د کوم کس په ناحقه ستاینه وکړې
۱۳۵ـ اکثره خلک په جهنمي سکروټو کې غورځېدلي وي او داسې فکر کوي چې هغه د بې ضرره ګلانو سره لوبې کوي
۱۳۶ـ بد کول بد دي خو د بد کوونکي څخه کرکه کول ددې څخه هم ډېر بد دي
۱۳۷ـ هغه کس چې سبا ورځ هم د خداې نیونې څخه ونه ډار شي، ته نن هم د هغه له شر څخه خوندي نه يې
۱۳۸ـ رېښتنې پيل همیشه په ریښتنې پای ختمیږي او دروغجن پیل همیشه په دروغو پای ته رسېږي
۱۳۹ـ عذر د هر چا مخې ته راځي خو ژوندی انسان هغه دی چې عذر استعمال نه کړي
۱۴۰ـ جګړه نه کول کمزوري نه ده، جګړه نه کول د ژوند له ښه اصولو څخه دی
۱۴۰ـ پدې دنیا کې سکون یواځې هغه کس لپاره دی چې د بې سکونې حالت باندې خپل ځان راضي کړي
۱۴۱ـ په ځواکمنې باندې پر دښمن فتح کول، نیمه بریا ده او په محبت سره دښمن باندې فتح تر لاسه کول بشپړه بریا ده
۱۴۲ـ تر ټولو ډېر ویوونکی هغه کس پيژني چې تر ټولو ډېر غلې پاتې کېدل غواړي
۱۴۳ـ هر انسان خپله ونه غواړې چې بیل بیل نیال کړي، همدا وجه ده چې د انسانیت باغ نه چمتو کېږي
۱۴۴ـ ورځ په هر حال په دوولسو ساعتونو کې پای ته رسېږي، خوښه ستا ده چې ته ورڅخه ګټه اخلې او که بربادوې
۱۴۵ـ که یو کس د سبا ورځې امیدواروونکي حالات وپيژني، نو دا کس به هیڅکله هم د نن ورځې مایوسوونکو حالاتو باندې زړه ماتی نشي
۱۴۵ـ تر ټولو نادان هغه دی چې کوم وړوکي شي لپاره لوی شی د لاسه ور کوي
۱۴۶ـ ته له ګل څخه، هېڅکله هم اغزی بیلولې نشې که ته ددې خلاف څومره ډېر نیوکې وکړې
۱۴۷ـ کوم شی چې په ذاتي خواریو سره لاسته راځيهغه ته هېڅکله د نورو څخه په غوښتلو تر لاسه کولای نشې
۱۴۸ـ انسان د بریالیتوب لپاره پيدا شوی دی خو د خپل غفلت او بې پروا په وجه خپله خپل ځان ناکاموي
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website