د موبايل له مخې په ډډه وهلی حالت کې د قرآن تلاوت

که یو څوک مبایل کی قرانکریم ولری او هغه تلاوت کوی خو دتلاوت په وخت کی پروت وی او مبایل یی په سینه ایښی وی او تلاوت کوی او یا یی هم مبایل په لاس کی نیولی وی او تکی ته یی ډډه وهلی وی نو داسی کول ګناه لری که نه او که به صحیح شکل سره ورته کښنی  مننه

عبدالرحمن


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ياد نه او يا د موبائل څخه د قرآنکريم تلاوت باک نلري که په ولاړه وي ، ناسته وي او يا ډ ډه وهلي حالت کې وي ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل شوی دی چې هغه به قرآن له ياده تلاوت کولو په داسې حال کې چې ډه ډه به يې وهلی وه .

مګر که د قرآنکريم د مصحف له مخې وي د هغه احترام پکار دی علماؤ د قرانکريم د تلاوت له آدابو څخه يو ادب قبلې ته مخامخ کېدل بيان کړي دي .

جاء في موسوعة الفقهية :

لا بأس بقراءة القرآن في كلّ حال : قائماً أو جالساً ، متربّعاً أو غير متربّع ، أو مضطجعاً أو راكباً أو ماشياً ، لحديث « عائشة قالت : كان النّبيّ صلى الله عليه وسلم يتّكئ في حجري وأنا حائض ثمّ يقرأ القرآن » وعنها قالت : ” إنّي لأقرأ القرآن وأنا مضطجعة على سريري . (الموسوعة الفقهية) .

و جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :

جايز دی لقوله سبحانه وتعالی :[ الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ] او د قرآن تلاوت له ذکر څخه دی .

وبالله التوفيق. وصلى الله على نبينا محمد، وآله وصحبه وسلم.
و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.