د مهر يا ولور په اړه مفصل بيان

 محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
نن سبا چی کوم ودونه د لوی کندهار،لوی پکتیا، چمن ښار او بیا تر کوټی ښار پوری په دی علاقو کی کیږی دوی ټول د ولور په نوم یو لوی مقدار پیسی د هلک د کورنی څخه غواړی،
لومړی: خپله د ډیر ولور اخیستل دشریعت له نظره څنګه دی؟
دوهم: د انجلی کورنی د ولور په دغه پیسو د انجلی لپاره زیورات او نور د کور د ضرورت شیان لکه (فرشونه، دوشکی، لوښی، الماری او داسی نور) اخلی. پوښتنه داده چی دا شیان د ښځی کیږی او که د میړه؟ که د ښځی وی نو بیا پر ښځی زکات او حج نه فرض کیږی؟ او که د نارینه وی نو د ښځی هغه د مهرموضوع څنکه کیږی؟
دریم: دښځو پر څومره اندازه سرو زرو باندی زکات فرض کیږی؟
خيبر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : مهر د ښځې حق دی د هغه پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي قوله تعالی :
وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة (ً او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ )
که بې بې خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی قوله تعالی : فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا (النسآء ۴ ) البته که هغوی  په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .
دوهم : پلارګنۍ چې نجلی ته څه هبه ورکوي (جهيز ) مثلاً د کور سامان ، جامې و غيره هغه شيان د نجلی حق او ملکيت دی . لو جهز ابنته وسلمه اليها ليس له فی الاستحسان استرداده منها وعليه الفتوی …. و اذا بعث الزوج الی اهل زوجته شيئاً عند زفافها منها ديباج ، فلما زفت اليه اراد يستردمن المراءة الديباج ليس له ذالک اذا بعث اليها علی جهة التمليک (الهندية ،کتاب النکاح ۳۲۷/۱ ما جدية – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۶ ) .
دريم : په اسلامې شريعت کې د مهر کمه اندازه لس درهمه ده او د زياتې اندازی حد نه دی ټاکل شوی .
سنته طريقه دا ده چې په نکاح او مهر کې اساني وشي
قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان . وصححه الألباني في صحيح الجامع (3300) .
وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خير الصداق أيسره ) رواه الحاكم والبيهقي . وصححه الألباني في صحيح الجامع (3279) .
يعنی غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي
يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت د خوا نه نه دی تعين شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي  اوس وخت کې د مهر په زياتوالی کې بې حده افراد روان دی چې دا افراد په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د فساد ختمول د مسلمانانو د ولی الامر د فرائضو نه دي .
د مسلمانانو امير به د مهر مناسبه اندازه اعلان کړي او د هغه خلاف کونکي ته دې سزا هم نه ورکوي (ځکه دا کوم شرعي حکم نه دی ) که کوم کس د خپل توان موافق زيات مهر مقررول غواړي هغه دی د مسلمانانو د امير نه په خصوصي ډول اجازت واخلي ، علماء کرام دې د هغه د اصلاح د پاره وعظ او تبليع وکړي .
يعنې د مسلمانان امير يوازې د اصلاح د پاره داسې کولای شي زور او جبر نشي لګولی ځکه چې په شريعت کې د هغه زيات مقدار نه دی تعين شوی او دا بيا په شريعت کې مداخلت کول دي.
.(د احنافو مفتي اعظم کفايت الله دهلوي رحمه الله – فی کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۱۵ )
څلورم : د مهر نه علاوه چې د هلک د کورنۍ نه د خلیتي (د نجلی خپلو خپلوانو ته جامۍ ) او د خواراک د پاره او نور څه اخيستل کيږي رشوت دی او ددې اخيستل نا روا دي .
اخذ اهل االمراء شيئاً عند التسليم فلزوج ان يسترده ،لانه رشوه (الدرالمختار کتاب نکاح ،باب المهر ۳ /۱۵۶ – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۵ ) .
پنځم : ښځه چې کله خپل مهر قبض کړي په هغه باندې د کال په پوره کيدو سره زکات فرض ګرځي البته د کور په سامان باندې زکات نشته .
د سرو زرو يا طلا د زکات نصاب ۸۵ ګرامه دی او سپينو زرو يا نقرې ۵۹۵ ګرامه دی
الله تعالی دې زمونږ د ټولنې په حال ورحميږي
الله تعالی دې زمونږ اهل علم ويښ کړي تر څو خپل مسئوليتونه درک کړي او خلکو ته په واضح ډول الهي احکام ورسوي تر څو ټولنه د موجوده تارکۍ څخه ووځي 
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.