د مصنوعی اندامونو حکم په اوداسه کې

پوښتنه دا ده چې ایا د ښځولپاره نقاب یا د مخ پټول فرض دې ؟

ځکه ځینې فقها نقاب فرض بولي او دلیل ېې هغه حدیث بولي چې حضرت عائشې صدیقې (رضي الله عنه)به د حج په موسم کې  خپل مخ پټ کړ او کله به چې کاروان تېر شو نو بیا به یې بېر ته لوڅ کړ .

 ځواب

د ښځې لپاره  شرعي لباس هغه دی چې د هغې د بدن مفاتن یا فتنه اچونکي اندامونه توصیف او ښکاره نه کړي او نه هم دومره نازک او نري  وي چې له هغې نه نوموړي اندامونه معلوم شي او باید چې له مخ او لاسونو نه پرته نور ټول بدن پټ او خوندي و ساتي ، د رنګه کالیو یا جامو اغوستل هم منعه ندي په دې شرط چې فتنه اچونکې نه وي او د خلکو نظرونه ځانته را وو نه ګرځوي ، او کله چې دا شرطونه په هر ډول جامه او لباس کې متحقق شي نو ښځه هغه اغوستلی شي او په هغو کې بهر ته هم و تلی شي .

 خو نقاب چې په هغې سره ښځه خپل مخ پټوي او دسکشونه چې په هغې سره خپل لاسونه پټوي نو به دې اړه  جمهور د امت په دې نظر او رایه دې چې په ښځه باندې دا ډول عمل فرض ندی ، او ښځه کولی شي چې خپل مخ او لاسونه لوڅ کړي ، دوۍ خپله رایه د قرآن کریم له دې ایت نه اخیستې ده :
((وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا)) النور۳۱
ژباړه : او باید چې دوۍ (ښځینې )د خپل زینت او ښایست (ځایونه) ښکاره نه کړي  ؛ مګر هغه (ځایونه) چې له هغې څخه ښکاره دي .
جمهورو علما و که هغه صحابه دې او یا هم له هغو نه وروسته ټولو په نوموړی ایت شریف کې ظاهري زینت په مخ او لاسونو سره تفسیر کړی دی ، دا روایت له ابن عباس ، انس او  عائشې صدیقې (رضي الله عنهم اجمعین) نه را نقل شوی دی ،
او له دې ایت شریف نه چې :
(وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ) النور ۳۱
ژباړه : او دوۍ (ښځې) دې په خپلو  ټیکړيو یا لوپټو (  څنډې ) په خپلوګرېوانونو را و غوځوي .
په آیت شریف کې خمر چې مفرد ېې خمار دی د ښځو ټیکري یا څادر ته ویل کېږي چې  د سر پټلو لپاره کارول کېږي او د جیوب مفرد جیب د کمیس د سنې لوري ته خلاصه  حصه یاګریوان او نورو ته ویل کېږي ، نو !   الله (ﷻ) مسلمانې ښځې ته امر وکړ چې په خپل ټیکري سره دې خپل ټټر یا سینه پټه کړي ،  او که چېرې  د مخ پټول فرض وی نو آیت شریف به صراحتًا ذکر
کړی و .
همداراز جمهور علما د خپلې راې  لپاره له سنتو نه د حضرت عائشې (رضي الله عنها) په لاندې حدیث باندې استدلال کوي :
(عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها أَنَّ أَسْمَاءَ بِنْتَ أَبِى بَكْرٍ دَخَلَتْ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَعَلَيْهَا ثِيَابٌ رِقَاقٌ فَأَعْرَضَ عَنْهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَقَالَ « يَا أَسْمَاءُ إِنَّ الْمَرْأَةَ إِذَا بَلَغَتِ الْمَحِيضَ لَمْ تَصْلُحْ أَنْ يُرَى مِنْهَا إِلاَّ هَذَا وَهَذَا ». وَأَشَارَ إِلَى وَجْهِهِ وَكَفَّيْهِ). ([1])
ژباړه : له عائشې صدیقې (رضي الله عنها) نه روایت دی چې اسماء بنت ابي بکر (رضي الله عنهما)د رسول الله (     ﷺ) لوري ته راغله چې ډېرې نازکې جامې ېې په ځان کې وې نو رسول الله (     ﷺ) له هغې نه مخ و ګرځا و  او و يې ویل : « ای اسماء ! کله چې ښځه حیض ته و رسېږي نو له دې او دې ځای نه پرته ېې نور د بدن هیڅ ځاي باید معلوم نه شي » او مخ او لاسونو ته ېې اشاره و کړه .
