د مستشرقينو اهداف

اول :

د مسيحيانو څخه د اسلام مخنيوی کول (تر څو هغوی ته اسلام ونه رسيږي) ، د مستشرقينو کار دا دی چې د خپل قوم د قناعت لپاره د اسلام ښيګڼې پټوي او د هغه بده څيره ورته معرفي کوي او ورته وايي چې اسلام د تاسې د ژوند د چارو د تنظيم صلاحيت نه لري او دا يې تر ټولو هغه خطرناک اړخ دی چې استشراق او تبشير د صليبي جګړو د ماتي وروسته چې کله د دوی جګيالي اورپا را وګرځيدل تر سره کړ .

د دوی سره چې مسلمانانو کومه معامله کړې وه هغه به خلکو ته روښانه کوله او په اسلامي څيرو پسې به خبرې کولې او د کليسا خلکو قصداً د عدل او انصاب څخه پرته ژبې ښورولې او کوښښ يې کولو تر څو د قرآن د غلطې ژباړې په وسيله د قرآن اصلي مفاهيم محو او ويجاړ کړي .

کله چې عثمانيان په اورپا کې پراخه شول نو استشراق د اورپايانو په زړونو کې د اسلام په اړه د نفرت او کرکې له فکر ور اچولو څخه استفاده وکړه ، د باطلو او شبهاتو په رامنځته کولو سره يې هڅه کوله څو له اورپا څخه اسلام پټ کړي او له اورپا د اسلام د خپراوي مخنوی وکړي .

دوهم :

په اسلامي هيوادونو کې د استعماري يرغل ملاتړ کول ، د جهاد په غلط تأويل سره د اسلامي مقامت له منځه وړل او د جهاد في سبيل الله څخه د مسلمانانو پام اړول او د هغه پر ځای د هغوی مشغول ساتل په عبادت او زهد کې او دا زهد جهاد أکبر ګڼل ، او د مسلمانانو د يووالي او اتحاد له منځه وړل ، او اسلامي نظام له منځه وړل ، او په سياست او ټولنه کې د اسلامي شريعت د عملي کولو مخنيوی کول ، او په زور او قوت سره د اسلام د سياسي ، اقتصادي او تربيوي نظام ويجاړول او له منځه وړل .

دريم :

مسلمانان د خپلو اصولو او بنسټونو څخه جلا کول ، او د هغو تحريفول ، او د خپلو (ديني) مصادرو څخه د هغوی جلا کول او د بنسټيزو فردي او ټولنيزو ارزښتونو له منځه وړل او د هغه پر ځای د مسلمانانو په زړونو کې د استعمار ثقافت او فکر ځای پر ځای کول تر څو د ځنو ضعيف الایمان لپاره مسيحيت او الحاد ته د بدلون لاره پرانيستل شي[1] .

پايله : مستشرقين د مبشرينو مخکښان وو چې د دوی لپاره يې لاره برابروله تر څو د مسلمانانو په عقائدو کې شک او شبهه را منځته کړي او د مسيحي دعوتګرو لپاره په اسلام او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم باندې د طعن (بد ويلو) لاره پرانيزي په بيلابيلو ډولونو د علمي حقيقت څخه پرته د بحث او څيړنې په نوم .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي / دوکتور علی جريشه

دعوت نیوز.کام

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website


[1] – الاسلام في وجه التغريب :ص ۳۷۰،۳۷۱ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