زه حاجي عبدالمناف دکنړ دولايت مرکز اسعداباد نه خپلي نيکي هيلي اوسلامونه وړاندي کوم
پوښتنه مي داوه چه زه دوه کوره لرم چه يو په ګنړ او بل په جلال اباد کى چه ديره استوګنه مي په کنړ کي ده کله ناکله جلال اباد ته ځم ايا زه په جلالاباد کي لمونځ مسافرانه وکړم اوکه پوره لمونځ وکړم مننه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
جيرې مو چې بال بچ اهل عيال وي همغه مو اصلي اقامت ځای بلل کيږي .
په کوم ښار کې چې له خپل اهل عيال سره اوسيږي همغه مو اقامت ځای دی په دغه موجود اقامت ځای باندې پخوانۍ اقامت ځای باطل شو يعنې يو کس له څپل ښار څخه لاړ او بل ځای ته يې کډه وکړه خپل بال بچ يې هلته نقل کړل او ژوند يې پيل کړ نو که کله خپل پخواني ښار ته راشي هلته يې جايداد وي پلار يا ورور څوک يې موجود وي نو دی به هلته قصر کوي يعنې د مسافرۍ لمونځ به کوي .
ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامو سنت دا وو چې د دوی بال بچ په مدينه منوره کې وو کله به چې مکې ته د خپلوانو کره را تلل هلته به يې قصر کولو .
که يو کس بل ښار ته د خپل بال او بچ سره لاړ شي هلته ژوند پيل کړي او که کله د خپل پلار يا خپلوانو کره راځي او د اقامت نيت يې له پنځلسو ورځو کم وي مسافرانه لمونځ به کوي (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۰۷ ) .
وطن الاقامة يبطل بوطن الاقامة وبانشاء السفر و بالوطن اصلي (عالمګيري ج ۱ ص ۱۴۰ ) .
الشبکة اسلامية ليکي :
فيجوز لك قصر الصلاة عند زيارة والديك ما دمت قد استوطنت مدينة أخرى تبعد عن مدينتهما مسافة قصر، وقد كان أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم إذا قدموا مكة بعد الهجرة يقصرون الصلاة، وكان لهم فيها قرابات، ولم يكن ذلك مانعا لهم من القصر والترخص برخص السفر .
قد قصر أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم معه عام الفتح وفي حجته وفي حجة أبي بكر ولعدد منهم بمكة دار، أو أكثر وقرابات منهم أبو بكر له بمكة دار وقرابة، وعمر له بمكة دور كثيرة، وعثمان له بمكة دار وقرابة فلم أعلم منهم أحدا أمره رسول الله صلى الله عليه وسلم بالإتمام ولا أتم ولا أتموا بعد رسول الله صلى الله عليه وسلم في قدومهم مكة، بل حفظ عمن حفظ عنه منهم القصر بها
(الشبکة الاسلامية فتاوی رقم ۱۴۷۲۹۱ )
و الله سبحانه وتعالی اعلم