دانلاین اسلامې معلوماتو د مرکزکارکونکو ته سلامونه .هیله ده ښه به یاست
په فيسبوک کې د محلدينو او مرتدينو پاڼې چې د خدای څخه صريح انکار کوي په خدای ، قرآن ، اسلام او مسلمانانو مسخري او ټوکې کوي .
نوکه چیرته کوم کس ددې مرتد داپوست یاشیرکړي یایې لایک کړي ایا یاد کسان دمرتدانوپه جمله کې راځي کنه .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کچېرې د پوهې سره او قصداً څوک د کافر ، ملحد او مرتد کفري پاڼه او پوست هغه چې صريح کفر او کفر او ګمراهۍ ته بلنه پکې وي لايک او خوښه کړي نو دا کار کفر دی ځکه د کفر خوښول عين کفر دی ، اعوذ بالله من ذالک .
أی اذا کان مستحسناً للکفر وراضیاً به نفسه … من رضی بکفر نفسه کفر ، أی اجماعاً (شرح فقه اکبر / ملا علی قاري ص ۴۸۴ ) .
په اسلام او اسلامي شعائرو باندې ټوکې او مسخري کول کفر او په دې کار باندې رضا کفر دی .
لقوله سبحانه وتعالی : [وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ ، لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ] (۶۴التوبه: ۶۴-۶۵).
ژباړه: او قسم دی که پوښتنه وکړې له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو.
و بالله توفيق