د منبر او خطبې مسنونه آداب

۱- جناب نبی صلی الله عليه وسلم به په ولاړه خطبه لوستله .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : {وإذا رأوا تجارة أو لهواً إنفضوا اليها وتركوك قائماً .. } (الجمعة ).

ابن کثير رحمه الله وايي چې {وتركوك قائماً} دليل دی په دې سره چې امام به په ولاړه خطبه وايي.

۲- او نبی صلی الله عليه وسلم به په منبر باندې خطبه ويله او منبر  لوړ شي ته وايي ، د منبر د جوړولو حکم رسول الله صلی الله عليه وسلم کړی ؤ ، منبر به د محراب ښي لوري ته وي .

۳- د رسول الله صلی الله عليه وسلم منبر دری طبقې لرلې ، جناب به په دوهمه طبقه خطبه ويله او په دريمه کيناستلو ، په دليل د دغه حديث : أنس بن مالك رضي الله: «فصنع له منبر له درجتان ويقعد على الثالثة» (رواه الدارمي (1/25) وابو يعلي (5/142)
او منبر به دومره مخکې ته نه وي چې د لمانځه صف قطع کړي ،

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «من وصل صفاً وصله الله ومن قطع صفاً قطعه الله عز وجل» (رواه النسائی:۲/۹۳) .

۴- رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خطبې پر مهال خپل مخ د خلکو طرف کړی وو .

۵- د خطبې شروع کول په حمد ،ثنا ، شهادتين او درد سره د دواړو خطبو په مينځ کې کېناستل .

۶- خطبې ته عوږ نيول د خبرو ، نفلي لمونځونو او سلام اچول او ځواب ورکول منع دي .

۷- د امام لپاره په همسا باندې تکيه کول ، ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خطبې پر مهال په همسا سره تکيه کوله .

۸- د دواړو خطبو لنډول همدارنګه د لومړۍ خطبې څخه دوهمه خطبه لنډول او د لمانځه اوږدول.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «أطيلوا الصلاة وأقصروا الخطبة» (رواه مسلم) .

۹- جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دوو خطبو په مينځ کې کيناستلو ، د حاجت پر مهال به يې خطبه قطع کوله ، او په خطبه کې په يې په سبابه ګوته سره اشاره کوله .

۱۰- جناب نبی صلی الله عليه وسلم به چې کله په منبر ودريد سلام به يې اچولو (رواه ابن ابي شيبة /2/114 بإسناد حسن)

موقع : صيد الفوائد .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.