د معاملاتو تعريف او اهميت

فقه معاملات

د معاملاتو تعريف :  

معاملات د معامله جمع ده د معامله لفظ له عمل څخه اخيستل شوی او عمل په عربي کې کار ته وايي داسې کار چې په هغه کې دوه سړي يا دو څيزونه شرکت ولري ځکه د رزق په دغو وسيلو کې د دوو سړيو يا څيزونو شرکت ضرور وي لکه : په تجارت کې اخيستونکی او خرڅونکی ، په زراعت کې کرونګر او سامان ، په مزدورۍ کې مالک او مزدور ، په مضاربت کې د يو کس پیسې او د بل کس کار او محنت وي .

د معاملاتو اهميت :

په اسلامي شريعت کې د عقائدو او عباداتو نه پس د ټولو نه زيات اهميت د معاملاتو دی کوم چې د هغه په وسيله انسان ځان ته روزي او نفقه برابروي .

عقائد او عبادات په اصل کې د انسان روح ته معنوي او اخلاقي غذا رسوي او د نفقې او روزۍ په وسيله د انسان جسم ته مادي خوراک رسيږي ، د رزق او نفقې چې څومره ښې او بدې وسيلې دي د جسم په وسيله د هغه په روح باندې اثر پرې وځي .

اصلاً خو د رزق وسيلې بې شميره دي خو په عمومي ډول د زرق وسائل عبارت دي له : تجارت ، زراعت ، مزدورۍ ، ګاڼه يا ګروي ، قرض ، مضاربت ، حواله او شراکت او نور دي چې دغو وسائلو ته په شريعت کې معاملات وايي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.