او داسې نور هم ډېر صریحه دلایل شته چې دا ثابتوي چې د مخ او لاسونو پټول فرض نه دي .
خو ځینې نور فقها بیا په دې نظر دي چې د ښځو لپاره د مخ پټول فرض دي او دلیل ېې د حضرت عائشې (رضي الله عنها)لاندې حدیث دی :
(عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مُحْرِمَاتٌ فَإِذَا حَاذَوْا بِنَا أَسْدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا عَلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزَنَا كَشَفْنَاهُ.) ([2])
ژبــــاړه :   له عائشې صدیقې (رضي الله عنها)نه روایت دی چې ویلي يې دي : په موږ باندې سپرلۍ تېرېدلې او موږ له رسول الله (    ﷺ) په احرام د حج کې وو ، خو کله به چې دا د سړیو سپرلۍ را  مخامخ شوې هرې یوې د موږ به خپل ټیکری له سر نه په خپل مخ را و غورځاوو او کله به چې هغوي  له موږ نه تېر شول بیر ته به مو خپل مخونه لوڅ کړل .
خو دا حدیث د ښځو د مخ پټولو د فرضیت لپاره کوم ثبوت نه شي ګرځېدلی ځکه د صحابي فعل دلیل د فرضیت یا وجوب نه شي ګرځېدلی او بل دا چې احتمال لري چې دا حکم یواځې تر امهات المؤمنین پورې ځانګړی وي لکه څرنګه چې د نه زواج کولو حکم وروسته له وفات د نبي کریم (     ﷺ) نه هم د همدوۍ لپاره خاص را غلی دی ، او  د  اصولو په علم کې هم دا سې ثبوتونه شته چې « کله چې دا سې حالات واقع شي چې ډېر احتمالونه و لري ، دا د اجمال په لباس سره و پوښل شي ، نو بیا په هغې سره استدلال ساقطېږي .»
او امام بخاري (رحمه الله تعالی)په صحيح البخاري کې له ابن عمر رضي الله عنهما نه روایت کړی دی چې رسول الله (    ﷺ) ویلي دي :
((وَلاَ تَنْتَقِبِ الْمَرْأَةُ الْمُحْرِمَةُ وَلاَ تَلْبَسِ الْقُفَّازَيْنِ))
ژبــــاړه : او هغه   ښځه چې احرام ېې تړلی وي مخ به نه پټوي او نه به لاسونو ته دسکش اچوي .
دا حدیث په دې دلالت کوي چې د اصیلې ښځې مخ او لاسونه عورت ندي او څرنګه دې دا تصور و شي چې مخ او لاسونه دې په عورت کې داخل شي چې د ټولو په دې سره اتفاق را غلی دی چې ښځه خپل مخ او لاسونه په نمانځه کې لوڅولی شي او همدا رنګه په احرام کې ېې لوڅول واجب دي ! ځکه چې دا سې هیڅ امکان نه لري چې شریعت دې په نمانځه کې د عورت د لوڅوالي جواز او په احرام کې د عورت د لوڅوالي وجوب را منځ ته کړي ، او په احرام کې ډېر داسې ممنوعه څیزونه شته چې په اصل کې مباح وو لکه ګنډلې جامې ، عطر ، ښکار او داسې نور ، او داسې هیڅ شي په احرام کې وجود نه لري چې په اصل کې دې واجب یا فرض وي او په احرام سره دې حرام يا منع شوی وي .
خلاصه د خبرې دا ده چې د مسلمانې ښځې لپاره د مخ او لاسونو پټول فرض ندي بلکې د مباحاتو په دایره کې داخل دي ؛ نو که کومه ښځه خپل مخ او لاسونه پټوي  جواز لري او که کومې ښځې یوازې په شرعي حجاب سره بې له دې چې مخ او لاسونه پټ کړي اکتفا کوله نو خپل مسئولیت به ېې ادا او ذمه به ېې خلاصه کړي وي .

و الله سبحانه و تعالی أعلم

 


([1]) حدیث ابو داود روایت کړی دی
([2]) حدیث امام احمد ، ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.