د منافق علامې

اول : په ما انزل الله کې شک کول او ظاهراً ځان مسلمان ګڼل : قال الله عزَّ وجلَّ:{ إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ[45]}[سورة التوبة] .

ژباړه : يوازې هغه کسان له تا څخه اجازه غواړي چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان نه لري د دوی زړونه شکمن دي نو دوی پخپل شک کې سرګردان دي .

دوهم : د الله او د رسول الله د حکم بد ګڼل او د هغه مخالفت کول : قال تعالى: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا[60]وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُودًا[61]}[سورة النساء].
ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .او کله چې دوی وويل شي د هغه (کتاب ) د حکم لور ته چې الله نازل کړی دی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د حکم لور ته و درومئ منافقان به ووينئ چې خپل مخونه درنه واړوي .

دريم : د اسلام او مسلمانانو په ظهور او کاميابۍ خفه کيدل او مسلمانانو ته د مصبت په رسيدلو خوشحاله کيدل : قال تعالى: {إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ[50]}[سورة التوبة].
ژباړه : که تا ته کومه ښيګنه ورسيږي ، نو دوی ځوريږي او که تا ته کوم مصيبت ورسيږي وايي ، مونږ خپل مصلحت لا له پخوا په پام کې نيولی وو او په خوښۍ سره بيرته ستنيږي .

څلورم : د مسلمانانو په منځ کې فتنه او تفرقې جوړول او د مسلمانانو په نفاق او تفرقو خوشحاله کيدل ، قال تعالى:{ لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ[47]}[سورة التوبة] .
ژباړه : که دوی ستاسې په منځ کې وتلي وای ، تاسې ته به يې پرته له خرابۍ څخه (بل شی ) نه وای زيات کړي او ستاسې په منځ کې به يې کډوډې اچوله د دې لپاره چې ستاسې په منځ فتنه واچوي ، او ستاسې په منځ کې داسې کسان (هم) شته چې دوی ته غوږ کښېږدي او الله د ظالمان (په حال ) پوهيدونکی وو .

پنځم : د اسلام د دوښمنانو سره محبت کول د هغوی د نظرياتو او قوانينو ستايل او نشرول او د اسلام مخالفت : قال تعالى: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ[14]}[سورة المجادلـة] .
ژباړه : آيا ته هغو خلکو ته نه ګورې چې له هغه قوم سره دوستي کوي چې د غضب پرې شوی دی ؟ هغوی نه ستاسې دي او نه (هم) د يهودو ، په درواغو سوګندونه خوري او هغوی پوهيږي .

شپږم : د مسلمانانو په عبادت او قربانيو ملنډې وهل او د هغوی عيب بيانول : قال تعالى: {الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ[79]}[سورة التوبة].
ژباړه : هغه کسان چې د مؤمنانو د (ډيرو) خيرات کوونکو په هکله عيب وايي او پر هغو کسانو چې پرته د خپلو کارونو (له ګټې ) څخه بل شی نه مومي (خيرات يې کړي ) ملنډې وهي ، الله به (په خپله ) دوی ته د ملنډو سزا ورکړي او د دوی لپاره دردناکه سزا ده .

اوم : د مؤمنانو د دعا څخه مخ اړول له جهته د کبر او شک کولو : قال تعالى:{وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ[5]}[سورة المنافقون] .
ژباړه : او کله چې دوی ته وويل شي : راشئ چې د الله رسول تاسې ته بخښنه وغواړي ، خپل سرونه ښوروي او دوی به وويني چې په تکبر سره ( له دغې بلنې نه ) مخ اړوي .

آتم : په لمانځه کې سستي کول : قال تعالى: إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا[142]}[سورة النساء] .
ژباړه : بې شکه منافقان (فکر کوي چې دوی ) الله تيرباسي ، حال دا چې الله دوی ته د دوی د تېر ايستلو (سزا) ورکوي . او کله چې دوی لمانځه ته پاڅيږي بې له رغبته پاڅيږي دوی د خلکو په وړاندې ځان ښودنه کوي او الله نه يادوي خو لږ .

نهم : د الله رسول او مؤمنانو ته آزار رسول : قال تعالى:{ وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ[61]}[سورة التوبة]. وقال تعالى : وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا[58]}[سورة الأحزاب].

ژباړه : او له دوی (منافقانو ) څخه داسې کسان دي چې نبي ته ازار رسوي او وايي ، هغه ټول غوږ غوږ دي ( د هر چا خبره اوري ) ووايه : هغه ستاسې د خير د خبرو اوريدونکی دی ، هغه پر الله ايمان او پر مؤمنانو باور لري او ستاسې د هغو کسانو لپاره چې ايمان لري رحمت دی . او هغه کسان چې د الله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته آزار رسوي ، دوی لره دردناک عذاب دی .

او فرمايي : او هغه کسان چې مؤمنانو او مؤمنو ښځو ته بې له څه آزار رسوي ( او هغوی ته ستونزې جوړوي ) ، بې شکه چې دوی غټ تور او ښکاره ګناه پر غاړه اخلي .

نفاق په دوه قسمه دي :

اول قسم : اعتقادي نفاق ، او دا نفاق اکبر نفاق بلل کيږي چې په زړه کې کافر او ظاهراً ځان مسلمان بولي ، ددې خاوند به په درک الاسفل من النار کې وي ، الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ إِنَّ (النسآء ۱۴۵ ) .
دوهم قسم عملي نفاق : هغه نفاق دی چې د منافقينو له اعمالو څخه کوم عمل په چا کې موجود وي ( په دې سره له اسلامه نه وځې مګر دا يو وسليه ده د هغه طرف ته ) .
د منافقينو علائم :

اول : درواغ ويل ، دوهم : د وعدې مخالفت کول ، دريم : د امانت خيانت کول .

الدليل قوله صلى الله عليه وسلم: (آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان) البخاري ومسلم.

څلورم : خيانت او غدر کول ، پنځم : په جنګ او خصومت کې ښګنځلې او فحش ويل .

قال عليه الصلاة والسلام “اربع من كن فيه كان منافقا خالصا ومن كانت فيه خصلة منهن كان فيه خصلة من النفاق حتى يدعها: إذا اؤتمن خان وإذا حدَّث كذب وإذا عاهد غدر وإذا خاصم فجر” متفق عليه

شپږم : په عبادت کې سستي کول :

قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى وَإِذَا (النساء 142)

اوم : د خلکو په مخ کې عبادت کول ، په عبادت کې ريا کول :

لقوله تعالی: ُآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً

آتم : د الله تعالی ډير لږ ذکر او ياد :

نهم : د لمانځه له خپل وخت څخه تأخير او ځنډول :

قال صلى الله عليه وسلم: “تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر أربعاً لايذكر فيها إلا قليلا” رواه مسلم.

يعنې : دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په منځ کې راشي – نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

اللَّهُمَّ أعذْنَا من النفاق وارزقنا تحقيقَ الإِيمَان على الوجهِ الَّذِي يرضيكَ عنَا واغَفر لنا ولوالِدِينا ولجميع المسلمينَ يا ربَّ العالمين وصلَّى الله وسلَّم على نبينا محمدٍ وآلِهِ وصحبِه أجمعين.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.