با عر ض سلام لطف نمو د ه در با ر ه مهد ی آخر ز ما ن ا ز دید ګا ه قرآنکر یم و ا یات قر ا ن در با ر ه مهد ی [ع] و فرود امدنی عسی ع ا ز ا سما ن معلوما ت بدهید. زیر ا د ر قر ا نکر یم خد او ند ج که هم د ین شما کا مل شد و حجت هم بر شما تکمیل ګردید و محمد ص خا تم الا نبیا ا ست.یعنی بر ا ی نجا ت ا سلا م و ا نسا ن کسی ا ز جا نب و ی کسی فر ستا د ه نخو ا هد شد. و سلا م
فردين
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مهدي رضی الله عنه د همدې امت څخه دی او د همدې امت د مسلمانانو د نصرت او دين د قيام د پاره ظهور کوي .
عسی عليه السلام د يوه نوي دين سره ځمکې ته نه راځي بلکي عسی عليه السلام ځمکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو امتي په حيث باندې ځمکي کوزيږي او د اسلام په دين باندې به فيصلې کوي .
د مهدي رضی الله عنه په اړه د اهل سنت و الجماعت عقيده دلته ولولئ :
https://dawat610.com/archives/3316
علماؤ په آخر زمان کې د عيسی عليه سلام د نزول حکمت داسې بيانوي :
اول : د يهودو د درواغو ردول چې هغوی وايي مونږ عيسی عليه سلام وژلې دی ، پس الله تعالی د دوی دروغ ښکاره کوي او عيسی عليه سلام د يهودو رئيس دجال او پيروان يې په قتل رسوي .
الله تعالی فرمايي : وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (النساء ۱۵۷ ) .ِ
( او د دوی ددې خبرې (له کبله ) چې مونږ بې له شکه د الله رسول د مريم زوی عيسی وژلی دی . په داسې حال کې چې دوی هغه نه دی وژلی او نه يې هم په دار ځړولی دی ، بلکي پر دوی (دغه پيښه ) همشکله شوی وه . او يقيناً هغه کسان چې د هغه په اړه يې اختلاف کړی دی د هغه په اړوند شکمن دی چې په دې هکله د ګمان له پيروی څخه نور هيڅ کوم علم نه لري او په رښتيا چې دوی عيسی نه وو وژلی ) .
حافظ ابن حجر دا قول ته پر نورو اقوال ترجيح ورکړی ده .
دوهم : حضرت عيسی عليه سلام په انجيل کې د محمد صلی الله عليه وسلم د امت فضائل لوستي وو لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي : مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
(محمد د الله رسول دی . او هغه کسان چې له ده سره دي د کافرانو په مقابل کې سخت او په خپلو کې خواخوږي دي، دوی به تل رکوع کوونکي او سجده کوونکي وينې او دوی د الله فضل او خوښي غواړي . د دوی نښانې د دوی په مخونو کې د سجدې له کبله (ښکاره ) دي دا د دوی صفت په تورات کې دی او (دا) د دوی صفت په انجيل کې، د دوی بيلګه داسې ورکړ شوی ده لکه کښت چې لومړی تيغ را وټوکوي بيا هغې ته ځواک او وده ورکړي او بيا کلک او پر خپل ډډ باندې ټينګ شي (تر دې حده پورې چې ) بزګر ( د خپلې ودې له کبله ) په تعجب کې اچوي ، څو چې کافران د هغوی پر ځواکمنۍ او سمسورتيا له غوسې وسوځي ، د دغې ډلې خلک چې ايمان يې راوړی دی او ښې کړنې يې کړی دي الله د دوی سره د بخښنې او سترې بدلې ژمنه کړې ده ) .
نو ځکه حضرت عيسی عليه سلام د الله تعالی په دربار کې دعا وکړه چې ما د محمد صلی الله عليه وسلم په امت کې حساب کړي ، مهربانه الله تعالی د ده دعا قبوله کړه ، او هغه يې دې ته انتخاب کړ چې په آخر زمان کې د محمدي صلی الله عليه وسلم د دين د قيام او نصرت د پاره ځمکې ته نازل شي د دين نصرت وکړي او د اسلام د دوښمنان پر وړاندې مبارزه وکړي .
دريم : د حضرت عليه سلام د نزول بله وجه دا ده چې د هغه اجل نږدې شي او هغه په ځمکه کې دفن شي ځکه داسې بايد ونشي چې د خاورو مخلوق د خاورو د باندې بل چيرته مړه شي ، پس د هغه نزول د دجال له وتلو وروسته دی تر څو هغه هلاک کړي او وروسته به وفات شي .
څلورم : د عيسی عليه سلام د نزول خاصوالی ددي د پاره دی چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي ( زه تر ټولو خلکو عيسی ته نږدې يم زما او د هغه تر مينځ هيڅ کوم بل پيغمبر وجود نه لري ) روا بخاري
عيسی عليه سلام زيری ورکړی وو چې زما وروسته به بل پيغمبر مبعوث شي چې نوم به يې احمد وي او خلک يې په هغه باندې تصديق او ايمان ته دعوت کړي وو لکه چې الله جل جلاله فرمايي : وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ (صف: 6 )
(او زه زيری ورکونکی يم په هغه پيغمبر يم چې وروسته له ما نه به راشي او نوم به يي احمد وي )
حضرت عيسی عليه سلام به د محمد صلی الله عليه وسلم په شريعت باندې حکم کوي او هغه د نزول پر مهال له ځانه سره نوی دين نه راوړي بلکي په اسلام به فيصلي کوي ځکه چې د اسلام دين خاتم د اديانو دي او کامل ورستی دين دی چې د قيامت تر ورځي به باقي وي نو هغه وخت به حضرت عيسی عليه سلام يو حاکم وي له حاکمانو د اسلامې امت څخه ځکه چې د محمد صلی الله عليه وسلم نه وروسته به بل پيغمبر نه راځي .
د عيسی عليه سلام دور زمان به هم د حضرت مهدي په شان د امنيت ، سلامت خوشحالۍ دور وي بارانونه به زيات اوريږي آب سالي به وي ځمکه به ښه حاصل خيزه وي خلک به مالداره وي ، کينه او حسد به نه وي .
حضرت عيسی عليه سلام به اوه کاله يا په بل روايت سره چلويښت کاله ژوند وکړي او وروسته به د فاني نړی نه رخصت شي .