د مسافر اقتداء په مقيم پسې جايز ده ؟

پوښتنه که یو کس مسافر وی نو په مقیم امام پسی لمونڅ کوی نو نیت به په قسم کوی او همدارنګه نیت به دڅلورو رکعتو کوی او که ددوه او څلور رکعتی ددغه جمعی لمانڅه به دوه کوی که څلور که په تفصیل سره ځواب راکړی مننه به مو وی کامیابی ددارینو دلوی الله ج څخه درته غواړو

ستاسی ورور عتیق الله له وردګو ولایت څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسافر کس اقتداء په مقيم امام پسې همدارنګه د مقيم په مسافر امام پسې اقتداء کول جايز دي .

که څوک مسافر په مقيم امام پسې اقتداء وکړي نو د خپل امام متابعت به کوي يعنې په دې صورت کې به قصر نه کوي لمونځ به پوره کوي ، د پوره لمانځه نيت به کوي نه د قصر .

که امام مسافر وي او مقتدي مقيم وي نو امام به د سلام ګرځولو پس دا ووايي چې زه مسافر يم تاسو خپل لمونځ پوره کړئ .

«‌و ان  اقتدی  مسا‌فر  بمقیم أتم  اربعا‌،  و ان  افسده  یصلی  رکعتین‌،  بخلاف  مالو اقتدی  به  بنیه  الـنفل  ثم أفسد  حیث  یلزم  الاربع‌، ‌کذا  فی  الـتبیین»‌.( الهندية:1/142)

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.