که دیو چا مور ژوندی وی او پلار یی مړ شوی وی او مور هم خپلی پیسی ولری ددی ځوی هم دنصاب خاوند وی دی خپله قربانی دمور په نوم کولای شی یعنی دقربانی ثواب خپلی مور ته وبښی دا قربانی دمور شوه او که دده هم غاړه پری خلاصیږی
امين الحق (حقيار)
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په مور مو جلا او پر تا جلا قرباني واجبه ده ، ستا په قربانۍ باندې ستا د مور غاړه نه خلاصيږي .
و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ /۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .
تجب علی حر المسلم مقيم موسر يسار الفطر عن نفسه لا عن طفله (الدرمختار ج ۶ ص ۳۱۵ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم